۱۴۰۵ د زمري ۷مه
کابل – مخکښ خبریال بشیر هاتف د یوه کال بند له تېرولو وروسته له بګرام بندخونې څخه خوشې شو. د افغانستان د خبریالانو مرکز د نوموړي د خوشې کېدو هرکلی کوي او ټینګار کوي چې د دې خبریال او رسنیز فعال د عادلانه محاکمې حق په برخه کې بنسټیز حقونه، تر پښو لاندې شوي او د نوموړي ازادي باید له پیل څخه نه وای سلب شوې.
په کابل کې یوې باخبره سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې بشیر هاتف له بګرام زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته، په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی. هغه زیاته کړه چې نوموړی د طالبانو د استخباراتو د پوځي محکمې له خوا د طالبانو د حکومت پر ضد د تبلیغاتو په تور په یو کال بند محکوم شوی و.
د استخباراتو ځواکونو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د ۱۴۰۴ کال د زمري په ۲مه، بشیر هاتف د جاپان د ( ان ټي وي) ټلوېزیون له خبریال شکیب احمد نظري او د توانا خبري اژانس له مسؤول مدیر ابوذر صارم سرپلي سره یوځای په کابل کې نیولی و. نظري او سرپلی لا هم په زندان کې دي او د خپل محکومیت موده تېروي.
بشیر هاتف له هغو مخکښو خبریالانو څخه دی چې له بېلابېلو کورنیو رسنیو سره یې کار کړی دی. هغه د «د خبریالانو د اړیکو او روزنې مرکز» بنسټګر او اجرائیه رئیس او همدارنګه د خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون د مشرتابه د پلاوي غړی و.
د افغانستان د خبریالانو مرکز، د بشیر هاتف د خوشې کېدو هرکلی کوي، خو د هغه له یوه کال څخه د زیاتې مودې لپاره بندي کول د دې خبریال له بشري او مسلکي حقونو څخه څرګنده سرغړونه بولي او غندي یې. هاتف په داسې حال کې چې د مدافع وکیل له حق څخه محروم و او د استخباراتو د پوځي محکمې له خوا، په ځانګړي ډول د طالبانو د حکومت پر ضد د تبلیغاتو په ګډون، په بېلابېلو تورونو بندي شوی و.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له واکمنې ادارې غواړي چې د خبریالانو حقونو ته درناوی وکړي، پاتې بندي خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ژر تر ژره خوشې کړي او اجازه ورکړي چې هغوی له ګواښ، فشار او د نیول کېدو له وېرې پرته خپل مسلکي فعالیتونه ترسره کړي. اوس مهال لږ تر لږه دوه خبریالان او یو د رسنیو کارکوونکی او رسنیز فعال چې طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي، په زندان کې دي.

