
له خي اړخه چپ لوري ته: پکتیا ولایت کې د اریانا نیوز خبریال حبیب الله سراب، په کونړ کې ازاد خبریال پرویز څرګند او په ارزګان کې د ملي تلویزیون خبریال شاه محمود همدرد له بنده خوشې شوي دي.
۱۴۰۲ وږي ۱۱
کابل- په پکتیا کې د آریانانیوز خبریال حبیب الله سراب، په کونړ کې ازاد خبریال پروېز څرګند، چې په کابل کې بندیان وو، له درېیو اوونیو وروسته نن خوشې شول. دغه راز په يوه بله پېښه کې په اروزګان کې د ملي تلويزيون خبريال شاه محمود همدرد چې په دغه ولايت کې بندي و، خوشې شوى دى. د افغانستان دخبريالانو مرکز د دغو خبريالانو د خلاصون د هرکلي په ترڅ کې د لږ تر لږه د يو خبريال او بل رسنيز کارکوونکي، چې لا هم په بند کې دي د ژر تر ژره او بې قید شرطه خوشې کېدو غوښتنه کوي.
سرچینو د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل، چې په پکتيا کې د اريانا نيوز تلويزيون خبريال حبيب الله سراب او په کونړ کې خپلواک خبريال پروېز څرګند د شنبې په ورځ له غرمې مخکې د کابل د استخباراتو له زندان څخه خوشې شوي دي. د يادو سرچينو په وينا، دغه خبريالان د ضمانت په ورکولو او له «منع شویو رسنیو» سره د کار نه کولو په اړه د طالبانو د حکم په رعايتولو سره له بنده خوشې شوي دي. طالبانو په غیر رسمي ډول له افغانستان څخه بهر د ځینو نویو تاسیس شویو رسنیو سره چې د هیواد وضعیت تر پوښښ لاندې راولي، همکاري بنده کړې ده.
پکتیا ولایت لپاره د اریانا نیوز تلویزیون سیمه ییز خبریال حبیب الله سراب د روان کال د زمري میاشتې په ۱۹ مه نیټه د پکتیا ولایت د استخباراتو ریاست لخوا د دې ولایت په مرکز ګردیز کې ونیول شو او په کونړ ولایت کې خپلواک خبریال پرویز څرګند هم پر همدې ورځ د استخباراتو له لورې د دې ولایت په مرکز اسعداباد کې ونیول شو.
بلخوا په اروزګان کې سيمه ييزو سرچينو د افغانستان د خبريالانو مرکز ته ويلي چې په دغه ولايت کې د ملي تلويزيون خبريال شاه محمود همدرد چې د اسد په ٢١مه په ترينکوټ کې نيول شوى و، هم خوشې شوى دى. د دې سرچینو په وینا د ارزګان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې همدرد د یو غیري رسنیز کار له امله نیول شوی و.
د طالبانو د «اسلامي امارت» چارواکو تر اوسه د خوشي شویو خبریالانو او د هغوی د خوشي کېدو د شرایطو په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د دغو دريو خبريالانو د خوشي کيدو هرکلى کوي او په ډاګه کوي، چې د دوى نيول په لومړي سر کې غير قانوني وو او بايد ازادي یې ترې نه وای اخیستل شوې. د افغانستان خبریالانو مرکز وايي چې د خبریالانو پر وړاندې هر ډول شکایت باید د ټولیزو رسنیو د قانون او د رسنیزو سرغړونو او د شکایتونو د څېړنو د کمېسیون له لارې تعقیب شي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز اطلاعات ښیي، چې اوس مهال لږ تر لږه یو خبریال او د یوې ملي راډیو مسؤل مدیر په ګډون افغاني اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي، په فاریاب ولایت کې د ممتاز راډیو مسؤل مدیر امین الله عالمي تر اوسه په بندخونه کې دي او سربیره پر دې د ایراني خبري عکاس محمد حسین ولایتي د وضعیت په اړه، چې ویل کېږي د وږي د میاشتې له ۴ مې نېټې له نیول کېدو یوه اوونۍ وروسته په کابل کې د ایران سفارت ته سپارل شوی، خو «ممنوع الخروج دی» په اړه یې تازه معلومات نشته.

