خبرپاڼه: په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ حالت په اړه د خبریالانو مرکز راپور

خبرپاڼه: په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ حالت په اړه د خبریالانو مرکز راپور

2023 دسمبر 29

کابل-د افغانستان خبریالانو مرکز (AFJC) نن په 2023 کال کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړ.

د دغه راپور له مخې، په 2023 کال کې په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له خپلو بنسټیزو او قانوني حقونو څخه د ازادۍ او ګټې اخیستنې په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ شوي او حقوق یې په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي.

د رسنیو لږ تر لږه 14 کړنلارې، چې ځینې یې په 2023 کال کې صادرې شوې وې، د دغو محدودیتونو او د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د پراخې سرغړونې بنسټ و.دغه کړنلارې د رسنیزو چارو اړوند پراخې برخې په بر کې نیسي، چې په ملي راډیو ټلویزیون کې د ښځو کار منع کول، د لاریونونو او مدني اعتراضونو د خبري پوښښ منع کول، د خبرونو او راپورونو په چمتو کولو او خپرولو کې د محدودیتونو لګول او د محتوا تولید، طالبانو ته د افغانستان د حکومت په توګه خطاب، د موسیقۍ په خپرولو بندیز، د ښځینه ژورنالیستانو باندې د مخ پټول جبري کول، په ډرامو او د رسنیو په تفریحي پروګرامونو کې د ښځو شتون منع کول، په رسنیو کې د نارینه وو او ښځینه وو د ځای جلا کول او له ښځو سره د نارینه وو او له نارینه وو سره د ښځو په مرکو بندیزونه پکې شامل دي.د طالبانو له مخالفانو او منتقدینو سره له مرکو د رسنیو منع کول، په افغانستان کې د نړیوالو راډیوګانو او ټلویزیونونو پر خپرونو بندیز، د مسؤلو چارواکو له همغږۍ پرته د سیاسي، امنیتي او ټولنیزې منځپانګې لرونکو سوداګریزو اعلانونو پر خپرېدو بندیز، د طالبانود حکومت په چارواکو د نیوکې بندیز، د هلمند په رسنیو کې د ښځو د غږ په نشر بندیز، او له «ممنوعه رسنیو» سره پر همکارۍ بندیز د هغه صادرو شویو کړنلارو څخه دي، چې ټولې یې په تېرو 12 میاشتو کې په جدي توګه پلې شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي په 2023 کال کې د دې کړنلارو بشپړ پلې کیدا چې په ځینو مواردو کې خورا پراخ او مبهم دي، د رسنیو په تولید او د هغوی د کاري منځپانګې په برخه کې ویجاړونکی اغیز کړی دی.  طالب چارواکي ډېر کم له رسنيو سره مرکې کوي او رسمي وياندويان يې په مناسب وخت کې ټولو خبريالانو ته رسېدنه نه کوي او يا هم د جدي او ژورو پوښتنو له ځوابولو ډډه کوي.

که څه هم په دغه رسنیزو کړنلارو کې د خبریالانو او رسنیو له لورې د هغې د نه عملي کیدا په صورت کې د پایلو په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو په ورته وخت کې دافغانستان خبریالانو مرکز موندنې ښیي، چې کومو خبریالانو دغه کړنلارې له پامه غورځولي دي، ګواښل شوي او یا بندیان شوي دي او یا یې رسنۍ له دایمي او موقتي بندیز سره مخ شوي دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز په کلني راپور کې ويل شوي، چې د دغه بنسټ شمېرونکي په 2023 کال کې د خبريالانو له حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه 168 پېښې ثبت کړي دي، چې په دې کې د يوه خبريال وژل کېدل او د 19 نورو خبريالانو ټپي کېدل، د ګواښونې 87 او د خبریالانو د بندي کولو 61 پېښې پکې شاملي دي.په 2023 کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونې ثبت شوې قضیې د 2022 کال په پرتله د کمیت له پلوه د پام وړ کموالی ښيي، خو د کیفیت او جوړښت له پلوه هیڅ بدلون نه دی لیدل شوی.  په 2022 کال کې د افغانستان خبریالانو مرکز د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونې 260 پېښې ثبت کړې وې، چې ۲ پېښې پکې د ټپي کېدو، ۱۱ د فزیکي تاوتریخوالي، 128 د ګواښ او 119 د خبریالانو د نیول کېدو پېښې پکې شاملې وې.

په 2023 کال کې د ثبت شویو ټولو پېښو له جملې د رسنیو د فعالیت بندولو اته پېښې شوې وې، چې له هغې یې پنځه پېښې له یوې اوونۍ تر څو اونیو پورې په موقتي توګه وې او درې نورې رسنۍ د دوه خبري ویب پاڼو او یوې راډیو په ګډون اوس هم د فعالیت اجازه نه لري.

پر دې سربېره په تېرو 12 میاشتو کې په هېواد کې د رسنیو د مدیرانو او خبریالانو لپاره د محاکمې لږ تر لږه 5 غونډې جوړې شوې دي.د افغانستان خبریالانو مرکز د معلوماتو پر بنسټ، دا محکمې د 10 خصوصی رسنیو د مسوولینو تورونو ته د غیابي رسېدنې او د ملي راډیو تلویزیون درې کارکوونکو او د دوه خصوصي راډیوګانو مسوولینو حضوري محاکمې لپاره جوړه شوې وه، چې د ملي راډیو تلویزیون د کارکوونکو او د یوې خصوصي رسنۍ د مسوول له دوسیو پرته چې جنایی اعلان شوې، نور ټول تورن د رسنییز کار له امله تر څېړنې لاندې ونیول شو. د محکوم شوو له جملې، په اوس وخت کې د دوه رسنیو مسوولان چې هر یو یې په یو کال زندان محکوم شوي دي، د خپل محکومیت د دورې تېرولو ته په حال کې دي.

د دغه راپور موندنې ښيي چې د استخباراتو ریاست او هم د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په 2023 کال کې د خبریالانو په نیولو، تهدیدولو او ډارولو سره په مستقیم او غیر مستقیم ډول د ازادو رسنیو او د بیان د ازادۍ ځپلو مسؤلیت پر غاړه درلود او ډیرې هڅې یې وکړې، ترڅو رسنیزې کړنلارې په شدت او جدیت سره پلې کړي. په ورته وخت کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپل ځانګړي کمېسیون له لارې شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې په برخه کې دهڅو سربېره، یاد کمیسیون د استخباراتو او امر بالمعروف د استازو د واک او فشار له امله، د وضعیت ښه کولو په برخه کې د پام وړ بریالیتوب نه دی ترلاسه کړی او تر دې چې په ځینو برخو کې د خبریالانو او رسنیو د حقونو د نقض عامل او سبب شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د جدي سرغړونې د دوام په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره له طالبانو غوښتي چې د رسنیو غیر قانوني کړنلارې لغوه کړي او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او د رسنیو قانون، چې پخوا یې د عملي کیدو وړ ګڼلي، د یادو قوانینو له مخې د ازادو رسنیو فعالیت ته زمینه برابره کړي او له هغې ملاتړ وکړي.

 د کلني راپور بشپړ متن ته د لاسرسي په موخه، دې پتې ته مراجعه وکړسئ.