د عبدالمنان ارغند د قتل په تور دوه تنه په اعدام محکوم شول

د عبدالمنان ارغند د قتل په تور دوه تنه په اعدام محکوم شول

۱۳۹۸ د وري ۲۶مه

کندهار: لویه څارنوالي وایي، چې د کابل ولایت ابتدائيه محکمې د کابل نیوز تلویزیون خبریال عبدالمنان ارغند د قتل په جرم دوه تنه په اعدام محکوم کړي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي، چې لویې څارنوالۍ د عبدالمنان د قتل د څرنګوالي اړوند له څېړنو وروسته د هغه دوسيه چې په کې د تورنو کسانو لپاره د سزا غوښتنه شوې وه، محکمې ته وسپارله او ابتدائیه محکمې د وري په ۱۷ په یوه قضایي جلسه کې د یادې پېښې دوه تنه تورن د جزا کوډ د ۲۶۷ مادې پر بنسټ په اعدام محکوم کړي دي.

د کابل نیوز سیمه‌ییز خبریال عبدالمنان ارغند د ۱۳۹۷ کال د غویي په ۵مه نېټه د کندهار ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د ناپېژانده وسله والو له لوري په ډزو ووژل شو.

د لویې څارنوالۍ د ویاند په وینا، د عبدالمنان ارغند کورنۍ او د افغانستان د خبریالانو فدراسیون په کابل کې د یادې قضیې د څېړلو غوښتنه کړې وه، چې په همدې بنسټ او د لوی څارنوال په غوښتنه، د یادې قضیې دوه تورن، چې د امنیتي ځواکونو له لوري په کندهار کې نیول شوي وو له دویسو سره کابل ته ولېږدول شول.

رسولي زیاته کړه، چې لویې څارنوالۍ تر دې دمه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي څه باندې ۵۰ قضیو ته، چې په کې د خبریالانو وژنې قضیې هم شاملې دي، رسېدنه کړې ده. هغه روښانه کړه، چې لویه څارنوالۍ له خبریالانو او بیان ازادي څخه ملاتړ ته ژمنه ده او یو ځل بیا ډاډ ورکوي، چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتريخوالي قضيو ته د رسېدنې په برخه کې به په جدیت او قاطعیت عمل کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قريشي د لوی څارنوال تعقیب او د ارغند د قتل اړوند د تورنو کسانو له لېږدولو څخه د هرکلي ترڅنګ په یوه بیانیه کې وویل:« باید د عبدالمنان ارغند د ترور اړوند قضیه کې عدالت تأمین شي او موږ د امنیتي ځواکونو، څارنوالۍ او محکمې له هڅو څخه د مننې ترڅنګ یاده قضیه تر وروستیو پرېکړو تعقیب کړو.»

هغه زیاته کړه:« په داسې حال کې، چې په هېواد کې د جنګ د دوام له امله خبريالان او رسنۍ له پخوا ډېرې د هدفي بريدونو موخه ګرځي، موږ د افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو د رسنیزې ټولنې اندېښنې ته په جدیت پام وکړي او د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب ته په لومړيتوب ورکولو سره د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او وژنې د ترسرکونکو له مجازاتو څخه د معافیت دود ته د پای ټکی کېږدي.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښيي، چې په تېرو دوو لسیزو کې په هېواد کې څه باندې ۱۰۰ خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي، چې د یادو پېښو څه باندې ۹۵ سلنه ترسره کوونکي له مجازاتو څخه معاف پاتې شوي دي. یوازې په تېر کال(۱۳۹۷) کې د دوو رسنیزو کارکوونکو او ۱۸ خبریالانو په ګډون ۲۰ تنو د هغو بریدونو په پایله کې چې مسؤولیت یې داعش او یا طالبانو پر غاړه اخیستی خپل ژوند له لاسه ورکړي او په یاده موده کې لږ تر لږه ۱۸ تنه نور ټپيان شوي هم دي.