لپیس رسنیز شرکت
۱۴۰۵ د وږي ۶مه
کابل – د طالبانو د واکمنې ادارې د استخباراتو ریاست په کابل کې د موبي رسنیزې ډلې اړوند د لپیس شرکت دفتر له سيمهییزو ارزښتونو سره په ټکر کې منځپانګې او پروګرامونو د تولید او خپرولو او د لوېدیځ سبک رسنیزو پروګرامونو د دودولو په تور، تړلی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز دا اقدام په هېواد کې د رسنیزو فعالیتونو د ځپلو او د رسنیو د کمزوري کولو د اندېښمنوونکي بهیر دوام بولي او غندي یې.
په کابل کې یوې باخبره سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې د طالبانو د استخباراتو کارکوونکو د وږي په ۴مه د کابل ښار د وزیر اکبرخان په ۱۲ام سړک کې د لپیس پر دفتر برید وکړ، دفتر یې وتاړه او د لپیس کارکوونکو ته یې امر وکړ چې خپلو کورونو ته ولاړ شي. هغه زیاته کړه چې استخباراتو له کوم دلیل له اعلانولو پرته د لپیس وسایل، چې کمپیوټرونه او د معلوماتو د ذخیره کولو ډیسکونه هم پکې شامل وو، ضبط او له ځان سره وړي کړي دي. د سرچینې په وینا، د استخباراتو یوه کارکوونکي ویلي چې د لپیس دوسیه به له لا زیاتو څېړنو او تحقیقاتو وروسته محکمې ته ولېږل شي.
د دې پېښې په تړاو، د طالبانو د استخباراتو ریاست پورې تړلي پلټفرم «هندوکش»، په خپل اېکس (پخواني ټویټر) حساب کې راپور ورکړی چې د لپیس دفتر د مستهجنې او غیراخلاقي منځپانګې د خپرولو په تور تړل شوی دی. د هندوکش د راپور له مخې، لپیس د موبي ډلې اړوند د باربد، فضا، دریا او شمس ( موبي رسنيزې ډلې پورې تړلي پلاټفرمونو) له لارې سندرې، د نیمه بربنډو فلمونو لنډې صحنې، کنسرتونه او نور تصویري مطالب چې د لوېدیځ سبک او نظریاتو ته یې وده ورکوله، خپرول. د استخباراتو پورې تړلې دې رسنۍ د معلوماتو له مخې، د لپیس یو شمېر کارکوونکي او اصلي مدیران له هېواده بهر وتلي او یو شمېر نور یې تر تعقیب لاندې دي.
لپیس د موبي رسنیزې ډلې اړوند شرکت دی چې یو شمېر رسنۍ، لکه: طلوع، طلوع نیوز، لمر او ارمان او اراکوزیا راډيوګانې یې تر پوښښ لاندې فعالیت کوي. د یو شمېر رسنیو له لوري د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، لپیس سیمهییزو رسنیو ته د اعلانونو، په ځانګړي ډول د روغتیايي او ښوونیزو اعلانونو د سپارلو، د خبریالانو د روزنې او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو له لارې په رسنیز ډګر کې مهم رول لوبوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د استخباراتو ریاست له لوري د لپیس رسنیز شرکت د دفتر تړل په هېواد کې د رسنیزو فعالیتونو د ځپلو د بهیر دوام بولي او غندي یې. دا اقدام د هغې رسنیزې منځپانګې د برابرولو د لارو د پرې کولو په موخه ترسره شوی چې د واکمنې ادارې له غوښتنو سره سمون نه لري، خو د یاد دفتر تړل به پر اړوندو رسنیو د پام وړ اغېز ولري.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له واکمنې ادارې غواړي چې د رسنیزو فعالیتونو د محدودولو او په هېواد کې د خپلواکو رسنیو د کمزوري کولو هڅو ته د پای ټکی کیږدي، د لپیس دفتر د بېرته پرانیستلو اجازه ورکړي او کارکوونکو ته زمینه برابره کړي چې له محدودیت او د نیول کېدو له وېرې پرته خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

