د «زړورې ښځې» نړیواله جایزه د میرمن راديو مدیر مسئولې ته ورکړل شوه

کابل، ۱۳۹۰ د کب ۱۹

د کندهار د میرمن راډيو مسؤول مدیرې مریم دورانۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا یې د زړورې ښځې نړېواله جایزه ترلاسه کړه.

دا جایزه هر کال له ټولې نړۍ څخه لس هغو ښځو ته ورکول کېږي چې بې‌سارې زړورتیا یې ښوولې وي یا یې د ښځو حقونو او یا یې د دوی د وضعیت د ښه والي لپاره په خپلو ټولنو کې هڅې کړې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هېلاري کلنټن د پنجشنبې په ورځ د دې جایزې د ورکولو پر مهال، په کندهار کې د ښځو د حقونو خوندیتوب لپاره د مریم دورانۍ زړورتیا او کړې هڅې وستایلې.

هغې وویل: کندهار د افغانستان له ډېر خطرناکو سیمو څخه شمېرل کېږي، خو مېرمن دورانۍ د دې سختو شرایطو او پر د ترسره شوو څو ځله بریدونو سر بېره بیا هم خپل کار ته دوام ورکړی دی.

۲۷ کلنه مریم دورانۍ، د میرمن راډيو د ادارې ترڅنګ د «خدیجه کُبرا» په نوم د یوې غیردولتي مؤسسې مشري هم پر غاړه لري، چې د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت کوي.

دا ځوانه مېرمن د کندهار د ولایتي شورا غړې هم ده، چې درې کاله وړاندې، د کندهار په ولایتي شورا کې د یو ځانمرګي برید له امله ټپي شوې وه.

د زړورو ښځو د جایزو د ورکړې لمانځ غونډه، چې د ښځو نړیوالې ورځې په پار په واشنګټن کې ترسره شوه، پکې د هېلاري کلنټن تر څنګ، میشل اوباما، د امریکا د ولسمشر مېرمن او یو شمېر نورو ښځو هم ګډون کړی و.

د مریم دورانۍ سربېره له برما، لیبیا، ترکیې، برازیل، پاکستان، کولمبیا، سعودي عربستان، سودان او مالدیف هیوادونو څخه هم ۹ نورو مېرمنو د "زړورې ښځې" جایزه ترلاسه کړه.

د "زړورې ښځې" جایزه له تېرو پنځو کلونو راهیسې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د نړۍ په کچه زړورو ښځو ته ورکول کېږي او تر اوسه ۴۶ ښځو له ۳۴ هېوادونو څخه دا جایزه ترلاسه کړې ده، چې څلور تنه یې د افغانستان دي.