
د دایکندي ولایت په مرکز نیلي کې د افتاب راډیو ټرانسمیټر. د افتاب راډیو د امتیاز خاوند په وینا دا ټرانسمیټر د هغه وسایلو له جملې څخه دی، چې د استخباراتو له لورې د دولتي شتمنۍ په بهانه ضبط شوي دي.
۱۴۰۲تلې ۱۶
نیلی- په دايکندي کې د دوه خصوصي راډيوګانو او يو تلويزيون وسايل او تجهيزات د دغه ولايت د استخباراتو له خوا ضبط شوي دي.د افغانستان دخبریالانو مرکز په داسې حال کې چې په دې ولایت کې له دوه خصوصي راډیو ګانو څخه پاتې دوه هم د استخباراتو له لورې تړل شوې دي، په دایکندي ولایت کې د خپلواکو رسنیو د سیستماتیکې ځپنې په سترګه ګوري او غندنه یې کوي.
د جمهوري نظام پر مهال په دایکندي کې د فعالو پنځه رسنیو له ډلې دوه خصوصي راډيوګانې دایکندي او افتاب او د سبزها په نوم تلویزیون ځيني مهم تخنيکي توکي او تجهيزات د جمهوري نظام د ړنګېدو (۱۴۰۰ زمري۲۴) په لومړیو ورځو کې ولوټل شول.د دې رسنیو مسؤلین وایي دا پېښه او ځیني نور مسایل او محدودیتونه د دې لامل شوي دي، چې نه شي کولای بیرته له سره فعالیت پېل کړي او له همدې امله یې پاتې نور وسایل جمع او خپلو شخصي کورونو یا یې د خپلوانو ځایونو ته لېږدولي دي.
مګر اوس د افغانستان دخبریالانو مرکز معلومات ترلاسه کړي دي، چې د دې رسنیو پاتې تجهیزات د دایکندي ولایت استخباراتو له لورې په دې بهانه چې دا دولتي دي ضبط شوي دي.
د دایکندي راډیو او د سبزها نومې تلویزیون د امتیاز څښتن محمد حسین علیزاده د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل: « دوه کاله مخکې د جمهوري نظام د نسکورېدو وروسته په لومړیو ورځو او دایکندي ته د اسلامي امارت[طالبانو] له ننوتلو سره، د دایکندي راډیو او سبزها تلویزیون ۷۰ سلنه وسایل د نامعلومه کسانو له لورې غلا شول.»
هغې زیاته کړه:«له بده مرغه د دې غلا او یو لړ نورو ستونزو له امله؛ موږ ونه شو کولای د خپلې راډیو او تلویزیون کار ته دوام ورکړو او پاتې وسایل مو له ناچارۍ د دایکندي ولایت په مرکز نیلي کې د خپل ورور کورته انتقال کړل؛ مګر د تلې په ۹ مه د یکشنبې په ورځ د ولایت د استخباراتو ریاست له لورې مې ورور احضار او هغه ته وویل شو، چې د سبزها تلویزیون او دایکندي راډیو وسایل دولتي دي او تاسې باید هغه موږ ته وسپارئ.»
علي زاده وویل:«کورته مې د ورور له راستنېدو وروسته د استخباراتو ریاست مامورینو پاتې وسایل د دوی له کوره په موټر کې یوړل؛ مګر د خپلې پخوانۍ ژمنې خلاف، دېته حاضر نه شوو، چې د ضبط شویو وسایلو د تائید لست موږ ته راکړي.»
د دایکندي راډیو او سبزها تلویزیون د امتیاز څښتن واضیح کړه، چې دا دواړه رسنۍ خصوصي دي او دواړه یې په شخصي پانګونه او د اطلاعاتو او کلتور وزارت او مخابراتو وزارت څخه د جواز په ترلاسه کولو سره جوړې کړې وې.
د دایکندي راډیو جواز د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د ۱۳۸۳ لمریز کال د کب په ۱۹مه او د سبزها تلویزیون جواز د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د ۱۳۹۴ کال د کب ۱۱ مه اخیستل شوی دی.دې دواړو رسنیو د دایکندي ولایت له مرکز نیلي ښار څخه د یو کاري دفتره فعالیت کاوه او د هغوی خپرونې د ولایت په مختلیفو سیمو کې د لاسرسي وړ وې.
همدارنګه د افتاب راډیو د امتیاز څښتن میرزا حسني د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل، چې د دې راډیو تجهیزات هم د استخباراتو ریاست له لورې ضبط شوي دي. هغې وویل:« له غلا وروسته چې د سقوط په لومړیو ورځو کې شوې وه د افتاب راډیو پاتې وسایل د همدې کال د وږي په ۱۸ مه په نیلي کې زموږ له کوره استخباراتو ریاست ته یوړل شوو.»

حسني وویل له استخباراتو د پرلپسې غوښتنو وروسته، په دې وتوانېدل، چې د ضبط شویو وسایلو لست ترلاسه کړي.
سیمه ییزو مسؤلینو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي؛ مګر په دایکندي کې خبریالان د دې رسنیو له دفترونو غلا او همدارنګه د پاتې وسایلو او کاري توکو د ضبط پخلی کوي.
میرزا حسني د روان کال د غبرګولي په ۳ مه د طالبانو له مخالفانو سره د همکارۍ په تور د استخباراتو له لورې په هرات کې ونیول شو، هغه تور چې هغه وخت یې د کورنۍ له لورې په کلکه رد شو. میرزا حسني له شاوخوا ۴ میاشتو بند وروسته د تلې په ۱۷ خوشې شو او یو څه موده وروسته له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه ووته.
د دایکندي او افتاب خصوصي راډیو ګانو او د سبزها تلویزیون وسایل د دولتي شتمنۍ په بهانه په داسې حال کې ضبط کېږي، چې په دایکندي کې له دوه پاتې خصوصي رسنیو څخه یوه یې هم د استخباراتو له لورې بنده شوې ده.نسیم رادیو ۱۱ ورځې مخکې د سندرو خپرولو او له افغانستانه د باندې یوې رسنۍ د خپرنو د خپرولو له امله د استخباراتو له لورې وتړل شوه او په دې موده کې د دې راډیو د بیا پرانیستل کېدو برخه کې هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.
د افغانستان دخبریالانو مرکز هغه څه چې په دایکندي ولایت کې د خصوصي رسنیو سره پېښ شوي دي، د خپلواکو رسنیو د سیستماتیک ځپلو په سترګه ګوري او غندنه یې کوي.د افغانستان دخبریالانو مرکز له سیمه ییزې ادارې غواړي، چې د دې رسنیو د لوټل شویو وسایلو په اړه د څېړنې او بیرته سپارلو ترڅنګ او د ضبط شویو وسایلو په اړه په خپله پرېکړه له سره غور وکړي او هغه دې څښتنانو ته بېرته وسپاري او په ورته وخت کې دې نسیم راډیو ته فعالیت زمینه برابره کړي.

