په کابل کې سیمه‌ییز خبریال شکیب نظري له شاؤخوا ۴۰۰ ورځو بند وروسته خوشې شو

په کابل کې سیمه‌ییز خبریال شکیب نظري له شاؤخوا ۴۰۰ ورځو بند وروسته خوشې شو

۱۴۰۵ د وږي ۱۰مه

کابل – په افغانستان کې د جاپان د «ان ټي وي» ټلویزیون ځايي خبریال شکیب احمد نظري، په بګرام بند خونه کې د ۴۰۵ ورځو بند له تېرولو وروسته، خوشې شو. د افغانستان د خبریالانو مرکز د نوموړي له خوشې کېدو هرکلی کوي او ټینګار کوي چې د دې خبریال او رسنیز فعال د عادلانه محاکمې حق په برخه کې بنسټیز حقونه، تر پښو لاندې شوي او د نوموړي ازادي باید له پیل څخه نه وای سلب شوې.

په کابل کې یوې باخبره سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې شکیب احمد نظري، چې له بګرام څخه په کابل کې د استخباراتو توقیف ځای ته لېږدول شوی و، نن خوشې او په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی. هغه زیاته کړې چې نظري له نیول کېدو څه موده وروسته، د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ په ۱۲مه، د طالبانو د استخباراتو د نظامي محکمې له لوري د طالبانو حکومت پر ضد د تبلیغ په تور په درې کاله بند محکوم شوی و.

د استخباراتو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارو ځواکونو د ۱۴۰۴ کال د زمري په ۲مه، شکیب احمد نظري له خبریال او رسنیز فعال بشیر هاتف او د توانا خبري اژانس له مسؤل مدیر ابوذر صارم سرپلي سره یوځای په کابل کې ونیول. هاتف شاؤخوا یوه میاشت مخکې، د یوه کال بند له تېرولو وروسته، خوشې شو؛ خو ویل کېږي چې سرپلي لا هم په زندان کې دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د شکیب احمد نظري د خوشې کېدو هرکلی کوي، خو د هغه له ازادۍ څخه محرومول او له ۴۰۰ ورځو څخه زیات بندي کول یې د یاد خبریال له بشري او مسلکي حقونو څخه ښکاره سرغړونه بولي او غندي یې. نظري د نیول کېدو پر مهال د مدافع وکیل د درلودلو له حق څخه محروم و او د استخباراتو د ادارې د نظامي محکمې له لوري په بېلابېلو تورونو، په ځانګړي ډول د طالبانو د حکومت پر ضد د تبلیغ، د ورځنیو خبرونو راټولولو او له جاپاني «ان ټي وي» ټلویزیون سره د شریکولو او همداراز له تبعیدي رسنیو رسنیو، لکه هشت صبح، زاویه او آمو سره د همکاري په تور، بندي شو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له واکمنې ادارې غواړي چې د خبریالانو حقونو ته درناوی وکړي، پاتې بندي خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ژر تر ژره خوشې کړي او اجازه ورکړي چې هغوی له ګواښ، فشار او د نیول کېدو له وېرې پرته خپل مسلکي فعالیتونه ترسره کړي. اوس مهال لږ تر لږه یو رسنیز فعال چې طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی، په زندان کې دي.