په کابل کې یو آزاد خبریال سید راشد کاشفي د استخباراتو له لوري نیول شوی دی

په کابل کې یو آزاد خبریال سید راشد کاشفي د استخباراتو له لوري نیول شوی دی

 ۱۴۰۴ د وري ۲۸

کابل – په کابل کې یو آزاد خبریال سید راشد کاشفي د استخباراتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې پېښې په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي او له واکمنې ادارې غواړي چې کاشفی او نور بندي خبریالان ژر تر ژره او بې‌ له قیده او شرطه خوشې کړي.

په کابل کې یوې باوري سرچینې چې د امنیتي ملاحظاتو له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، سید راشد کاشفی د دوشنبې په ورځ د وري میاشتې پر ۲۵مه د استخباراتو ادارې د کارکوونکو له لوري نیول شوی دی. تر اوسه د واکمنې ادارې، استخباراتو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کابل کې یو باخبره سرچينې چې پېښه یې له نږدې څارلې وویل، چې دا آزاد خبریال د ځینو جلاوطنه رسنیو سره د همکارۍ په تور تر څېړنو لاندې دی. هغه وویل، چې د استخباراتو ادارې شاوخوا یوه میاشت وړاندې، د تېر کال د کب میاشتې پر ۲۵مه د سید راشد کاشفی د خبریالي وسایل، لکه د غږ ثبتولو وسیله (ریکارډر)، کمره او موبایل ضبط کړي وو او د دې مودې په جریان کې یې څو ځله له کاشفي غوښتي وو چې د خپلو وسایلو د ترلاسه کولو لپاره دې د دې ادارې د مطبوعاتو څانګې ته ورشي، خو هغه وېره لرله چې کېدای شي په همدې پلمه ونیول شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د سید راشد کاشفی د نیولو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او د واکمنې ادارې له مسؤولینو غواړي چې کاشفي او نور هغه خبریالان چې د خپل مسلکي کار پر مهال نیول شوي یا محاکمه شوي، ژر تر ژره او پرته له قید او شرطه خوشې کړي.

د ټولنیزو رسنیو د قانون له مخې، چې د طالبانو د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت یې هم د پلي کېدو وړ بولي، خبریالان په خپل مسلکي کار کې ازاد دي او مسؤولین باید د هغوی په کار کې محدودیت رامنځته کولو او ګواښولو پرته د هغوی له کارونو ملاتړ وکړي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د رسنیو د آزادۍ څارونکی د معلوماتو له مخې، دا مهال د سید راشد کاشفی سربېره، لږ تر لږه ۹ نور خبریالان یا د رسنیو کارکوونکي هم په بند کې دي یا د بند موده تېروي. له دې ډلې څخه شپږ تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له اووه میاشتو څخه تر درېیو کلونو په بند محکوم شوي دي.