۱۴۰۵ د چنګاښ ۲۷مه
تورنتو، کاناډا – د آیفکس نړیوالې شبکې په کلنۍ غونډه کې، د افغانستان د خبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قریشي د دویم ځل لپاره د دې سازمان د رهبرۍ شورا د غړي په توګه وټاکل شو.
آیفکس د چنګاښ په ۲۵مه په خپره شوې اعلامیه کې د دې شبکې د ۱۳ کسیزې رهبرۍ شورا د ټاکنو پایلې اعلان کړې. د اعلامیې له مخې، د افغانستان د خبریالانو مرکز له اجرائیوي رئیس احمد قریشي سره له برازیل، فلسطین، ترینیداد او ټوباګو، پاکستان، امریکا، سویلي سوډان، سوریې، هالنډ، لبنان، نایجریا او اوګانډا څخه د بیان ازادۍ او رسنیو د ملاتړو بنسټونو ۱۲ استازي، د آیفکس د غړو بنسټونو په رایو د (۲۰۲۶–۲۰۲۹) کلونو ترمنځ د یوی درې کلنې دورې لپاره د رهبري شورا غړي ټاکل شوي دي.
آیفکس (IFEX) د بیان ازادۍ او رسنیو د ازادۍ د ملاتړو بنسټونو نړیواله شبکه ده چې مرکزي دفتر یې د کاناډا په تورنتو ښار کې موقعیت لري. د افغانستان د خبریالانو مرکز په ګډون، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه تر ۱۰۰ ډېر سازمانونه او بنسټونه د دې شبکې غړیتوب لري.
د آیفکس د رهبرۍ شورا د دې شبکې د اغېزمنې ادارې مسؤلیت پر غاړه لري او په نړیواله کچه د بیان ازادۍ او رسنیو د ازادۍ په برخه کې د دې شبکې پر تګلارو او ستراتیژیو څارنه کوي. لومړۍ دوره د ۱۴۰۲ کال په چنګاښ میاشت کې پیل شوې وه او د روان کال د چنګاښ په نیمایي کې پای ته ورسېده.
احمد قریشي په یوې بیانیه کې وویل: «د آیفکس د غړو بنسټونو له بیا ځل باور او ملاتړ څخه مننه کوم. د بېلابېلو هېوادونو له ژمنو همکارانو سره یو ځای د بیان ازادۍ د دفاع لپاره همکاري الهامبښونکې ده او زه به په پوره ژمنتیا او توان سره په دې برخه کې کار وکړم.»
احمد قریشي په ۱۳۸۴ کال کې په خبریالۍ پیل وکړ او له کورنیو او نړیوالو رسنیو سره یې د خبریال په توګه کار کړی دی. نوموړي په ۱۳۸۸ کال کې د افغانستان د خبریالانو مرکز بنسټ کېښود او له هماغه وخته تر اوسه د دې بنسټ د اجرائیوي رئیس دنده پر مخ وړي.

