خبرپاڼه: په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ په اړه د افغانستان دخبریالانو مرکز د ۱۴۰۲ کال راپور

خبرپاڼه: په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ په اړه د افغانستان دخبریالانو مرکز د ۱۴۰۲ کال راپور

27 حوت 1402

کابل- نن د خبریال د ملي ورځې په مناسبت د افغانستان دخبریالانو مرکز په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه د 1402 لمريز کال کلنی راپور خپور کړ.

د دغه راپور له مخې په افغانستان کې په 1402 هجري لمریز کال کې د رسنیو او خبریالانو ازادي مخ پر خرابیدو ښودل شوې ده. په دغه راپور کې ویل شوي دي، چې په 1402 لمریز کال کې په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له خپلواکۍ او له خپلو اساسي قانوني حقونو څخه د ګټې اخیستلو د کچې له مخې له سختو محدودیتونو سره مخ و او حقوق یې په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي.

د افغانستان دخبريالانو مرکز په کلني راپور کې ويل شوي، چې په تېرو 12 مياشتو کې پر رسنيو او خبريالانو فشارونه او د هغوى تهديدونه د تېر کال په پرتله په ډېر شدت سره دوام لري او بنسټ یې هغه کړنلارې وې، چې د ډله ییزو رسنیو د قانون د پلې کیدا وړ ګڼلو ترڅنګ، د طالبانو د حکومت او سیمه ییزو چارواکو له لورې صادرې شوې دي.

که څه هم په 1402 کال کې د څلورو صادر شویو کړنلارو په ګډون په ډیری رسنیزو کړنلارو کې د خبریالانو او رسنیو له لورې د هغې د نه عملي کولو د پایلو په اړه په ښکاره ډول څه نه دي ویل شوي؛ مګر د افغانستان دخبریالانو مرکز موندنې ښیي، چې کومو خبریالانو او یا رسنیو دغه کړنلارې له پامه غورځولي دي، ګواښل شوي او یا بندیان شوي دي او یا یې رسنۍ له دایمي او لنډمهالي بندیز سره مخ شوي دي.په راپور کې راغلي چې په تېرو 12 مياشتو کې پر رسنيو او خبريالانو باندې د پخوانيو او نويو کړنلاړو د تطبيق فشار او د هغوى تهديدونه په دوه ډوله، يعني د طالبانو د حکومت او همدارنګه په ځینو ولایتونو کې د خپلو ځینو زورواکو لخوا په انفرادي توګه، دوام لري.

د افغانستان دخبريالانو مرکز په کلني راپور کې ويل شوي، چې د دغه بنسټ د شمېرنو له مخې 1402 کال کې د خبريالانو له حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه 139 پېښې ثبت کړي دي، چې 81 يې د ګواښونو او 58 يې د خبریالانو د نیولو دي. د خبريالانو مرکز د شمېرنو له مخې په 1401 کال کې د خبريالانو او رسنيو له حقونو څخه د سرغړونې 237 پېښې ثبت شوې وې، چې یوه د وژنې،  21د ټپي کېدو، 8 د فزیکي تاوتریخوالي پېښې، 113 د ګواښ او 94 د بندي کولو پېښې پکې شاملې دي. له نېکه مرغه په ​​تېرو 12 میاشتو کې پر خبریالانو کوم هدفي او یا د مرګ ژوبلې پېښه نه ده رامنځته شوې، چې دا په خپله یو مثبت او هیله بښونکی بدلون دی.  په ورته وخت کې په 1402 کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونې ټولې ثبت شوې قضیې د 1401 کال په پرتله په کمي لحاظ د پام وړ کمې دي، خو له کیفي او جوړښتي پلوه نه یوازې دا چې کوم بدلون په کې نه ليدل کېږي، بلکې په تېر کال کې په ځینو ولایتونو کې د یو شمېر طالب چارواکو له خوا د یو اړخیز کولو او د واک د استعمال په برخه کې د اندېښنې وړ بدلون لیدل شوی دی.

په 1402 کال د ثبت شویو ټولو پېښو څخه اووه پېښې د رسنیز فعالیت او یا رسنيو د بنديز دي، چې له ډلې يې په دايمي ډول د ښځينه وو او نارينه وو د يوې ګډې روزنيزې برنامې بندول، تر يوې اونۍ د څو ساعتونو لپاره د څلورو سيمه ييزو راډيوګانو د خپرونو بندول، د يوې راډيو بندول د 20 ورځو او د بلې هغې د ۵ مياشتو لپاره، د يادونې دي.

سربیره پر دې په تېرو 12 میاشتو د دوه راډیوګانو د مسوول مدیرانو محاکمه ترسره شوې، چې یو یې د جنایي جرم په تور او بل یې بهرنیو رسنیو سره د کار او جاسوسۍ په تور محاکمه شوی او هر یو یې په یوکلن بند محکوم شوی، چې اوسمهال په زندان کې د خپل بند موده تېروي.

د دغه راپور موندنې ښيي چې د استخباراتو ریاست او هم د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په 1402 کال کې د خبریالانو په نیولو، تهدیدولو او ډارولو سره په مستقیم او غیر مستقیم ډول د رسنیو او د بیان د ازادۍ ځپلو مسؤلیت پر غاړه درلود او ډیرې هڅې یې وکړې، ترڅو رسنیزې کړنلارې په شدت او جدیت سره پلې کړي. په ورته وخت کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپل ځانګړي کمېسیون له لارې شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې په برخه کې دهڅو سربېره، یاد کمیسیون د استخباراتو او امر بالمعروف د استازو د واک او فشار له امله، د وضعیت ښه کولو په برخه کې د پام وړ بریالیتوب نه دی ترلاسه کړی او تر دې چې په ځینو برخو کې د خبریالانو او رسنیو د حقونو د نقض عامل او سبب شوي دي.

 د کلني راپور بشپړ متن ته د لاسرسي په موخه، دې پتې ته مراجعه وکړسئ.