د خبریالانو مرکز:د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې د هېواد د رسمي ژبو د کارولو په برخه کې پر رسنیو د فشار راوړلو ډډه وکړي

۱۴۰۲ مرغومي ۲۸

کابل- د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په یو لیک کې له رسنیو غوښتي، چې د هیواد د «ملي هویت» د ساتلو لپاره دې له «بهرنیو اصطلاحاتو» له کارولو ډډه وکړي.په ورته وخت کې خیرخواه د هېواد د ډله ییزو رسنیو قانون دوه مادو ته په اشارې سره چې د دیني، اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو په ساتنې تمرکز کوي، له راډیو ګانو او تلویزیونونو غوښتي دي، ترڅو پنځه وخته اذان خپور کړي او د اسلامي مقدساتو له جملې د روژې مبارکې میاشتې تقدس په پام کې ونیسي.

په دې لیک کې چې یوه کاپي یې د افغانستان دخبریالانو مرکز ترلاسه کړې، د هیواد د ټولیزو رسنیو قانون په رڼا کې د ملي او رسمي ژبو او رسنیزو فعالیتونو د بقا، پایښت او ساتنې په موخه دوه مسایل مطرح شوي او ټاکل شوې ده په رسمي ډول خصوصي رسنیو ته واستول شي.

خیرالله خیرخواه په دې لیک کې ویلي دي، چې ملي او رسمي ژبې د هر هېواد د ملي هویت نښه ده او د هر ملت د پایښت لپاره اړینه ده چې د خپلې ژبې او کتلور ساتنه وکړي.هغه وویل د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپلو ملي او رسمي ژبو [پښتو، فارسي] د بقا، پایښت، بډاینې، پرمختګ او خوندي ساتنې په موخه په هیواد کې شته ټولیزو رسنیو څخه هیله کوي، چې په خپلو خپرونو، مرکو، خبرونو، تبصرو او لیکنو کې د نورو ژبو له اصطلاحاتو، کلماتو او الفاظو څخه ډډه وکړي او د خپلو ملي او رسمي ژبو اصول، قواعد او ګرامر په پام کې ونیسي ترڅو د هیواد اړوند ژبې د بهرنیو ژبو له ښکېلاک، تاثیر او اغیز څخه خوندي شي.

دا غوښتنه په داسې حال کې په رسمي ډول شوې ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې څو ځلې د اطلاعاتو او کتلور وزارت او استخباراتو ریاست له خوا د یو شمېر رسنیو مسوولین د هیواد له ملي ژبو د کارونې د څرنګوالي له امله احضار شوي او ترفشار لاندې راغلي دي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز په فرهنګی تنوع او د اړیکو او ټول شمولیت په ترویج کې د ملي او سیمه ییزو ژبو پر اهمیت له ټینګار سره، د رسنیو حقوق او د بیان ازادۍ څخه چې د بېلابېلو ژبو او لهجو کارونې څرنګوالی په کې شامل دی، کلک ملاتړ کوي.« موږ د هغو محدودیتونو اړوند چې له مخاطبانو سره د اغېزناکې اړیکې او د منځپانګې په تولید کې د رسنیو د وړتیا مخه ونیسي او یا د ازادو او دقیقو راپورونو یا خپرونو په تولید کې خبریالانو ته محدودیت رامنځته کړي، خبرداری ورکو.دا اړینه ده چې رسنۍ د ملي او رسمي یا سیمه ییزو ژبو په کارونه کې د هماغې ژبې اصولو سره سم، ازادې وي او په دې برخه کې د هر ډول فشار راوړل د هېواد د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف دي او د خپلواکو رسنیو په کار کې لاسوهنه ګڼل کېږي.»

د هیواد د ټولیزو رسنیو قانون په څلورماده کې راغلي دي چې هیڅ حقیقي یا حکمي شخص نه شي کولی، چې د ازادو خبري یا معلوماتي رسنیو فعالیت منع، تحریم، سانسور او محدود کړي او یا په بل ډول د ډله ییزو رسنیو په چارو او خپرونو کې لاسوهنه وکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او وزارت سرپرست د خپل لیک په دوهمه برخه کې رسنیو ته ویلي دي دا چې د هیواد ټولې ډله ییزې رسنۍ د ټولیزو رسنیو د قانون په بنسټ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي، مکلفې دي چې د دې قانون د شلمې او پنځه ویشتمې مادې مواد رعایت کړي.

په شلمه ماده کې راغلي دي چې خصوصي راډیوګانې او ټلویزیونونه مکلف دي چې په خپلو خپرونو کې د اسلام د سپېڅلي دین اصول او حکمونه او د افغانستان د ملت ملي، معنوي او اخلاقي ارزښتونه او رواني امنیت په پام کې ونیسي. په پنځه ویشتمه ماده کې د برېښنایي ډله ییزو رسنیو مسوول مدیرانو څخه په خپلو زده کړه ییزو خپرونو کې دیني، اخلاقي، روغتیایي، د ژوند چاپیریال، د پوهنې د اهمیت او د مخده توکو دکر کېلې، تولید او مصرف او د مسکراتو د استعمال د زیان مسئلو ته ځای ورکړي. د مادې په دویم بند کې د برېښنایي ټولیزو رسنیو مسؤل مدیران مکلف شوي دي؛ ترڅو د خپلو شبکو له لارې پنځه وخته آذان خپور کړي او د خپلو خپرونو په ترتیب کې د اسلامي سپېڅلو ورځو او د روژې د مبارکې میاشتې تقدس په پام کې ونیسي.

د خیر خواه په لیک کې د ډله ییزو رسنیو قانون د نورو موادو او د دغه قانون د تعدیل طرحې د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.د تېر کال د تلې میاشتې په نیمایي کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین حیات الله مهاجر فراهي ویلي و، چې د رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تعدیل طرحه چمتو شوې او د توشیح لپاره په کندهار کې د طالبانو مشرتابه ته استول شوې ده.فراهي ویلی و چې دغه قوانین به په «لږ بدلون» سره د رسنیو په واک کې ورکړي.

له دې سره سره د افغانستان دخبریالانو مرکز یوه څېړنه چې د روان کال د تلې په میاشت کې خپره شوه، ښیي چې طالبانو د ټولیزو رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تعدیل طرحې د پرمختګ سره هممهاله، دغو قوانینو سره موازي ۱۴ کړنلارې پلي کړي دي. که څه هم دغه کړنلارې د یوې مرجع له خوا نه دی صادرې شوی او هم یې د جوړېدو قانوني پړاوونه نه دي وهلي؛ خو په حقیقت کې له رسنیو او خبریالانو سره د چلند په برخه کې د حکومت د پالیسۍ بنسټ دی او د خبریالانو او رسنیو د کار ازادي یې په جدي ډول محدوده کړې ده.