په پاکستان کې افغان خبریالانو د دوی د پناه غوښتنې دوسیو ته د رسېدنې غوښتونکي شوو

۱۴۰۱ سرطان ۲۷ مه

اسلام اباد- لسګونه خبریالان چې د جمهوري نظام له سقوط او واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته پاکستان ته تللي وو، د غربي هیوادونو په ځانګړې توګه د کاناډا هیواد له لورې د دوی د پناه غوښتنې دوسیو ته د نه پاملرنې له امله لاریون وکړ.

لاریون کوونکو ویلي دي چې د اسلامي امارت له واک را روسته په ۱۱ میاشتو کې د هیواد ډیری رسنۍ تړل شوې دي او د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې کاري محدودیت او هغوی سره تاوتریخوالی خورا ډیر شوی دی.

لاریون کوونکو خبریالانو په پرېکړه لیک کې چې یوه کاپي یې د افغانستان خبریالانو مرکز رسېدلې راغلي دي:« موږ افغان خبریالانو چې د مرګ له ویرې پاکستان ته پناه را وړې، میاشتې کېږي چې په سختو ذهني- روحي حالاتو کې قرار لرو او له نامعلوم برخلیک سره مخ یو.»

لاریون کوونکي ویلي دي؛ چې د شاخوا ۳۵۰ خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو له ډلې، چې نیمایي یې په پاکستان کې د جلا وطنۍ شپې ورځې تیروي او پاتې نور یې په افغانستان کې د امارت تر حکومت لاندې په ویره کې ژوند کوي، په لوېدیځ کې د پناه ورکوونکو هیوادنو څخه د دوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو ته د ژر رسېدو غوښتنه کوي.

لاریون کوونکي خبریالان په ځانګړې توګه د کاناډا له حکومته غواړي چې له افغانستانه د ۴۰ زره کډوالو د منلو او دغه هېواد ته د هغو افغانانو د لېږدولو په برخه کې خپله ژمنه پوره کړي او هغوی په افغانسان کې له خطر سره د مخ وګړو په توګه دغه هیواد ته ولېږدوي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ مه د جمهوریت تر ړنګېدو او د اسلامي امارت د حکومت تر جوړېدو وروسته، سلګونه افغان خبریالان او رسنیز کار کوونکي امریکا، کاناډا او یا اروپایي هیوادونو ته لیږدول شوي؛ مګر لسګونه نور خبریالان په ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.