عکس: ویکتور بلو، نیویورک تایمز
۱۸ جولای ۲۰۲۴- ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۳
کابل -- نن د افغانستان د خبریالانو مرکز د افغانستان د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونو د څېړنې پایلې خپرې کړې. د دې څېړنې موندنې ښيي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پر رسنیزو چارو د فشار او ګواښ اچولو بهیر د محتوا له پلوه زیات شوی او د کمیت له پلوه بیا د خبریالانو مرکز د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو او نیول کېدو ۸۹ پېښې ثبت کړي دي.
د افغانستان د خبريالانو د مرکز د څېړنې د موندنو په لنډيز کې، چې د ۲۰۲۴ زېږديز کال لومړۍ شپږ مياشتې (جنوري-جون) تر پوښښ لاندې راولي، ويل شوي، چې په دې موده کې ياد بنسټ د خبريالانو او رسنيو له حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه ٨٩ پېښې ثبت کړې دي.
يادو ثبت شویو پېښو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۶۰ د خبریالانو او رسنیو د مسوولینو پر وړاندې د ګواښونو او ۲۹ د خبریالانو د نیولو قضيې شاملې دي. د ګواښونو د پېښو له ډلې د طالب چارواکو په امر لږ تر لږه د اووه رسنیو تړل هم شامل دي. په کابل کې د عدليې وزارت له لوري دوه ټلوېزيونونه، دوه راډيوګانې د غزني ښاروالۍ، يوه راډيو په لغمان او يوه راډيو په پروان کې د جواز د نه تمدیدولو له امله د استخباراتو له لوري او يوه راډيو په خوست کې د امنيه قوماندانۍ له لوري تړل شوي دي. له دې ډلې درې رسنۍ له څو ورځو څخه نیولې تر یوې اونۍ پورې تړل شوې وې، خو دوه ټلویزیونونه او دوه راډیوګانې لا هم بندې دي او د پرانیستلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
په ورته مهال کې د نیول شویو خبریالانو له ډلې د روان کال د اپریل په شپږمه (۱۸حمل) په غزني کې نیول شوی خبریال لاهم بندي دی.
په یاده شپږ میاشتنۍ څېړنه کې، چې د افغانستان د خبریالانو د مرکز له لوري د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړونو د قضیو پر بنسټ ترسره شوې، ښيي چې په هېواد کې نه يوازې دا چې پر خصوصي او ازادو رسنیو فشار نه دی کم شوی ترڅنګ یې د رسنیو پر کاري محتوا څارنه هم زیاته شوې ده، غیر مسوول بنسټونه په ځانګړې ډول استخبارات او امر بالمعروف د رسنیو د پروګرامونو د مستقیم او غیر مستقیم نظارت له لارې د دوی په کارونو کې لاسوهنه کوي.
که څه هم په کابل کې پر رسنیو محدودیتونه کم دي، خو په ولایتونو کې رسنۍ په ځانګړې توګه د هېواد په سویل او ختیځ کې د غیر محلي رسنیو د تولیدي پروګرامونو د محتوا د بیا خپرولو له امله چې په کې د ښځو غږونه هم شتون لري، ګواښل شوې دي.
همدارنګه، ځایي خبریالان چې د ملي او ټولنيزو رسنیو سره همکاري کوي یوازې هغه قضیې تر پوښښ لاندې راوستلای شي چې د ځایي چارواکو له لوري تایید شوې وي. له دې ډلې په ټولنیزو رسنیو کې د هر مطلب یا موضوع خپرول او د خبریالانو شخصي ټولنیز حسابونه هم شامل دي. په ورته مهال کې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې محدودیتونه هم په جدي توګه پلي کیږي او اړوند چارواکي په ډېری برخو کې له خبریالانو سره خبرو ته زړه نه ښه کوي، له بهرنیو رسنیو په ځانګړې توګه له تبعید شوې رسنیو سره د خبریالانو همکاري د منلو وړ نه ده.
له دې سره سره د افغانستان د خبریالانو مرکز ټینګار کوي چې پر خصوصي او ازادو رسنیو د بندیزونو سختول او د خبریالانو ګواښل او نیول نه یوازې دا چې بې پایلې دي، بلکې د خلکو پر پوهاوي او د هېواد پر پرمختګ هم ډېرې ناوړه پایلې لري.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له مسوولو چارواکو غواړي چې په خپله رسنیزه پالیسي له سره غور وکړي، له خبریالانو او رسنیو څخه د ناسمو او ناقانونه غوښتنو ډډه وکړي او له وېرې او ځان سانسورۍ څخه په پاک چاپېریال کې د کار کولو زمینه برابره کړي.

