د واکمنې ادارې له لوري د راه فردا تلویزیون د تړلو او د شتمنیو د مصادره کولو اقدام غندو

د واکمنې ادارې له لوري د راه فردا تلویزیون د تړلو او د شتمنیو د مصادره کولو اقدام غندو

د راه فردا تلویزیون سټوډیو

۱۰ کب ۱۴۰۴

کابل — په کابل کې د «راه فردا» خصوصي تلویزیون فعالیت وروسته له هغه ودرول شو او شتمنۍ یې مصادره شوې، چې د دې رسنۍ مالک د طالبانو د واکمنې ادارې سیاستونه پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو لامل بللي وو. د افغانستان د خبریالانو مرکز یاد اقدام غندي او له مسؤولو چارواکو غواړي، چې بیان ازادۍ ته د درناوي ترڅنګ، د اشخاصو شخصي څرګندونې له رسنیو سره ونه تړي او اجازه ورکړي چې یاد تلویزیون خپل فعالیت له سره پیل کړي.

د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، تېر ماښام په ایکس (پخواني ټویټر) کې اعلان وکړ چې: « د اسلامي امارت له لوري د راه فردا تلويزيون د نشراتو د درولو او د محمد محقق د ملکیتونو د مصادره کولو پرېکړه له دې امله ونیول شوه، چې نوموړي د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د افغان ملکي وګړو بمبار جایز بللی او د اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) انتقامي بریدونه یې غندلي وو.»

نوموړي زیاته کړې: «محمد محقق د دښمن په لمسون هڅه کوله، چې د بې‌اساسه څرګندونو له لارې ملي یووالی وګواښي، له همدې امله د عامه افکارو او افغاني ټولنې د غوښتنې پر بنسټ، دا اقدام لازم او مناسب و.»

په کابل کې یوې باخبره سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې واکمنې ادارې پرون د دې تلویزیون مسؤلینو ته ویلي چې خپل فعالیتونه ودروي.

دا دوهم ځل دی، چې د راه فردا راډیو او تلویزیون فعالیت د واکمنې ادارې له لوري درول کېږي. تر دې وړاندې، د روان کال د غویي په ۹مه، د دې رسنۍ د کار جواز، د کارکوونکو له لوري د معاشونو د نه ورکړې او له هغوی سره د ګواښوونکي چلند په اړه د ګڼو شکایتونو له امله، د واکمنې ادارې د محکمې په حکم، وځنډول شو. خو شاؤخوا دوه میاشتې وروسته اعلان وشو، چې ستونزه حل شوې او تلویزیون ته بیا د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده.

راه فردا راډیو او تلویزیون په ۱۳۸۵ لمریز کال کې د افغانستان د خلکو د یووالي حزب د مشر محمد محقق له خوا په کابل کې جوړ شو او په رسمي ډول یې په فعالیت پیل وکړ. محمد محقق چې د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د جمهوري نظام تر ړنګېدو او د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته له هېواده بهر ژوند کوي، د پاکستاني نظامیانو او د واکمنې ادارې د ځواکونو ترمنځ وروستیو نښتو ته، چې دواړو لوریو په ځانګړي ډول په افغانستان کې ملکي وګړو ته درانه تلفات اړولي دي، غبرګون ښودلی. محقق ویلي، چې طالبان د یادو نښتو د پیل مسؤول ګڼي. هغه زیاته کړې: «دا جګړه د افغانستان او پاکستان د خلکو جګړه نه ده، بلکې د پاکستان او په کابل کې د واکمن ترهګرپال رژیم ترمنځ جګړه ده. طالبانو یو ځل بیا فاجعه رامنځته کړه.» نوموړي خبرداری ورکړی، چې یادو سیاستونو د سیمې ثبات ګډوډ کړی دی.

د روان کال په تلې میاشت کې، په کابل کې یو بل خصوصي تلویزیون شمشاد هم وروسته له هغه وتړل شو، چې د واکمنې ادارې د امنیتي ځواکونو او پاکستاني نظامیانو ترمنځ د هغه وخت شخړو کې یې د پاکستان بریدونو ته سم پوښښ نه دی ورکړی او د طالبانو د حکومت له دریځه او د پاکستان پر وړاندې له کړنو یې دفاع نه ده کړې. که څه هم دغه ټلوېزیون دوه ورځې وروسته، د واکمنې ادارې د تګلارو د مراعتولو په اړه د ژمنې له ورکولو وروسته، بېرته د فعالیت اجازه ترلاسه کړه، خو دا ډول اقدامات ښيي چې خصوصي او خپلواکې رسنۍ تر کومه بریده تر فشار لاندې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د راه فردا تلویزیون پر وړاندې تازه اقدام د بیان ازادۍ او ازادو رسنیو له اساسي اصولو سره، چې د هېواد د ټولیزو رسنیو قانون له اصولو سره په ټکر کې بولي او د دې رسنۍ د بېرته پرانیستلو غوښتنه کوي. واکمن چارواکي باید د بیان ازادۍ او د هېواد د وضعیت په اړه د اشخاصو شخصي نظرونو ته درناوی وکړي او د— پرته له دې چې ورسره موافق دي او که نه — اړوندو رسنیو سره له تړلو یې ډډه وکړي.