
۱۴۰۱ د لیندۍ ۱۰ مه
کابل- د افغانستان خبریالانو مرکز د «اسلامي امارت» له خوا د ازادي او امریکا غږ راډیوګانو د «اف.ام» څپو خپرونو باندې بندیز؛ د خپلواکو او انتقادي رسنیو پرضد عمل ګني او د اسلامي امارت له مشرانو غواړي چې په خپله پرېکړه له سر غور وکړي.
ازادي راډیو نن په یو راپور کې خبر ورکړد دې رسنۍ خپرونې، چې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر اف.ام په څپو اورېدل کیدې، د اسلامي امارت په امر له لاسه وتلې دي. ویل کېږي چې له امریکا غږ سره هم ورته پېښه شوې ده.
د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو رئیس عبدالحق حماد په یوه ټویټ کې ویلي، چې د ازادي راډیو خپرونې چې د ایف ایم پر څپو د هیواد په ۱۳ لویو ښارونو کې د لاسرسي وړ وې، د اسلامي امارت په امر بندې شوې دي. هغه زیاته کړې ده چې ازادۍ راډیو د « خبریالۍ د اصولو د نه پلي کولو» او د « خبري توازن نه شتون» له امله تړل شوې ده. حماد په خپل ټویټ کې امریکا غږ ته اشاره نه ده کړې.
ازادۍ او امریکا غږ راډیو ګانې د ډیرو اورېدونکو لرونکو رسنیو له ډلې شمېرل کېږي په فارسي او پښتو ژبو فعالیت کوي. په وروستیو دوه لسیزو کې دا دواړه راډیو ګانې د منځنۍ څپو سربېره پر اف.ام څپو د هیواد په ډیرو سیمو کې د لاسرسي وړ وې. تر دې وړاندې د روان کال د وري میاشت کې هم اسلامي امارت د بهرنیو تلویزیونونو له ډلې د امریکاغږ(فارسي، پښتو) او بي بي سي (فارسي، پښتو، ازبکي) او همدارنګه د دویچوله(پخلاینې) خپرونه چې د هیواد د شخصي تلویزیونونو له لورې ترسره کیدې، منع کړې وې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د اسلامي امارت دغه پریکړه د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف او په هیواد کې د ازادو او انتقادي رسنیو پر وړاندې د محدودیتونو د سختیدو نښه ګڼي.
د ټولیزو رسنیو د قانون په څلورمه ماده کې راغلي دي، چې هیڅ حقیقي یا حکمي شخص نه شي کولی د خپلواکو رسنیو خبري یا معلوماتي فعالیت، بند، تحریم، سانسور یا محدود کړي او یا په بله بڼه د ټولیزو او معلوماتي رسنیو په چارو کې مداخله وکړي.
د افغانستان خبریالانو مرکز د ټولیزو رسنیو د قانون په عملي کیدو چې د اسلامي امارت له لورې تائید او د پلې کیدو وړ ګڼل شوی دی، د اسلامي امارت له مشرانو غواړي چې په خپله پرېکړه له سره غور وکړي او له رسنیو د شکایت په برخه کې دې رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمېسیون ته زمینه برابره کړي.
د ټولیزو رسنیو د قانون د ۴۴ مادې پربنسټ، د شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون، د خبریالانو او رسنیو د شکایتونو او سرغړونو ته رسېدنه کوي او حالاتو ته په کتو سرغړونکي ته سپارښتنه، ګواښ او یا یې د عدلي تعقیب په موخه اړونده مراجعو ته معرفي کوي.
د افغانستان خبریالانو مرکز څېړنې ښیي چې د جمهوري نظام له ړنګېدو (۱۴۰۰ د زمري ۲۴) مې نېټې وروسته او د اسلامي امارت په منځته راتګ سره له شاوخوا نیمایي ۶۰۰ (غږیزې، انځوریزې، چاپي) رسنۍ د کاري محدودیتونو، اقتصادي ستونزو او د سلګونه خبریالانو او مسلکي کار کوونکو د وتلو له امله تړل شوې دې او همدارنګه شاوخوا ۳۰ سلنه فعالیت کم شوی دی او د محتوا له اړخه ډیر سختې زیانمنې شوې دي.

