له عزیز الله پوپل څخه د «امریکا غږ» د سوېلي او مرکزي آسيا څانګې ستاینه

له عزیز الله پوپل څخه د «امریکا غږ» د سوېلي او مرکزي آسيا څانګې ستاینه

۱۳۹۷ د چنګاښ ۹مه

کندهار-- په کندهار کې د امریکا غږ خبریال عزیز الله پوپل دوه راپورونه په سوېلي او مرکزي اسیا کې د یادې رسنۍ کلنيو سیالیو کې د غوره راپورونو په توګه جایزې ترلاسه کړې.

له یادو راپورونه څخه یو یې د هغه کس په اړه دی، چې خپل ټول ژوند یې په ماینونو پوښلو ځمکو د پاکولو لپاره وقف کړی دی او دوهم راپور یې د کندهارۍ فالودې په تړاو جوړ شوی دی.

عزیز الله پوپل وایي، چې یاد راپورونه په سوېلي او مرکزي اسيا کې د امریکا غږ راډیو او تلویزیون کلنۍ سیالۍ ته نوماند شوي وو او د یادې سیالۍ د غوراوي پلاوي له لوري د غوره راپورونو په توګه وپېژندل شول.

azizullah popal 2

عزیز الله پوپل د چنګاښ په ۶مه د متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې په جوړو شویو مراسمو کې خپله جایزه ترلاسه کړې ده.

د امریکا غږ راډیو او تلویزیون سویلي آسیا او مرکزي اسیا کې افغانستان، هند، بنګلادیش، پاکستان، ایران، اذربایجان او ترکیه شاملېږي.

عزیز الله پوپل د هېواد له هغو خبریالانو څخه دی، چې په کندهار کې ژوند کوي.

هغه د سوېلي ولایتونو څخه د امریکا غږ راډیو او تلویزیون لپاره راپورونه چمتو کوي او ورته مهال د افغانستان د خبریالانو مرکز د استازي په توګه هم فعالیت کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یادې جایزې په ترلاسه کولو کې د ښاغلي پوپل بریالیتوب د ارزښت وړ بولي. سره له دې چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول نا امنو ولایتونو کې د خبریالۍ مسلکي کار له ستونزو او ننګونو سره مل دی، په دې شرایطو کې د خبریالانو د مسلکي فعالیت پېژندل او په بېلابېلو برخو کې یې هڅول د دې لامل کېږي، چې خبریالان په غوره او قوي روحیه کار وکړي او خپل مسلکي رسالت په ښه توګه ترسره کړي.