د طالبانو د واکمنۍ په درېیم کال کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ څرنګوالي په اړه د افغانستان د خبریالانو مرکز راپور

د طالبانو د واکمنۍ په درېیم کال کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ څرنګوالي په اړه د افغانستان د خبریالانو مرکز راپور

۲۳ اسد ۱۴۰۳

کابل -- نن د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د واکمنۍ په درېیم کال کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د څرنګوالي په اړه خپل راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې د طالبانو د واکمنۍ په درېیم کال کې (۲۴ اسد ۱۴۰۲ تر ۲۴ اسد ۱۴۰۳) پورې د رسنیو او خبریالانو په اړه د طالبانو د چارواکو ویناوو او کړنو د څېړلو ترڅنګ د رسنیو او خبریالانو د حقونو څخه د سرغړونو شمېرې بیان شوي او د تېر دوهم کال سره پرتله شوي دي.

د طالبانو د واکمنۍ په درېیم کال کې د رسنیو او خبریالانو په ځانګړې توګه د ازادو رسنیو په اړه د طالبانو د حکومت پالیسي یا رسمي کړنلاره د دویم کال په شان روښانه نه وه. له یوې خوا د طالبانو د حکومت جګپوړو ویاندویانو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو د جمهوري ریاست د دورې د رسنیو د قانون په اړه، چې ازادې رسنۍ او د بیان ازادي په یوه ټاکلي چوکاټ کې پېژني، خبرې کوي او وایي چې دا قانون له "شریعت سره" او "د اسلامي امارت له اصولو" سره برابر دی او ډېر ژر به د څه ناڅه تعدیل او توپیر سره خپور شي.

ورته مهال، په تیرو دولسو میاشتو کې لیدل شوي چې د بیان د ازادۍ او ازادو رسنیو په برخه کې خورا محافظه کاره، دودیزه او مذهبي فکري چلند ترسره کېږي.

په دې لړ کې یو شمېر لوړپوړو چارواکو ویلي، د طالبانو د مشرتابه د دریځ او تګلارې سره سم، خبریالان "فکري بدلون" ته اړتیا لري او له هغو کسانو سره چې د یادو کړنو خلاف عمل کوي وړ چلند ترسره کېږي.

البته هغه څه چې د طالبانو د واکمنۍ په درېیم کال کې په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ په برخه کې رامنځ ته شول د همدې خورا محافظه کاره کړنلارې پایله وه، چې په ځینو مواردو کې د محتوا له پلوه ور زیاته شوې او لا سخته شوې ده.

په تېرو دولسو میاشتو کې د رسنیو او خپلواکو خبریالانو سره د چلند په اړه د جدي کړنو یوه نښه رسنیو ته د کړنلارو د صادرولو دوام و.

په داسې حال کې چې د رسنیو قانون یوازې په نوم اجرایوي وه او په ټاکلي ټکو کې لکه د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمیسیون ته مشروعیت ورکولو لپاره ترې کار وانخیستل شو، مګر په ورته توګه، طالب چارواکو لږ تر لږه درې نوې رسنیزې کړنلارې صادرې کړې، چې په کې د "ملي هویت د ساتنې" لپاره د ژبې او کلمو د کارولو څرنګوالی، د کندهار د سیمه‌ییزو چارواکو په رسمي او غیر رسمي غونډو کې د عکس اخیستلو او فلم اخیستلو منع کول او په خوست ولایت کې راډیوګانو او ټلویزیونونو ته د نجونو له خوا د ټلیفوني اړیکو منع کول شامل دي. چې ډېری کړنلارې یې په ځانګړې توګه دویمه او دریمه، په نورو ولایتونو کې هم لیدل شوې دي.

طالب چارواکو د خپلې واکمنۍ په لومړیو او دویمو کلونو کې رسنیو او خبریالانو ته لږ تر لږه ۱۴ کړنلارې صادر کړې وې او د پلي کولو لپاره یې له هېڅ ډول هڅې او فشار څخه ډډه نه ده کړې. دغه کړنلارې چې قانوني او حقوقي بنسټ یې نه دی تعریف شوی او ځینې مواد یې مبهم دي، ډېری برخې یې په ملي راډیو او ټلویزیون کې د ښځو د کار د منع کولو، د لاریونونو د خبري پوښښ د مخنیوي، د موسیقي د خپرولو منع، په رسنیو کې د ښځو د پوښښ او د هغوی د ځای توپیر، د ښځو سره د نارینه‌وو یا نارینه‌وو سره د ښځو د مرکو منع کولو، په ډرامو او فلمونو کې د ښځو ښکاره کولو، د طالبانو له مخالفانو او منتقدینو سره پر مرکو بندیز، په افغانستان کې د نړیوالو راډیوګانو او تلویزونونو خپرولو منع کول، پر طالب چارواکو د نیوکو کولو منع کول، په رسنیو کې د ښځو غږونو خپرول یا په ځینو ولایتونو کې له ښځو سره پر ټیلیفوني اړیکو بندیز لګول او له بهرني یا تبعیدي رسنیو سره همکاري کولو په اړه دي.

که څه هم پخوانۍ او نوې کړنلارې خبريالان او رسنۍ له ځينو کړنو منع کوي او يا يې ګواښوي، خو د هغو د سرغړونو د پايلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ورته مهال د افغانستان د خبريالانو د مرکز موندنې ښيي چې هغه رسنۍ او خبريالان چې دغه کړنلارې يې له پامه غورځولي په درېیم کال کې هم له جدي چلند سره مخ شوي دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز په تېرو ۱۲ مياشتو کې د ګواښونو او نيولو په ګډون د رسنيو او خبريالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۱۸۱ پېښې ثبت کړي چې د د دوېیم کال په پرتله زیاتوالی ښیي.

په دې موده کې د څلورو رسنیو په موقتي توګه د څو ساعتونو څخه تر یوې اونۍ او څو میاشتو پورې تړلو په ګډون د ګواښونو ۱۳۳ قضیې او د څلورو نورو رسنیو دایمي تړل، او همدارنګه د ځیني رسنیو د نشراتي جواز تعلیق او د نوي کولو څخه انکار او د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیولو ۴۸ قضیې شاملې دي چې له ډلې یې دوه خبریالان لا هم په بند کې دي.

له دې سره سره د طالبانو د واکمنۍ درېیم کال له یو مثبت بدلون سره مل وو او هغه دا چې په دې موده کې پر خبریالانو او رسنیو د هدفي بریدونو او یا هم خبریالانو ته د قصدي زیان رسولو کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

د طالبانو حکومت په دویم کال کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې ثبت شوې شمېرې د یوه خبریال د وژل کېدو، ۲۰ د خبریالانو د ټپي کېدو، ۹۴ د خبریالانو د ګواښولو، ۵۹ د خبریالانو د نیول کېدو او پنځه د فزیکي تاوتریخوالي په ګډون ۱۷۹ پېښو ته رسېدلې وې.

په لومړي کال کې د رسنیو د دوو کارکوونکو د وژنې په ګډون ۱۸۷ پېښې ثبت شوې وې.

ورته مهال د طالبانو د واکمنۍ په درېیم کال کې د سوداګریزو اعلانونو د کمښت او د پروژو د ملاتړ د نشتوالي له امله د رسنیو سختو اقتصادي ستونزو ترڅنګ د مالیاتو فشار زیاتوالی وموند. سربېره پر دې په تېرو دولسو میاشتو کې نه یوازې له هېواده د رسنیو د کارکوونکو د وتلو لړۍ پای ته نه ده رسېدلې، بلکې هغه بهیر چې دوه کاله وړاندې د جمهوري ریاست له سقوط سره پیل شوی و، دوام لري.

او ګڼ شمېر خبریالان د کار موندلو او یا هم لوېدیځو هیوادونو ته د کډوالۍ په نیت ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا پاکستان او ایران ته ولاړل. په داسې حال کې چې په دې هېوادونو او ترکيه کې د مېشتو افغان کډوالو د ژوند شرايط د وخت په تېرېدو سره ډېر ستونزمن شوي، خو په دغو هېوادونو کې د لږ شمېر خبريالانو د پناه غوښتنې غوښتنليکونه منل شوي، ډېری پاتې کسان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د پناه غوښتنې د ناڅرګند برخلیک په اړه اندیښمن دي.

د راپور د بشپړ متن د ترلاسه کولو لپاره دې ادرس ته مراجعه وکړئ.