په کندهار کې د څلور سیمه ییزو ریپوټرانو نیول غیري قانوني دي؛ ژر تر ژره دې خوشې شي

۱۴۰۰ زمري ۴ مه

کندهار- د افغانستان دخبریالانو مرکز د طالبانو له یو قومندان سره له مرکې وروسته د څلور سیمه ییزو ریپوټرانو په نیولو اندېښنه ښایي او د کندهار سیمه ییزې ادارې څخه غواړي چې نیول شوي خبریالان خوشې کړي.

په کندهار کې د افغانستان دخبریالانو مرکز استازی عزیزالله پوپل وایي د «ملت غږ» راډیو کار کوونکي بسم الله وطن دوست، قدرت الله سطاني او مجیب عبیدي او ازاد ریپورټر ثناء الله صیام د ملي امنیت ادارې له لورې نن ورځ د کندهار په ښار کې نیول شوي دي.

د هغه په وینا؛ دې کسانو تیره ورځ په سپین بولدک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډلې سره د مخ کېدو وروسته، د دې ډلې د یو قومندان سره چې د دې ولسوالۍ واک په لاس کې لري په دې سیمه کې د وروستیو پېښو په اړه مرکه کړې وه.

د افغانستان دخبریالانو مرکز؛ په کندهار کې د امنیتي ادارو له لورې د دې څلور ریپورټرانو نیونه غیري قانوني ګڼي او له شرط پرته د هغوی د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کوي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرایي رئیس احمد قریشي وویل: « په کندهار کې خبریالانو سره شوی چلند او نیونه غیري قانوني ده او زموږ د اندېښنې لامل دی، له سیمه ییزې ادارې غواړو چې نیول شوي خبریالانو ژر خوشې کړي.»

هغه زیاته کړه:« موږ په ورته وخت کې د ټولیزو رسنیو د قانونو له مخې د رسنیو او خبریالانو د کړنو په اړه د شکایت حق هر شخص او مرجعې لپاره خوندي ګڼو او موږ غوښتنه کوو که چیرې د دغه خبریالانو د کړنو په اړه شکایت شتون ولري، د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو رسېدو کمېسیون ته دې وړاندې شي او د شکایت پروسه باید په قانوني ډول د دې کمېسیون له لارې تعقیب شي.»

د ټولیزو رسنیو د قانون په اساس، رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ته د رسېدو ځانګړی کمېسیون(په همدې نوم) د اطلاعاتو او کلتور وزیر په مشرۍ او د اړوندو بنسټونو له جملې د بشرحقونو کمېسیون، د خبریالۍ بنسټونو او د حقوق پوهانو د استازو په غړیتوب فعالیت کوي. د شکایتونو دا کمېسیون له رسنیو او خبریالانو او د هغوی د سرغړونو په څېړلو ، شرایطو ته په پام سرغړونکي ته توصیه، اخطار او یا د عدلي تعقیب لپاره اړوند ادارو ته ورپېژني.»