په کندهار کې ازاد خبریال شمس الله عمري له ۱۰ ورځو بند وروسته خوشې شو

۱۴۰۲ وږي ۱

کندهار- په کندهار ولایت کې سیمه ییز خبریال شمس الله عمري، چې ۱۰ ورځې مخکې نیول شوی و خوشې شو. د افغانستان دخبريالانو مرکز د عمري د خوشې کېدو د هرکلي په ترڅ کې د طلوع نيوز د خبريال عطا الله عمر په ګډون، چې په کندهار کې له عمري سره نيول شوى و، په هېواد کې د نورو نيول شويو خبريالانو د ژر او بې شرطه خوشې کېدو غوښتنه کوي.

په کندهار کې يوې ځايي سرچينې د افغان خبريالانو مرکز ته وويل، چې شمس الله عمري نن خوشې شو. تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې دغه سيمه ييز خبريال څنګه خوشې شو او هغه احتمالي شرایط چې د هغه د خوشې کیدو لامل شوي څرګند نه دي.ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د زمري په ۲۲ مه په کندهار کې د استخباراتو له لورې د درې سیمه ییزو خبریالانو له ډلې د طلوع نیوز خبریال عطا الله عمر او خپلواک خبریالان وحید الرحمان افغان مل او شمس الله عمري ونیول شوو. افغان یوه ورځ وروسته خوشې شو مګر عطاالله عمر لا هم په بند کې دی. د ځینو سیمه ییزو سرچینو په وینا دغه خبریالان له هغو رسنیو سره،د همکارۍ په تور نیول شوي، چې د طالبانو له خوا له د بندیز  په لست کې دي او له هېواده بهر فعالیت کوي.

د افغانستان دخبريالانو مرکز د شمس الله عمري پر خوشي کېدو د خوښۍ په څرګندولو سره وايي، چې د هغه نيول کېدل د قانون خلاف کار دى او بايد ازادي یې ترې نه وه سلب شوې. په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره په هېواد کې نیول شوي نور خبریالان بې قید او شرطه خوشې کړي او خبریالانو ته اجازه ورکړي چې د هېواد د ډله ییزو رسنیو له قانون سره سم له ځان سانسورونې، ډار او وېرې پرته چاپیریال کې کار وکړي.

په تېرو دوو اوونیو کې د یوه ایراني عکاس په ګډون ۱۲ خبریالان د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نیول شوي دي، چې اته یې لا هم په بند کې دي. د افغانستان خبريالانو مرکز معلومات ښيي، چې په دې وروستيو مياشتو کې څلور نور خبريالان چې نيول شوي هم په بند کې دي، چې په دې سره په ټول هېواد کې د بندي خبريالانو او رسنيو د کارکوونکو شمېر ١٢ تنو ته رسېږي.