د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې د تمدن تلویزیون د کارکوونکو نیول غندي

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې د تمدن تلویزیون د کارکوونکو نیول غندي

د تمدن تلویزیون د مسؤول مدیر محمد رحمتي

۱۴۰۵ د چنګاښ ۶مه

کابل – د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د واکمنې ادارې د عدليې وزارت له لوري د تمدن تلویزیون د مسؤول مدیر او یوه بل کارکوونکي نیول په کلکه غندي او د نیول شویو د پرته له قید او شرط څڅه ژر تر ژره خوشې کېدو او د دې رسنۍ د بیا پرانیستلو غوښتنه کوي.

تمدن تلویزیون په خپله فېسبوک‌پاڼه کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د دې رسنۍ مسؤول مدیر محمد رحمتي او د رسنۍ یو کارکوونکی محمدرضا احساني نیول شوي دي. تمدن زیاته کړې، چې یاد کسان د محکمې له حکم او د کوم تور له اعلان پرته، د طالبانو د عدلیې وزارت په امر نیول شوي او په انفرادي بند کې ساتل کېږي.

تمدن تلویزیون خبرداری ورکړی، چې د محمد رحمتي روغتیايي وضعیت ښه نه دی، او که په دې برخه کې هر ډول ستونزه رامنځته شي، مسؤولیت یې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت پر غاړه دی.

تمدن تلویزیون څلور ورځې وړاندې (د چنګاښ په ۲مه) د طالبانو د واکمنې ادارې د عدلیې وزارت ځواکونو له خوا وتړل شو. د دې رسنۍ رئیس محمدجواد محسني ویلي، چې ناپېژاندو کسانو د یادې رسنۍ وسایل هم ضبط کړي او له ودانۍ څخه یې نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.

په تمدن تلویزیون کې یوې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې د یادې رسنۍ مسؤول مدیر او کارکوونکی وروسته له هغې ونیول شول، چې د عدلیې وزارت د ځواکونو د برید او د رسنۍ د تړل کېدو خبر د دې رسنۍ په ټولنیزو پاڼو کې خپور شو.

د طالبانو د واکمنې ادارې چارواکو تر اوسه د تمدن تلوېزیون د تړل کېدو او د کارکوونکو د نیولو د لامل په اړه په رسمي ډول رسمي څه نه دي ویلي.

د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي میاشت کې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت اړوند امنیتي کارکوونکو په کابل کې د تمدن تلويزيون پر ودانۍ یرغل وکړ او کارکوونکو ته د‌ سپکاوي ترڅنګ یې د دې رسنۍ یو شمېر وسایط مصادره کړل. هغه مهال د عدلیې وزارت ویلي وو چې تمدن تلویزیون د « حرکت اسلامي افغانستان» لغوه شوي سیاسي ګوند پورې د تړاو لري او په هېواد د سیاسي ګوندونو پر هر ډول فعالیت د بندیز له امله د سیاسي ګوندونو پورې تړلې رسنۍ هم د فعالیت حق نه لري. د طالبانو د عدلیې وزارت په وینا خاتم‌النبیین مدرسه او پوهنتون هم د همدې ګوند پورې تړاو لري او د یادو درېیو بنسټونو ودانۍ هم پر «غصب شوې دولتي ځکمه» جوړې شوي او مصادره کېږي.

خو د تمدن تلویزیون رئیس محمدجواد محسني په یوه بیانیه کې ویلي، چې دا رسنۍ په داسې حال کې تړل شوې، چې د ځمکې د ملکیت په اړه دعوه یوې ځانګړې محکمې ته سپارل شوې او قضیه لا تر اوسه پای ته نه ده رسېدلې.

محسني همداراز له حرکت اسلامي ګوند سره د تمدن تلویزیون تړاو رد کړی او ویلي یې دي، چې د تمدن تلوېزیون، خاتم‌النبیین مدرسې او خاتم‌النبیین پوهنتون بنسټګر آیت‌الله محمد آصف محسني د طالبانو له بیا واک رسېدو دوه کاله وړاندې وفات شو. په بیانیه کې راغلي، چې آیت‌الله محسني د جمهوري نظام پر مهال کلونه وړاندې په رسمي ډول له هر ډول سیاسي فعالیت څخه لاس اخیستی و. د افغانستان د خبریالانو مرکز د تمدن تلوېزیون د مسؤول مدیر محمد رحمتي او کارکوونکي محمدرضا احساني نیول په کلکه غندي او له واکمنې ادارې څخه غواړي، چې هغوی ژر تر ژره او له کوم قید او شرط پرته خوشې کړي، د تمدن تلویزیون د بیا فعالیت اجازه ورکړي او کارکوونکیې له ګواښ او د نیول کېدو له وېرې پرته خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې له بیا واکمنېدو وروسته پر رسنیو پراخ محدودیتونه لګولي دي، او له هغه وخت راهیسې شاؤخوا ۳۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د رسنیو د سختو کړنلارو د نه مراعاتولو په تور نیول شوي یا زنداني شوي دي. اوس مهال لږ تر لږه اووه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په زندان کې دي.