نهاد راډیو له دویم ځل پرانیستلو درې میاشتې وروسته بنده شوه

۱۴۰۲چنګاښ ۲۲

مزارشریف- په مزارشریف کې نهاد خصوصي راډیو، چې درې میاشتې وړاندې د اورلګېدنې پېښه کې له درنو زیانونو وروسته بېرته رغول شوې وه خپل کار پای ته ورساوه او وتړل شوه.

د نهاد راډیو مسؤل مدیر سید محمد یزدان پرست د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل، چې له رسنیو سره د «اسلامي امارت» په چلند کې د حقوقي خلا په ګډون، په دې رسنۍ کې د مېرمنو د کار څرنګوالي، د برېښنا لوړې بیې، د دې راډیو د اصلي مالي سرچنې په توګه د سوداګریزو اعلاناتو کمښت له امله د نهاد راډیو اداره دېته مجبور شوه، چې د دې رسنۍ د کار پای اعلان کړي او دروازه یې وتړي.

په ورته وخت کې د نهاد راډیو مسؤل مدیر دا خبره هم وکړه، چې د مناسبو کاري شرایطو او د مالي توان له برابرېدو وروسته به دا شبکه بیا ځل فعالیت پېل کړي.

نهاد راډیو د روان کال د وري میاشتې په نیمایي کې د دې راډیو په ودانۍ کې د پراخې اور لګېدنې ۴۰ ورځې وروسته بیا خپرونې پېل کړې. دې راډیو په شپه او ورځ کې په شاوخوا ۱۳ ساعته نشراتو کې خبري، سیاسي، ټولنیزې، کلتوري، دیني او ښوونیزې خپرونې چمتو او خپرولې.

د نهاد راډيو پنځه پوړيزه ودانۍ، چې له پيکان ټلوېزيون سره په ګډه کارول کېده، د تېرې کب مياشتې په ۸ مه نېټه د اور لګېدو ښکار شوه، چې له امله يې د دغو دوه رسنيو بېلابېلې برخې په ځانګړې توګه ټرانسميټر، تخنيکي او اداري برخو وسایل له منځه لاړل.

د نهاد راډیو او پیکان تلویزیون د نجیب پیکان په پانګونه چې د بلخ یو له پېژندل شویو رسنیزو او مدني فعالانو څخه و، تاسیس شوي دي.  نهاد راډیو د ۱۳۸۶ لمریز کال د غبرګولي په نیمایي او پیکان تلویزیون په ۱۳۹۸ کال کې فعالیت پېل کړ.

د نهاد راډیو او پیکان ټلویزیون د جمهوري نظام له ړنګیدو (۱۴۰۰زمري۲۴) او د طالبانو د «اسلامي امارت» له بیا تاسیس وروسته خپل فعالیت بند کړ. نهاد راډیو د جمهوري نظام له نسکورېدو یوه میاشت وروسته بیا فعاله شوه، خو پیکان ټلویزیون د مالي ستونزو او کاري محدودیتونو له امله تر اوسه خپل عادي فعالیت نه دی پیل کړی او یوازې د ټولنیزو پاڼو (انسټاګرام، ټویټر او یوټیوب) له لارې د خبر رسونې چاره پرمخ وړي.

واک ته د امارت تر رسیدو وروسته په بلخ ولایت کې له ۱۱ فعالو راډیوګانو څخه اووه او له اتو خصوصي تلویزیونونو څخه شپږ یې د کاري محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د نهاد راډیو په تړل کېدو د خواشیني په څرګندولو سره د ازادو رسنیو د بندېدو د بهیر د دوام او دهیواد د رسنیو د ټولنې د کوچني کېدو په اړه سخت اندېښمن دی. د افغانستان خبریالانو مرکز د «اسلامي امارت» له چارواکو غواړي، چې د رسنیو په کار لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او ضمني لګښتونه په ځانګړې توګه د برېښنا او مالیې لګښتونو په راکمولو سره دې اجازه ورکړي؛ ترڅو ازادې رسنۍ له ویرې او فشار څخه په پاکه فضا کې کار وکړي او د اطلاع رسونې په برخه کې خپلې مسلکي دندې ته دوام  ورکړي.