
۱۴۰۱ لړم ۲۷ مه
کابل- كاناډا او هالنډ د بيان د ازادۍ د نړيوال ايتلاف د ګډ ریاست په توګه د جمعې په ورځ په يوه اعلاميه كې اعلان وكړ، چې په دغه ايتلاف كې د افغانستان غړيتوب لغوه شوى دى.
د بیان د ازادۍ نړیوال ایتلاف (MFC) په اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان د جمهوري ریاست د حکومت پر مهال د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په میاشت کې د دغه ایتلاف غړی شو او ژمنه یې وکړه چې د بیان د ازادۍ په برخه کې به خپل نړیوال مسوولیتونه ادا کوي.
په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان د غړیتوب د لغوه کولو پریکړه د ائتلاف له غړو سره په مشوره او د دغه ائتلاف د غړیتوب له شرایطو سره سمه شوې ده.
ائتلاف ویلي دي چې غړي یې د خپلو نړیوالو ژمنو درناوي او عملي کولو ته ژمن دي او که یې ونه کړي غړو ته ځواب ویونکي دي.
د بیان د آزادۍ نړیوال ایتلاف د ۲۰۱۹ کال په جولای میاشت کې جوړ شو او اوس ۵۱ غړي هیوادونه لري.
د بیان د ازادۍ نړیوال ایتلاف ویلي دي: «ایتلاف ته څرګنده ده چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت له بده مرغه اوس د نړیوالو له ژمنو سره سم نه دی او د رسنیو د ازادۍ اوسنی وضعیت د اتلاف له جدي اندېښنونو څخه دی.»
د بیان په دوام کې راغلي: «طالبانو د واک له اخیستو راهیسې د رسنیو پر ازادۍ جدي محدودیتونه وضع کړي، چې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب او هوساینه یې له خطر سره مخامخ کړې ده. د خبریالانو د ځورونې، بریدونو او توقیف دوام او له رسنیو څخه د ښځو وتل د دې لامل شوې، چې د رسنیو خپلواکي په چټکۍ سره زیانمنه کړي او هره ورځ د خبریالانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.»
له دې سره سره د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف یادونه کړې چې په افغانستان کې به د رسنیو د ازادۍ وضعیت له نږدې څاري.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د وضعیت په اړه د بیان د ازادۍ د نړیوال ایتلاف اندېښنه پرځای ګڼي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د راپور له مخې، د «اسلامي امارت» د یوه کلنې واکمنۍ په موده کې ( د ۱۴۰۰ زمري ۲۴ مې تر ۱۴۰۱ زمري ۲۴ چې د ۲۰۲۱ اګسټ ۱۵ مې تر ۲۰۲۲ اګست ۱۵ مې سره سمون خوري) د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې لږ تر لږه ۲۴۵ پېښې شوې دي، چې نیونه، فزیکي تاوتریخوالی، ګواښ، ډارونه، ټپي کونه او تر دې چې دوه تنه خبریالانو پکې خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ښيي چې د امارت د واکمنۍ په یو کال کې له یو څخه تر څو ساعتونو یا څو ورځو او میاشتو پورې له تاوتریخوالي او ګواښونو سره د موقتي نیونې لږ تر لږه ۱۳۰ قضیې ثبت شوي دي. په نیول شویو خبریالانو کې په هرات کې د نوروز راډیو پخوانی ویاند خالد قادري هم د هرات د محکمې له خوا په ټولنیزو شبکو کې د «اسلامي امارت» په اړه د انتقادي نظریاتو د خپرولو په تور په یو کال بند محکوم شوی او لا هم په بند کې دی او د ۱۴۰۰ د کب میاشتې له ۲۶ مې په بند کې شپې تیروي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له "اسلامي امارت" څخه غواړي چې د ډله ییزو رسنیو د قانون د تطبیق او اړوندو قوانینو او مقرراتو (د جمهوري نظام له خوا تصویب شوي) په اړه خپلې ژمنې عملي کړي او ازادو رسنیو ته د درناوي په ترڅ کې په رسنیو او خبریالانو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

