
۱۴۰۲ زمري ۲۳
کندهار- په هېواد کې د خبريالانو د نيونې د نوې څپې په دوام په کندهار کې د طلوع نيوز خبريال عطاالله عمر، خپلواک خبریالان وحيد الرحمن افغان مل او شمس الله عمري پرون په دې ولایت کې نیول شوي دي. افغان مل نن ماښام خوشې شو خو د نورو دوه خبریالانو برخلیک معلوم نه دی.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د دغو خبريالانو پر نيول کېدو د ژورې خواشينۍ په څرګندولو سره، د وحيدالله افغان مل د خوشې کېدو هرکلى کوي او د عطاالله عمر او شمس الله عمري د ژر تر ژره او بې شرطه خوشې کېدو غوښتنه کوي.
تر اوسه د دغو ۳ خبریالانو د نیولو څرنګوالی او لامل نه دی روښانه شوی او سیمه ییزو چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
په کندهار کې د دغو درېيو خبريالانو په نيول کېدو سره په تېرو لسو ورځو کې په ټول هېواد کې د نيول شويو خبريالانو شمېر ۸ تنو ته ورسېد. په دې موده کې په غزني کې د باختر خبري اژانس خبريال سيد وحدت الله ابدالي، په ننګرهار ولايت کې د کليد راډيو خبريالان فقير محمد فقيرزی او جان اغا صالح، په کندز ولايت کې د سلام وطندار راډيو خبريال حسيب حساس او په پکتیا ولایت کې د آریانا نیوز تلویزیون خبریال حبیب الله سراب نیول شوي، چې لا هم په زندان کې دي.
له دې اته خبریالانو سره، د هغه خبریالانو شمېر چې په زندان کې دي ۱۱ تنو ته رسېږي. په نورو زنداني شویو خبریالانو کې افغان اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي، چې د تیر کال په جدي کې په کابل کې ونیول شو، دوه ازاد خبریالان چې د خوندیتوب له امله یې هویت نه شي خپرېدلای، یو یې د پنځو میاشتو او بل د یوې میاشتې راهیسې او همدارنګه په فارياب ولایت کې د ممتاز راډيو مسؤل مدير امین الله عالمي، چې درې اونۍ وړاندې نیول شوي شامل دي.
د طالبانو د واکمنۍ په دوو کلونو کې د رسنیو د ازادۍ د وضعیت په اړه د افغانستان دخبریالانو مرکز د دوه کلن راپور له مخې، چې نن د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې په مناسبت خپور شو، په روستیو دوه کلونو کې په هیواد کې لږ تر لږه ۱۷۷ خبریالان نیول شوي دي.

