د کندهار رسنیو ته نوې لارښوونې: د ښځو غږ مه خپروئ او د امارت مشر ته امیرالمؤمنین ووایئ

د کندهار رسنیو ته نوې لارښوونې: د ښځو غږ مه خپروئ او د امارت مشر ته امیرالمؤمنین ووایئ

 ۱۴۰۳ د کب ۲۸

کندهار – د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنیو لپاره د څو نویو لارښوونو په صادرولو سره، نور محدودیتونه هم وضع کړي دي. دې ادارې د ښځو د غږ خپرول په مطلق ډول منع کړي او رسنۍ یې مکلفې کړي، څو له دې وروسته د حاکمې ادارې له مشر څخه د "عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله" په نوم یادونه وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې تازه لارښوونو یوه کاپي ترلاسه کړې، چې پرون په رسمي ډول د دې ولایت رسنیو ته استول شوې وې. په دې مکتوب کې، چې سرلیک یې "د کندهار راډیوګانو ته لازمې لارښوونې" دی، لاندې څلور لارښوونې راغلي دي:

۱- په راډیویي خپرونو او راپورونو کې باید د اسلامي امارت د مشر لپاره "عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله" او د حکومت لپاره "اسلامي امارت" وکارول شي.

۲- په راډیوګانو کې د ښځو غږ په مطلق ډول منع دی او په تفریحي پروګرامونو کې دې هم د ښځو پیغامونه نه خپرېږي.

۳- د عامې روغتیا ریاست د رسمي اجازه لیک پرته د هر ډول درملو، ارایشي کریمونو، پوډرونو او د کلینیکونو او روغتونونو اعلاناتو خپرول منع دي.

۴- هغه راډیویي کارکوونکي چې د راپورونو او پروګرامونو د جوړولو لپاره د کندهار ښار او ولسوالیو ته سفر کوي، باید د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست رسمي اجازه لیک ولري.

د دې نوې لارښوونې له مادو څخه، د لومړۍ مادې لومړی بند نوی دی او تر اوسه نه یوازې په کندهار، بلکې په هېڅ بل ولایت کې هم تر اوسه په مکتوبي، ښکاره او رسمي بڼه له رسنیو نه وو غوښتل شوي، چې د حاکمې ادارې له مشر څخه د "عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله" په نوم یادونه وکړي؛ که څه هم، په مختلفو سیمو، په ځانګړي ډول کابل کې، پر رسنیو د دې لقب د کارولو لپاره فشارونو شتون درلود.

د حاکمې ادارې لپاره د «اسلامي امارت» د نوم کارولو لپاره د رسنیو اړ ایستل، چې د دې مادې په دوهم بند کې یادونه شوې، نوی نه دی، بلکې د طالبانو د بیا واکمنېدو له لومړیو ورځو راهیسې رسنیو ته ابلاغ شوی و.

سره له دې، په کندهار کې د ښځو د غږ پر خپرولو پرېکنده بندیز، د دې ولایت په کچه نوی دی. تر دې وړاندې، د کندهار رسنۍ د ښځو د غږ د خپرولو له محدودیتونو سره مخ وې، خو کولای یې شول ځینې اعلاناتو یا هغه پروګرامونو کې چې په کابل کې چمتو شوي وي او د ښځو غږ پکې وي، د ښځو غږ خپور کړي.

کندهار له هلمند وروسته دويم ولایت دی، چې د ښځو د غږ خپرول په رسمي او بشپړ ډول منع کوي. په کندهار کې دا مهال هېڅ سیمه‌ییز تلویزیون شتون نه لري، د ملي تلویزیون ولایتي څانګه، چې د زمري میاشتې په پای کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز له امله وتړل شوه، اوس د راډیو بڼه غوره کړې ده. د دې راډیو ترڅنګ، د څانګه، زما، وړانګه، تبسم، زیور، ملت ږغ، هېواد ژغ، سما، تعلیم‌القرآن، تحصین‌القرآن او احساس ږغ راډیو په ګډون لس خصوصي راډیو ګاڼې فعالیت لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندهار کې پر رسنیو د نویو محدودیتونو تحمیلول غندي او یاد کار د ازادو رسنیو د ځپلو د سیاست د ژورېدو ښکاره نښه بولي، چې لا له وړاندې د غیر قانوني محدودیتونو سره مخ دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز باور لري چې محدودیتونو او سانسورونو په بې‌ساري توګه زیاتېدل، د سیمه‌ییزو رسنیو پایښت، چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، په جدي ډول له خطر سره مخ کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له حاکمې ادارې غواړي، چې د خلکو پر روح او روان، د بیان آزادۍ او رسنیو د ځپلو بدې پایلې، جدي وګڼي او د بیان آزادۍ ته، چې د اسلام له نظره هم د درناوي وړ او یو بنسټیز بشري حق دی، درناوی وکړي.