
د ۱۴۰۱ غویي ۱۳ مه چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د مې له ۳ سره برابره ده
کابل- نن د مې درېیمه د ”رسنیو د خپلواکۍ نړیواله ورځ“ ده چې په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي. په همدې ورځ د افغانستان د خبريالانو مرکز په هېواد کې د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د نيولو او د رسنيو د بې ساري کمښت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او د دې بهیر د ناوړه پايلو په اړه يې خبردارى ورکړ.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز له خوا ثبت شوې شمېرې ښايي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې (د ۲۰۲۱ کال مې څخه تر ۲۰۲۲ کال مې پورې) په افغانستان کې لږ تر لږه ۴ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې درې یې (مینه خیري، د آریانا نیوز خبریاله او د رویترز خبري آژانس خبریال علیرضا احمدي او د جهان صحت ټلویزیون خبریاله نجمه صادقي) په کابل کې د دوو چاودنو له امله چې داعش ته منسوب شوي او یو بل (دانش صدیقي، د رویټرز عکاس) په کندهار کې د طالبانو او پخوانیو دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړې د پوښښ پر مهال وژل شوي دي، چې په دې قضیه کې طالبان په لاس لرلو تورن شوي دي.
پر دې سربېره د افغانستان د خبريالانو د مرکز له خوا ثبت شوې شمېرې ښیي چې په وروستیو ۱۲ مياشتو کې (د ۲۰۲۲ کال می تر پاه/ ١٤٠١د ثور د مياشتې) د رسنيو د کارکوونکو پر وژل کېدو سربېره، د خبريالانو او رسنيو پر وړاندې شاوخوا ۱۳۰ نورې پېښې ثبت شوې دي، چې ډېری يې له دې جملې څخه د «اسلامي امارت» د واکمنۍ له پیل څخه وروسته په تیرو اتو میاشتو کې له یو څخه تر څو ساعتونو او حتی یوې میاشت پورې د خبریالانو د موقتي نیونې او تاوتریخوالي شاوخوا ۹۰ قضیې ثبت شوي دي.
د افغانستان د خبريالانو د مركز د راپور له مخې، د روان كال د اسد مياشتې په ٢٤ نيټه د اسلامي جمهوريت له نسكورېدو وروسته په سلگونو نارينه او ښځينه خبريالان له هېواده وتلي دي او څه د پاسه ٦٠٠ رسنۍ په ځانګړي ډول راډيوګانې، ټلویزیونونه او چاپي خپرونې د شته ستونزو او په ځانګړې توګه د اقتصادي ستونزو او کاري محدودیتونو له امله تړل شوي دي. سربیره پردې، په سلو کې ٣٠ شاوخوا نورې رسنۍ د تړل کیدو په درشل کې دي او یوازې په ورځ یا اونۍ کې د څو ساعتونو لپاره په موقت ډول فعالیت کوي.
د افغانستان د خبريالانو د مرکز موندنې څرګندوي چې د اسلامي جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو په وړاندې د ګواښونو او تهديدونو د بې ساري زياتوالي ترڅنګ په دغه هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي زمينه هم په جدي توګه محدوده شوې ده او خبريالان سانسور ته اړ شوي دي.
دغه راز د خبريالانو لپاره د روغتيايي او کاري بيمې نشتوالى، اقتصادي ستونزه بله هغه عمده مسله ده چې په تېر کال کې د هېواد رسنۍ او خبريالان ورسره مخ وو. دا وضعیت په هیواد کې د وروستیو بدلونونو او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمیدو او د رسنیو د سوداګریزو اعلانونو د کمیدو په پایله کې د پام وړ زیاتوالی موندلی او ډېر شمېر خبریالان بې کاره شوي، معاشونو کې یې د پام وړ کموالی راغلی او یا حتی د څو میاشتو یې معاش نه دی اخیستی. د رسنیو لخوا د مصرف شوې بریښنا لوړه بیه، د فعالیت جواز په نوي کولو کې ستونزې او د مالیاتو جرمونه هغه نور مسایل دي چې په رسنیو یې سخت فشار راوړی او اوسنی بحراني وضعیت یې لاپسې کړکیچن کړی او پر رسنیو او خبریالانو د تاوتریخوالي او وضع شویو محدودیتونو زیاتوالي ته په پام د دې دوام به د هیواد د رسنیو ټولنه نوره هم کوچنۍ کړي.
د تېر یوه کال په موده کې (د ۲۰۲۰ کال له مې تر ۲۰۲۱ مې پورې) په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۱ پېښې ثبت شوې دي. خو د «اسلامي امارت» په دوره کې د خبریالانو او ازادو رسنیو پر وړاندې د زور زیاتي، د تاوتریخوالي د پېښو د زیاتوالي سربېره، په دې موده کې یو شمېر مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي. د رسنیو د ټولنې د قربانیانو شمېر چې په تیره دوره کې (د ۲۰۲۰ کال د می څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې) له ۱۱ کسان وو، په تېرو ۱۲ میاشتو کې (۲۰۲۱ – می ۲۰۲۲) کې څلورو تنو ته راټیټیدل یو مثبت پرمختګ دی.
په ورته وخت کې د «اسلامي امارت» له لوري د ډله ییزو رسنیو د قانون د تائید پر بنسټ اعلان او د خبریالانو پر وړاندې د خپلسرو کړنو د مخنیوي او د خبریالانو پر وړاندې د شکایتونو د قانوني لارو د حل په موخه د رسنیزو شکایتونو د کمیسیون د بیا راژوندي کولو هڅې د غور وړ دي. همدارنګه په دې وروستیو کې د «اسلامي امارت» د اړوندو وزارتونو او څانګو لپاره د ویاند د ټاکلو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د خبریالانو سره د اړیکو د ښه کولو او له هغوی سره د همغږۍ او همکارۍ په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅې د پرمختګ لپاره ګام ګڼل کیږي، خو دا هڅې ډېرې کمرنګې دي او د ژورنالیستانو او رسنیو د کاري شرایطو په ښه کولو کې اړین اغېز نه لري.
د افغان خبریالانو مرکز د «اسلامي امارت» په دوره کې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو او تاوتریخوالي سره مل نیونو د قضیو د زیاتوالي، پر خبریالانو د فشارونو زیاتوالی او د ازادو رسنیو لپاره د کاري فضا د محدودیت په پام کې نیولو سره د افغان خبریالانو مرکز د امارت له چارواکو غوښتي چې د قوانینو تصویب او پلي کولو لپاره، په ځانګړې توګه د ټولیزو رسنیو قانون او معلوماتو ته د لاسرسي قانون په اړه خپله ټینګه سیاسي ژمنتیا وښايي. په عین حال کې د حکومت او رسنیو د هغې ګډې کمیټې د بیا فعالولو اړتیا ده چې د اسلامی جمهوریت په وخت کښې د امنیت د تامین او د رسنیو د کارکونکو په وړاندې د تاوتریخوالی د پیښو د حل لپاره رامنځته شوې وه.

