د طالبانو ۱۳ کړنلارې، چې په سیستماتیک ډول یې د رسنیو ازادي او اطلاعاتو ته لاسرسی محدود کړی دی

۱۴۰۲ تلې ۶ مه

کابل- د افغانستان دخبریالانو مرکز نن اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ، چې طالبانو په تېرو دوه کلونو کې د رسنیو د فعالیت په اړه ۱۳ کړنلارې پلي کړي دي، چې په افغانستان کې د رسنیو په کار باندې د سختو محدودیتونو او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د بې ساري خنډ لامل شوي دي.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د ۲۰۱۵ کال د نومبر میاشتې په ۱۷ نیټه (۲۶ لړم ۱۳۹۴) د یو پریکړه لیک په تصويبولو سره د سپټمبر ۲۸ نیټه معلوماتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله. د یونسکو له نظره، معلوماتو ته نړیوال لاسرسی دوه اړخونه لري، چې هر یو یې باید په دقیق ډول پام کې ونیول شي. له یوې خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي حق باید په واضح ډول په قوانینو کې ذکر شوی وي، ځکه له مناسبو قوانینو پرته به لاسرسی محدود وي او له بلې خوا بايد معلوماتو ته د خلکو عملي لاسرسي ته پاملرنه وشي، په ځانګړې توګه په اوسنۍ نړۍ او شرايطو کې چې د نوې اطلاعاتي او ارتباطي ټکنالوژۍ پرمټ، اطلاعاتو ته په لاسرسي کې د پام وړ اسانتيا راغلې ده.

په افغانستان کې له قانوني پلوه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په رسمیت پیژندل شوی او د هیواد اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون چې په ۱۳۹۸ کال د جمهوري نظام پر مهال تصویب او نافذ شو، د طالبانو له خوا هم په ضمني ډول منل شوی دی؛ خو مهمه دا ده چې ياد قانون په پام کې نه نيول کېږي.

د جمهوري نظام له ړنګیدو راوروسته په تیرو دوو کلونو کې طالبانو د رسنيو له پخوانيو قوانينو سره په موازي ډول، لږ تر لږه دیارلس کړنلارې پلي کړي او د ټوليزو رسنیو د قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تعدیل طرحه یې وړاندې کړې ده. که څه هم دغه کړنلارې له یوه ادرسه نه دي صادر شوي او نه یې هم د جوړونې قانوني بهیر بشپړ کړی دی، مګر په حقیقت کې له رسنیو او خبریالانو سره د حکومت د چلند اساس ګرځېدلی دی.

په دې کړنلارو کې د رسنيزو فعاليونو اړوند پراخې موضوع ګانې شاملې دي، چې په ملي راډیو تلویزیون کې د ښځو په کار بندیز، د مدني لاریونو خبري پوښښ منع کول، د خبرونو او راپورونو د چمتو کولو او مینځپانګې د توليد پر څرنګوالي محدودیتونه، طالبان د افغانستان حکومت په توګه يادول، د موسیقۍ په نه خپرول بندیز، د ښځینه خبریالانو څخه د مخ پټولو غوښتنه، په ډرامو او د رسنیو په تفریحي پروګرامونو کې د ښځو ګډون منع کول، په رسنیو کې د ښځو او مېرمنو د کار ځای جلا کول او د ښځو سره د نارینه وو یا د نارینه وو سره د ښځو مرکه کولو بنديز پکې شاملیږي.

د طالبانو له مخالفانو او منتقدینو سره له مرکو د رسنیو انکار، په افغانستان کې د نړیوالو ټلویزیونونو د خپرونو په خپرولو بندیز، د مسؤلو چارواکو له همغږۍ پرته د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو منځپانګو لرونکو سوداګریزو اعلانونو پر نشر بندیز، په طالب چارواکو د نیوکې بندیز، د انځور او ویډیویي مرکو مخنیوی او له رسنیو د ښځو د غږ خپرولو بندیز(هلمند) او له «ممنوعه رسنیو» سره نه همکاري د پلې شویو تګلارو څخه دي.

د دې کړنلارو پلي کول، چې په ځینو مواردو کې خورا پراخ او مبهم دي، د رسنیو کار باندې له کیمي او کیفي اړخه او د منځپانګې له اړخه منفي پایلې لري.معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې سخت محدودیت او د ځان سانسورونه د دې کړنلارو د پلې کولو پایلې دي. د اسلامي امارت مسؤلین ډېر کم له رسنیو سره مرکې کوي او رسمي ویاندویان یې د اړتیا په وخت کې ټولو خبریالانو ته نه رسېږي او یا هم په ساده ډول د جدي او ژورو پوښتنو له ځوابولو ډډه کوي.

دا کړنلارې خبریالان او رسنۍ د ځینو کړنو له ترسره کولو منع کوي، خو د سرغړونې د پایلو په اړه څه نه وايي. خو د افغانستان خبريالانو مرکز موندنې ښيي هغه خبريالان چې دغه کړنلارې يې له پامه غورځولي، ګواښل شوي او يا بنديان شوي او رسنۍ هم د موقتي او دايمي فعالیت د بندیز په ګډون له مجازاتو سره مخ شوي دي.

له دې کړنلارو او په پلي کولو کې يې د اسلامي امارت جديت څخه د افغانستان دخبريالانو مرکز څېړنه او شننه ښيي چې په ډېر احتمال د رسنيزو قوانینو د تعديل طرحه چې ويل کېږي ډېر ژر به توشيح شي؛ له هغو لږو تغيراتو ډېره پورته ده چې تر اوسه اعلان شوي دي.