د خبریالانو مرکز: په کندهار کې په انځور اخيستلو او ویډیو کولو د بندیز لګول په دې ولایت کې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې جدي شاتګ دی.

ملا شېرین اخوند د روان کال د ثور میاشتې په 14 د کندهار سرپرست والي په توګه وټاکل شو او ویل کېږي د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند ته له نیږدي کسانو څخه دی. د ملا شېرین اخوند ډیر کم انځورونه شتون لري. دا انځور د کندهار سرپرست په توګه د هغه معرفي کولو د وخت دی.

 1402 سلواغې 30

کندهارـ د افغانستان دخبريالانو مرکز په کندهار کې د طالبانو د والي له لوري د سیمه ییزو چارواکو په رسمي او غېرې رسمي غونډو کې د انځور اخیستلو او ویډیو کولو باندې د بندیز لګولو حکم یو غيرې قانوني کار او په جدي ډول شاتګ ګڼي، چې د بیان په ازادۍ د محدوديت لا سختیدو، د خود سانسورۍ ډيروالي او په دې ولایت کې د پام وړ معلوماتو ته د رسنیو د لاسرسي د کمښت لامل کېږي او په دې حکم له سره د غور کولو غوښتنه کوي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د دغه فرمان یوه کاپي ترلاسه کړې، چې په کندهار کې د طالبانو د سرپرست والي «ملا شیرین اخند» په لاسلیک خپور شوی.

په دې کړنلاره کې چې د هجري قمري کال په بنسټ چې د 1402 کال سلواغې 29 نېټې سره سمون خوري صادره شوې، د کندهال ولایت نظامي او ملکي مسوولینو ته په خطاب ویل شوي دي: « د دې لیک له مخې تاسې ټولو ته لارښوونه کېږي، په راتلونکي کې (له دې ورسته) په خپلو رسمي او غېري رسمي ناستو کې د انځورونو او ویډیو کولو څخه، د دې لپاره ډډه وکړئ چې د ګټې پرځای یې زیان ډېر دی. خپل کاري راپورونه په لیکني او غږیزه بڼه خپاره کړئ.» د ملا شېرین اخوند د دې کړنلارې په دوام راغلي دي، چې د دې مکتوب د اعلان تر نېټې وروسته هرکس(مسوول شخص) باید هغه په خپله اداره کې پلی کړي.

په کندهار کې يو شمېر خبريالان چې نن ځینو ادارو ته د ويډيويي مرکې لپاره تللي وايي، چې دغه کړنلاره عملي شوې او سيمه ييز چارواکي مرکې ته نه دي حاضر شوي.

د 1400 کال د زمري په 24 واک ته د دویم ځل لپاره د طالبانو له رسېدو وروسته، تر اوسه دا د رسنیو په اړه د طالب چارواکو 16 کړنلاره ده چې صادریږي. تر دې  وړاندې ورته کړنلاره د 1401 لمریز کال د کب په میاشت کې هلمند لپاره د طالبانو والي مولوي عبدالاحد طالب له لوري صادره شوې وه، مګر له یوې میاشتې وروسته سیمه ییزې ادارې د دې کړنلارې د لغوه کولو خبر ورکړ.

د افغانستان دخبریالانو مرکز په کندهار ولایت کې د سیمه ییزو چارواکو په رسمي او غیري رسمي ناستو کې د ویډیو کولو او انځور اخیستو باندې د بندیز حکم صادرول غیري قانوني کار او په شدت سره په شاتګ ګڼي، چې د بیان ازادۍ پروړاندې د محدودیت ډیروالي، د ځان سانسورونې ډېروالي او په دې ولایت کې پام وړ اطلاعاتو ته د رسنیو د کمښت لامل کېږي. د افغانستان دخبریالانو مرکز په کندهار ولایت کې د طالبانو له رهبرۍ څخه په دې حکم د بیا کتنې ترڅنګ غواړي چې په دې ولایت کې د بیان ازادۍ او د خبریالانو قانوني حقونو ته درناوی وکړي.

د ټولیزو رسنیو د قانون په څلورمه ماده کې چې د طالبانو له لورې د پلي کیدا وړګڼل شوی دی، راغلي دي چې هیڅ حقیقي یا حکمي شخص نه شي کولای د ازادو خبري یا معلوماتي رسنیو فعالیت، تحریم، سانسور یا محدود کړي او یا په بل ډول د رسنیو په کارونو او نشراتو کې لاسوهنه وکړي.