د ټلویزیون نړیواله ورځ ۲۰۲۴؛ په افغانستان کې د ټلویزیونونو فعالیت په بې ساري ډول محدود شوی دی

د ټلویزیون نړیواله ورځ ۲۰۲۴؛ په افغانستان کې د ټلویزیونونو فعالیت په بې ساري ډول محدود شوی دی

 ۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴

کابل -- نن د "ټلویزیون د نړیوالې ورځې" په مناسبت د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان وکړ چې په افغانستان کې د تلویزونونو پر کار بندیزونه په بې ساري ډول زیات شوي او په تېر کال کې لږ تر لږه ۱۲ ټلویزیونونه د طالبانو د چارواکو په مستقیم امر یا د یادو بندیزونو په پایله کې تړل شوي دي.

په ۱۹۹۶ کې، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د نومبر ۲۱ د "ټلویزیون نړیوالې ورځې" په توګه وټاکله. ملګرو ملتونو د یاد اقدام موخه د ټلویزیوني پروګرامونو تبادلې په ځانګړې توګه هغه پروګرامونو چې د سولې، ټولنیزې ودې او اقتصادي پراختیا او د ټولنې د کلتوري پیاوړتیا لپاره جوړ شوي، هغوی د هېوادونو هڅول یادوي.

د افغانستان د خبريالانو د مركز د څيړنې پر بنسټ، په داسې حال كې چې د طالبانو حكومت د افغانستان د ټولنيزو رسنيو قانون منلی دى او اعلان يې كړى، چې په هغه كې ځينې تعديلات راغلي او د تصويب لپاره په كندهار كې د طالبانو مشرتابه ته استول شوی دی. خو په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو د رسنیو له قانون سره په موازي توګه ۲۱ رسنیزې کړنلارې صادرې کړي، چې په عمل کې د رسنیو له قانون سره سمون نه لري.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د موندنو له مخې، له دغو کړنلارو څخه اووه د ټلوېزيونونو د کار او يا د ويډيويي رسنيو د ازادۍ د محدودولو په برخه کې دي او پاتې نورې يې په ټوليزه توګه ټولو رسنيو ته صادر شوې دي.

په ملي ټلویزیون کې د ښځو له کار کولو منع کول، په تلویزیوني برنامو کې د ښځو له راښکاره کېدو او د فلمونو او سریالونو پر خپرېدو بندیز لګول او پر ښځینه خبریالانو د ماسک اغوستلو جبري کول، د فلم جوړولو او ویډیویي مرکو منع کول – چې په رسمي ډول په څلورو ولایتونو کې پلي شوی دی – په افغانستان کې د نړیوالو تلویزیوني خپرونو د خپریدو منع کول، په ژوندۍ بڼه د تلویزیوني مرکو (بحثونو) د خپرېدو منع کول، د هغو کارپوهانو د بلنې منع کول چې د طالبانو له لوري نه دي تایید شوي هغه کړنلارې دي چې په تلویزیونونو متمرکزې دي.

په ورته وخت کې، ۱۶ نورې کړنلارې چې د لاریونونو او مدني اعتراضونو د رسنیز پوښښ د منع کولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د سختو محدودیتونو، د خبرونو او راپورونو په خپرولو، د محتوا د تولید، حکومت په توګه د طالبانو معرفي کول، په رسنیو کې د موسیقۍ د خپرولو منع، په رسنیو کې د ښځو او نارینه وو جلا کول،

له نارینه وو سره د ښځو مرکې او برعکس یې، د طالبانو له مخالفینو او منتقدینو سره پر مرکو بندیز، د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو منځپانګو درلودونکو سوداګریزو اعلانونو پر خپرولو بندیز، پر طالب چارواکو د نیوکې منع کول، جلا وطنه رسنیو سره پر کار بندیز، د هلمند ولایت په محلي رسنیو د ښځو د غږونو په خپرولو بندیز یې له ډلې دي، صادر شوي دي.

په دې وروستیو میاشتو کې (خوست) کې رسنیو ته د نجونو/ښځو پر ټیلیفوني اړیکو او د ساه لرونکي انځورونو پر اخیستلو او خپرولو بندیز هغه بندیزونه دي چې په یو ډول یې د ټلویزیونونو پر فعالیت ناوړه او منفي اغیز لرلی دی.

په داسې حال کې چې یاډې کړنلارې، رسنۍ او خبريالان له ځينو کارونو منع کوي، خو د سرغړونې د پايلو په اړه يې څه نه دي ويل شوي، د افغانستان د خبريالانو د مرکز موندنې ښيي چې د رسنيو مسؤولين يا خبريالان چې دغه فرمانونه له پامه غورځوي، ګواښل کېږي او يا هم زنداني کېږي او رسنۍ هم له ځیني غبرګونونو لکه د فعالیت ودرولو ته اړ شوی دي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز موندنې ښيي چې په تېر کال کې په بېلابېلو ولايتونو کې لږ تر لږه ١٢ ټلوېزيونونه له يادو کړنلارو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي چې له ډلې یې يوازې يو ټلوېزيون بېرته پرانيستل شوى دى، په یاده موده کې لږ تر لږه ۳۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول شوي، چې اووه یې لا هم په بند کې دي.

نن د ټلویزیون د نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غواړي، چې د ازادو رسنیو ارزښت ته په پام سره د صادر شویو رسنیزو کړنلارو چې په هېواد کې د یو شمېر رسنیو په ځانګړې توګه د ټلویزیونونو د بندېدو لامل شوي او د رسنیو کار یې خورا محدود کړی دی، له سره غور وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غواړي چې د افغانستان د ټولنیزو رسنیو له قانون سره سم د رسنیو او خبریالانو د کار او ازادۍ درناوی او ملاتړ وکړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې د افغانستان د ټولنيزو رسنیو له قانون سره سم د رسنیو له ازادۍ او په ځانګړي ډول د ټلویزیونونو له فعالیتونو څخه ملاتړ وکړي.