د طالبانو حکومت د دولتي ادارو د کارکوونکو د ګرځنده ټیلفونونو د راټولولو او له منځه وړلو بهیر پیل کړی دی. انځور: ټولنیزې رسنۍ
۱۴۰۵ د غبرګولي ۲۷ مه
کابل: د طالبانو واکمنې ادارې د دولتي ادارو د کارکوونکو له لوري د ځيرکو ټیلفونونو پر کارولو د بنديز بهیر پیل کړی دی. د دې اقدام یو منفي اغېز خبریالانو ته د معلوماتو د لاسرسي لا ډېر محدودېدل دي، هغه لاسرسی چې تر دې مخکې هم د بېلابېلو کړنلارو، په ځانګړي ډول د ژوندیو موجوداتو د انځورونو او ویډیویي مرکو پر خپرولو د بندیز له امله سخت محدود شوی و. د افغانستان د خبریالانو مرکز دا اقدام د بیان پر ازادۍ او معلوماتو ته پر لاسرسي د کنټرول د تشدید دوام بولي او په کلکه یې غندي.
په کابل کې یوې باخبره سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې د طالبانو مشر، ملا هبتالله اخندزاده، د غبرګولي په ۱۷مه په کندهار کې له یو شمېر والیانو سره په لیدنه کې امر کړی چې دولتي کارکوونکي دې د ځیرکو ټیلفونونو له کارولو ډډه وکړي.
هغه وویل، له دې غونډې وروسته په ولایتونو کې د طالبانو نظامي محاکمو ته دنده سپارل شوې چې د دې پرېکړې د ابلاغ لپاره له پوځي مسؤولینو، د سیمه ییزو ادارو له رئیسانو او ولسوالانو سره غونډې وکړي. د افغانستان د خبریالانو مرکز معلومات ښيي چې تر اوسه په پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، بلخ، کندز، بغلان، بادغیس، بدخشان، سرپل، غزني، هلمند او هرات ولایتونو کې په دې تړاو غونډې شوې دي او د ځیرکو ټیلفونونو پر کارولو بندیز دولتي کارکوونکو ته رسماً ابلاغ شوی، آن په ځینو ادارو کې یې پلي کېدل هم پیل شوي دي.
په یو شمېر ولایتونو کې سرچینې وایي چې په وروستیو کلونو کې، انټرنټ ته د لاسرسي د پراخېدو له امله د ځیرکو ټیلفونونو کارول ډېر شوي دي او د دې ټلفنونو ونډه، په ځانګړي ډول له هغې پرېکړې وروسته چې د طالبانو ادارې په ۱۴۰۳ کال کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز ولګاوه، چې تر دې دمه د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ ولایتونو کې اعلان شوی دی، لا ډېره شوې ده.
په دې موده کې د ټولنیزو شبکو لکه فېسبوک، اېکس او انسټاګرام او همدارنګه د پیغام رسونې د اپلېکېشنونو، په ځانګړي ډول واټساپ کارونه په هېواد کې مخ په زیاتېدو وه.
په خوست کې یوه سیمهییز خبریال د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې له یوې اوونۍ راهیسې، وروسته له هغې چې د طالبانو د ادارې چارواکو او دولتي کارکوونکو له لوري د ځيرکو ټیلفونونو کارول منع شول، د ولایت مقام او ځینو نورو سیمهییزو ادارو له خوا هغه معلوماتي بهیر هم درېدلی چې پخوا به د واټساپ د ځانګړو له لارې په «څاڅکهییز او کنټرول شوې» بڼه خپرېده.
د باختر دولتي خبري اژانس یوه خبریال د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې د دې اژانس رئیس، هدایتالله هدایت، د غبرګولي په ۲۰مه د باختر په واټساپ ګروپ کې خبریالانو ته په استول شوي پیغام کې له هغوی غوښتي و، چې که د ځيرکو ټیلفونونو د کارولو بندیز پلي شي، نو له برېښنالیک څخه دې کار واخلي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د ادارې له لوري د دولتي ادارو پر کارکوونکو د ځیرکو ټیلفونونو پر کارولو بندیز چې د بیان د ازادۍ د ځپلو بهیر د لا سختېدو په موخه ترسره کېږي، په کلکه غندي او په هېواد کې یې د معلوماتو پر لاسرسي د منفي اغېزو په تړاو خبرداری ورکوي.
په داسې حال کې چې معلوماتو ته لاسرسی له دې مخکې هم د طالبانو د ادارې د ځانګړو محدودیتونو له امله سخت محدود شوی، دا تازه اقدام د بیان د ازادۍ د ځپلو یو نوی باب پرانیزي چې خبریالان او رسنۍ تر پخوا ډېرې اغېزمنوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز باور لري چې د ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا په اوسني عصر کې، دا ډول اقدامات د وروسته پاتې والي اوج څرګندوي. د طالبانو واکمنه اداره باید په لګول شویو محدودیتونو بیاکتنه وکړي او د وګړو اساسي حقونو، ازادیو او معلوماتو ته د لاسرسي حق ته، چې د بشري ټولنې یوه جدي اړتیا ده، درناوی وکړي.

