۳۰ وری ۱۳۹۱
کندهار: کندهار ولایت کې د مېرمن راډیو مسوول مدیره مریم درانۍ د ټایمز مجلې له لورې په ۲۰۱۲ کال کې په نړیواله کچه د ۱۰۰ تاثیر ناکو ښځو ډله کې وشمېرله.
ټایمز مجلې د میرمن دواني په اړه یو مطلب کې لیکلي، چې د یوې سیمه ییز راډیو څښتنې په توګه په کندهار کې د ښځو اړوند مسایلو باند تمرکز لري او همدارنګه د ولایتې شورا استازې په توګه په پوره مېړانه په دغه سیمه کې د ښځو حقونو لپاره کار کوي.
دې نړیوالې نشریې ویلي: « طالبان چې په ټولنه کې د ښځو په ډیر کم رول باور لري، هغه خپله موخه ګرځولې ده.»
ټایمز زیاته کړې چې مریم دراني تر اوسه څوځله د هغه د وژنې له هڅو ژوندې را وتلې ده.
۲۷ کلنه مېریم دورانۍ د مېرمن راډیو او ولایتي شورا غړیتوب پرته، د خدیجه الکبری په نوم غیرې دولتي موسسې چې د ښځو برخه کې فعالیت کوي مشري هم په غاړه لري.
مریم درانۍ تیر کال کب میاشت کې د زړه ورې ښځې جایزه ترلاسه کړې وه.
دا جایزه هر کال هغه ۱۰ ښځو ته ورکول کیږي، چې د زړه ورتیا مثال یې له ځانه ښودلی وي او یا د ټولنه کې د ښځو حقونو او موفق ښه کولو لپاره هڅې کړې وي.
د ټایمز د ۱۰۰ تاثیر لرونکو ښځو نوملړ لومړی ځل په ۱۹۹۹ کال د ۲۱ مې پېړۍ اغېزناکو کسانو په پېژندلو نشر شو او د ډیرې مینې له امله ۲۰۰۴ کې دې مجلې پرېکړه وکړه چې هغه به هر کال خپروي.
له هغې را وروسته دې نوملړ کې هر کال هغه ۱۰۰ تنه چې په دې کال کې له ټولو ډیر اغیزناک و معرفي کوي.
په ۲۰۱۱ کال کې د هرات ولایت څارنواله ماریا بشر او د موبي ګروپ څښتن او رئیس هغه دوه افغانان و، چې د ټایمز مجلې ۱۰۰ اغېزناکو اشخاصو نوملړ کې ځای نیولی و.

