د افغانستان د خبریالانو مرکز د مهدي انصاري د جبري اعتراف خپرول غندي

د افغانستان د خبریالانو مرکز د مهدي انصاري د جبري اعتراف خپرول غندي

۱۴۰۴ د تلې ۲۶مه

کابل – د افغانستان د خبریالانو مرکز د واکمنې ادارې استخباراتو له لوري په کابل کې د افغان خبري اژانس خبریال مهدي انصاري د جبري اعتراف اخیستل او خپرول د عادلانه محاکمې د اصولو خلاف او د دې خبریال له حقونو څخه ښکاره سرغړونه بولي او غندي یې. یاده پېښه،  د رسنیو د ځپنې او د رسنیزو فعالانو د محدودولو د پراخېدونکي بهیر د یوې برخې په توګه، د رسنیو مسلکي فعالیت او د هېواد د وګړو د حقونو لپاره جدي خطر رامنځته کوي.

نن، د واکمنې ادارې استخباراتو ته نږدې «د هندوکش غږ» فیسبوک پاڼې، د مهدي انصاري د جبري اعتراف ویدیو خپره کړه او د ویدیو په توضیحاتو کې یې ولیکل، چې انصاری د نظام پر ضد د «زهرجنو تبلیغاتو» او د بهرنیو مغرضو رسنیو لکه هشت صبح ورځپاڼې او افغانستان انترنشنل تلویزیون سره د همکارۍ په تور نیول شوی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز ۱۴۰۳ کال د تلې په ۱۷مه د «افغان خبري اژانس» خبریال مهدي انصاري د نیول کېدو خبر خپور کړ.

انصاری د تلې په ۱۴مه، د کابل ښار په پل خشک سیمه کې له خپل دفتر څخه د راوتلو پر مهال نادرکه شو او کورنۍ یې درې ورځې وروسته تایید کړه چې د استخباراتو له لوري نیول شوی دی. انصاري د ۱۴۰۳ کال د مرغومې په ۱۲مه په کابل کې د ابتدائيه محکمې له لوري د «د اسلامي امارت [طالبانو] پر ضد د تبلیغ» په تور پر یو نیم کال بند محکوم شو او اوس د بګرام په زندان کې د محکومیت دوره تېروي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د انصاري د ناعادلانه محاکمې، چې د خپلواک مدافع وکیل په  نشتون کې ترسره شوې او د جبري اعتراف اخیستلو او خپرولو په اړه، چې د دې خبریال د بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه ده، ژوره اندېښنه څرګندوي او په کلکو ټکو یې غندي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له واکمنې ادارې څخه غواړي، چې د رسنیو او خپلواکو خبریالانو ځپنه ودروي او ژر تر ژره پاتې بندي خبریالان خوشې کړي. اوس مهال په کابل، غزني او پروان کې لږ تر لږه شپږ خبریالان بندي دي.