لوی اختر؛ نیول شوي خبریالان دې خوشې او محدودیتونه دې لیرې شي

۱۴۰۱ چنګاښ ۱۸ مه

کابل- د افغانستان خبریالانو مرکز، د هیواد ټولو خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو ته د لوی اختر مبارکي وایي.د افغانستان خبریالانو مرکز له رسنیو او خبریالانو د خپلواک ملاتړي بنسټ په توګه، د دې ویاړلې ورځې په ویاړ د «اسلامي امارت» له حکومته غواړي د ټولنیزو رسنیو قانون د عملي کولو؛ تر څنګ چې هغه یې تائید او د عملي کولو وړ بللی، نیول شوي خبریالان له قید و شرط پرته خوشې کړي او په ورته وخت کې له خپرونو وړاندې او وروسته ازادي رعایت کړي او په دې برخه کې لګول شوي سخت محدودیتونه لرې کړي.

اوس مهال لږ تر لږه څلور خبريالان او د رسنيو کارکونکو له ډلې په هرات کې د نوروز راډيو پخوانی همکار خالد قادري، په دایکندي ولایت کې د افتاب راډيو مسؤل او سیمه ییز خبریال ميرزا ​​حسني د ګردېز راډيو مسوول جمال الدين دلدار په پکتيا او د پژواک خبريال عبدالحنان محمدي د کاپيسا ولايتو په بند خونو کې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز له اسلامي امارت غواړي چې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څیړلو کمیسیون د ډلييزو رسنیو د قانون له مخې بيا فعال کړي او د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو هر ډول شکایت ته د همدې کمیسیون له لارې رسيدګي وکړي.