۱۴۰۴ د تلې ۲۵
کابل- د طالبانو د واکمنې ادارې په امر، په کابل کې د شمشاد خصوصي راډیو او تلویزیون خپرونې درول شوي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز دا اقدام د یوې ازادې رسنۍ په چارو کې ښکاره او مستقیمه لاسوهنه بولي او په کلکه یې غندي.
په کابل کې يوې باخبره سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې نن د واکمنې ادارې د استخباراتو له لوري د مستقیم امر له مخې د شمشاد راډیو او تلویزیون خپرونې ودرول شوې. د سرچینې په وینا، شمشاد تلویزیون تورن شوی چې د واکمنې ادارې امنیتي ځواکونو او د پاکستاني پوځ ترمنځ د وروستیو جګړو او د پاکستان بریدونو ته یې په سمه توګه پوښښ نه دی ورکړی او د طالبانو د حکومت له دریځ او د پاکستان پر وړاندې د هغوی له کړنو څخه یې دفاع نهده کړې.
تر اوسه د شمشاد تلویزیون مسؤولینو په دې اړه څه نه دي ویلي. شمشاد یوه خصوصي رسنۍ ده، چې په کال ۱۳۸۴ کې په کابل کې د فضل کریم فضل په شخصي پانګونه تأسیس شوه او په فعالیت یې پیل وکړ.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د واکمنې ادارې له لوري د شمشاد راډیو او تلویزیون د بندولو اقدام د یوې ازادې رسنۍ په چارو کې ښکاره لاسوهنه بولي او غندي یې. څرګنده ده چې یوه خبري رسنۍ باید د ژورنالېزم د اصولو او معیارونو پر بنسټ کار وکړي او یوازې په هغه صورت کې د قانوني تعقیب وړ ده چې سرغړونه وکړي.
د افغانستان د ټولنیزو رسنیو په قانون کې، چې د طالبانو د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت یې د پلي کېدو وړ بولي، راغلي چې هېڅ حقیقي او یا حکمي شخص ( دولت او دولتي ادارې) نه شي کولای د ټولنیزو رسنیو د قانون خلاف د خبري او معلوماتي رسنیو ازاد فعالیتونه بند، تحریم، سانسور یا محدود کړي او یا په نورو بڼو د عامه او معلوماتي رسنیو په چارو او خپرونو کې مداخله وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له واکمنې ادارې غواړي چې پر خپله پریکړه له سره غور وکړي او ژر تر ژره شمشاد راډیو او تلویزیون ته اجازه ورکړي، چې د یوې ازادې رسنۍ په توګه خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.
واکمنه اداره باید له ازادو رسنیو سره د ګواښمن او جزایي چلند څخه لاس واخلي او د دې پر ځای چې د رسنیو د محدودولو او د خپلو غوښتنو د تحمیل بهیر ته دوام ورکړي، چې کېدای شي د وخت، چلند او ګټو له بدلون سره بدلې شي، باید یوه ازاده او له وېرې پرته فضا رامنځته کړي، څو د هر چا غږ واورېدل شي.

