په کندهار کې د طلوع نیوز خبریال محمدیار مجروح بندي شوی دی

۱۴۰۱ سلواغې ۲۷ مه

کندهار - په کندهار ولایت کې د طلوع نیوز تلویزون سیمه اییز خبریال محمد یار مجروح د دې ولایت د استخباراتو له لورې نیول شوی دی. د افغانستان خبریالانو مرکز د مجروح  نیول کیدو باندې د خپلې جدي اندیښنې د څرګندولو تر څنګ، له قید او شرط پرته د دې خبریال سمدستي خوشې کولو غوښتونه کوې.

په کندهار کې یوې ځایي سرچينې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي دي چې مجروح تېره ورځ د کندهار ولایت استخباراتو ادارې ورغوښتی او نیولې دی. د دې سرچینې په وینا تر اوسه د دې خبريال د نیول کېدو دلیل مشخص نه دی.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د مجروح نیونه د هیواد ټولیزو رسنیو د قانون خلاف ګڼي او غندي یې او د کندهار له سیمه ییزو چارواکو غواړي چې دا خبريال له کوم قید او شرط پرته ژر تر ژره خوشې کړي او اجازه دې ورکړي چې خبریالان په خپلواکه توګه او د نیول کیدو له ویرې پرته خپل کار ته ادامه ورکړي.

د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې، خبریالان په خپل مسلکي کارونو په ترسره کولو کې خپلواک دي او مسؤلین باید د هغوی په کار کې محدوديت رامنځ ته نه کړي او نه هغوی وګواښي؛ بلکې باید له هغوی ملاتړ وکړي.

په ورته مهال، د افغانستان دخبریالانو مرکز اطلاعات ښیي چې پر مجروح سربېره لږ تر لږه درې نور خبریالان اوس هم په بند کې دي. خوست کې د زرغون تلویزیون خبریال قدرت الله ترار د لړم له ۲۰ مې، افغان ـ فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د جدي له ۱۷ مې او په جلال اباد کې ورزشي خبریال خيرالله پرهر د جدي له ۱۹ مې تر اوسه په بند کې دي.

له سیمه ییزو سرچینو لاسته راغلي معلومات ښيي چې نیول شوي خبریالان د څېړنو او ګرویګنو لپاره کابل ته وړل شوي دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له «اسلامي امارت» څخه غواړي چې د ټوليزو رسنیو د قانون پر بنسټ چې هغه یې تائید کړی دی، له رسنیو او خبریالانو څخه هر ډول شکایت ته د رسنيزو سر غړونو او شکایتونو د څیړلو کمیسیون له لارې رسیدګي وکړي.