راډیو څانګه. سرچینه: AFJC
۱۴۰۵ د غبرګولي ۳مه
کندهار ـ په کندهار کې د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هغه څه په تور چې دوی یې د مالیې نه ورکول او غیر معیاري خپرونې بولي، د درېیو سیمهییزو راډیوګانو دفترونه تړلي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز دا اقدام په هېواد کې د ازادو رسنیو د ځپلو د روان بهیر یو بله څرګنده بېلګه بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
په کندهار کې د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن په خپل اکس پاڼه کې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اړوندو ادارو په همغږۍ د تحسینالقرآن، څانګه او زما زیور راډیوګانو دفترونه د رسمي جواز نه لرلو، د څو کلونو راهیسې د مالیې نه ورکولو او غیر معیاري خپرونو له امله تړلي دي. د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست همداراز ویلي، چې ملت ژغ او وړانګې راډیوګانو د دغو رسنیو اوسنیو مسؤولینو ته د مسؤولیت د انتقال قانوني بهیر نه دی بشپړ کړی او باید تر ټاکلې مودې پورې په دې برخه کې اقدام وکړي. یادې اداری نورو سیمهییزو راډیوګانو ته هم خبرداری ورکړی چې خپلې خپرونې دې له اسلامي اصولو او اخلاقو سره سمې مخ ته یوسي.
یوه سیمهییز خبریال چې دا موضوع یې له نږدې څارلې، د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې د دغو درېیو راډیوګانو دفترونه نن د اطلاعاتو او کلتور، استخباراتو او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د استازو په شتون کې تړل شوي دي.
د یوې راډیو مسؤول وویل، چې د مالیاتي پورونو او غیر معیاري خپرونو ادعاوې، په ځانګړي ډول د څانګه او زما زیور راډیوګانو په اړه، سمې نه دي او یوازې د دغو دوو ازادو رسنیو د تړلو لپاره پلمه جوړول دي. نوموړي زیاته کړې چې د جواز د تمدید د بهیر په یوه برخه کې د استخباراتو تایید ته اړتیا وي، خو همدې ادارې د ځینو غوښتنلیکونو د طی مراحل کېدو مخه نیولې ده.
همداراز، په کندهار کې یو بل سیمهییز خبریال وویل، واکمنې ادارې د تحسینالقرآن راډیو چې ویل کېږي د مالیاتي پورونو لري، د تړلو اقدام د یوه پوښښي ګام په توګه کارولی، څو داسې وښيي چې حتی له هغو راډیوګانو سره هم یو شان چلند کوي چې نوم او محتوا یې بشپړه دیني بڼه لري، خو د نوموړي په خبره، په دې برخه کې جدي ابهامونه موجود دي.
په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، په هېواد کې پر خبریالانو او رسنیو محدودیتونه په بېساري ډول زیات شوي او ګڼ شمېر رسنۍ تړل شوې دي. کندهار د واکمنې ادارې د قدرت د مرکز په توګه، پر رسنیو د لا ډېرو فشارونو او محدودیتونو شاهد پاتې شوی دی. د دغو محدودیتونو له مهمو بېلګو څخه په دې ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو او انځوریزو مرکو او په رسنیو کې د ښځو د غږ پر خپرولو بشپړ بندیز دی، چې په ۱۴۰۳ کال کې اعلان شو.
اوس مهال، له ملي راډیو پرته، په کندهار کې لس نورې خصوصي سیمهییزې راډیوګانې فعالیت لري، چې له بېساري محدودیتونو او د سوداګریزو اعلانونو د عوایدو له جدي کمښت سره مخ دي.
په وروستۍ ورته پېښه کې، تېره اوونۍ په بامیان ولایت کې د بامیان خصوصي راډیو هم د ورته تورونو له امله د استخباراتو له لوري وتړل شوه.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندهار کې د واکمنې ادارې له لوري د تحسینالقرآن، زما زیور او څانګه راډیوګانو د تړلو اقدام په کلکو ټکو غندي. دغه خپلواک بنسټ له واکمنې ادارې غواړي چې د بېځایه محدودیتونو، پلمو جوړولو او د رسنیو د جوازونو د تمدید په بهیر کې د خنډونو د رامنځته کولو پر ځای، په رښتینولۍ عمل وکړي او د رسنیو د ازادۍ د ځپلو سیاست ته د پای ټکی کېږدي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د ازادو رسنیو فعالیت د ټولنې له جدي اړتیاوو څخه ګڼي او پر دې باور دی چې له یوغږیز سیاست سره د ټولنې په همغږي کولو کې د واکمنې ادارې هڅې د پام وړ پایله نه لري او باید ټولنې ته له ډېر زیان رسولو څخه د مخنیوي لپاره ژر تر ژره دې بهیر ته د پای ټکی کېښودل شي.

