۱۴۰۴ د تلې ۶مه - ۲۰۲۵ سپټمبر ۲۸مه
کابل – د افغانستان د خبریالانو مرکز معلوماتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې معلوماتو ته د لاسرسي حق په سیستماتیک ډول کمزوري کېدو له امله، خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
یونسکو یا د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او ښوونيز سازمان، د ۲۰۱۵ کال د نومبر مياشتې په ۱۷مه نېټه د سپټمبر ۲۸مه، معلوماتو ته د عام لاسرسي نړیواله ورځ وټاکله، دا سازمان باور لري چې اطلاعاتو ته نړیواله لاسرسي دوه اړخونه لري: لومړی دا چې یاد حق باید په قوانینو کې په څرګند ډول ذکر شي، څو د احتمالي محدودیتونو مخه ونیول شي او دویم دا چې اطلاعاتو ته د خلکو عملي لاسرسي ته پام وشي، په ځانګړې توګه په نننۍ نړۍ کې چې نوې ټکنالوژۍ معلوماتو ته لاسرسی اسانه کړی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښیي، چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشتې کې له بیا واکمنېدو راهیسې لږ تر لږه ۲۲ کړنلارې صادرې کړي، چې په ژوره توګه یې د بیان ازادي، د رسنیو خپلواکي او معلوماتو ته د خلکو عامه لاسرسی محدود کړی دی، یادې ټولې کړنلارې د افغانستان د ټولنیزو رسنیو او د معلوماتو ته د لاسرسي له قانونو او نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د عدالت غوښتنې څانګې رئیسه سمیه ولي زاده، وایي: "نن افغانان معلوماتو ته د نه لاسرسي حالت کې ژوند کوي، چې دا حالت د جګړې له امله نه، بلکې د یوې قصدي پالیسي له مخې تحميل شوی دی.
د اطلاعاتو پر وړاندې د چارواکو غیر رسمي جګړې، د خبریالانو خولې ور تړلي، عامه اطلاعاتو ته لاسرسی یې بند کړی او خلک یې له خپل حق ( پوهاوي) محروم کړي دي، هغه حق چې د افغانستان په قوانینو کې په رسمیت پېژندل شوی او په نړیواله کچه پرې ټینګار کېږي."
هغې زیاته کړه: "معلومات امتیاز نه دی، بلکې یو حق دی او د حساب ورکونې او شفافیت بنسټیزه ډبره ده. افغانان په داسې هېواد کې د ژوند کولو وړ دي، چې هلته حقایق منع نه وي او خبریالان غلي نه کړل شي."
اوس مهال په افغانستان کې د اطلاعاتو ازادي په پټولو او ځپنې بدله شوې ده.
له هغو مهمو او اندېښمنو بدلونونو څخه چې په تېر یو کال کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون له تصويبېدو وروسته لا سخت شوي، لاندې ټکي د یادولو وړ دي:
- د اعتراضونو، لاریونونو او سیاسي مخالفتونو د رسنیز پوښښ منع کېدل.
- له خپرېدو څخه مخکې د منځپانګې کنټرول.
- د نړیوالو شبکو د خپرونو له منع کولو سربېره پراخ سانسور.
- د ښځو پر غږ او شتون محدویتونه لکه: په ملي رسنیو کې د ښځينه خبريالانو او یا په ډرامو، راپور ورکولو او یا ګډو کاري چاپېریالونو کې د ښځو پر شتون بندیز.
- ۲۱ ولایتونو ته د ژوندي موجوداتو د انځورونو یا د ویډیویي مرکو پر خپرولو د بندیز خپرېدل، چې د لسګونو ټلویزیونو د تړل کېدو لامل شوی دی.
- د نوري فایبر انټرنټ پرې کول او انټرنټ ته د خلکو د لاسرسي سخت محدودول.
- د ازادې خبريالۍ جرم ګڼل، ځورونه او نیول.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ګڼ شمېر مستندې پېښې ثبت کړي، چې په کې خبریالان یوازې د دې لپاره نیول شوي، ځورول شوي یا له راپور ورکولو منع شوي چې د عامه ګټو اړوند معلوماتو ته یې د لاسرسي یا خپرولو هڅه کړې ده. په ډېری مواردو کې، له جلا وطنه رسنیو سره یوازې اړیکه یا همکاري، د خبریالانو د ګواښ او یاد بندي کېدلو لامل ګرځېدلې ده. اوس مهال لږ تر لږه ۶ خبریالان په کابل، غزني او پروان کې بندیان دي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي په نړیواله ورځ کې د اقدام بلنه
د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادۍ له نړیوالو سازمانونو سره یوځای اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ (د سپټمبر ۲۸مه) نمانځي او له واکمنو چارواکو غواړي چې:
۱. د ټولنیزو رسنیو او د معلوماتو ته د لاسرسي له قوانینو سره په ټکر کې کړنلارې لغو کړي.
۲. پر رسنیو د ټولشموله څارنې، سانسور، ګواښ او وېرونې سیستم ته د پای ټکی کېږدي او د هغو خبریالانو نیول، چې د عامه ګټو اړوند معلوماتو ته د لاسرسي په لټه کې دي یا یې خپروي، ودوري.
۳. د نوري فایبر انټرنټ ته پر لاسرسي محدودیتونه او يا انټرنټ ته د خلکو پر لاسرسي د محدودولو پروګرام لغوه کړي.
۴. نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې له خپلواکو رسنیو او له خطر سره مخامخ خبریالانو ملاتړ وکړي.

