۱۴۰۳ د کب ۲۶
کابل – د افغانستان د خبریالانو مرکز نن د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د وضعیت راپور خپور کړ، چې له مخې یې د رسنیو د ازادۍ د محدودولو بهیر لا زیات شوی دی او د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونو شمېر د ۱۴۰۲ کال په پرتله ۲۴ سلنه زیاتوالی ښیي. په راپور کې راغلي، چې د تېر یو کال په اوږدو کې، د افغانستان د خبریالانو مرکز لږ تر لږه ۱۷۲ د رسنیو او خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې پېښې ثبت کړې دي، چې پکې د طالبانو له لوري د نويو محدودویتونو له امله د ۲۲ رسنیو د فعالیت بندېدل او د ۵۰ خبریالانو نیول شامل دي.
دا راپور، چې نن یکشنبې د کب په ۲۶مه د خبریال ملي ورځې (د کب ۲۷مې) په مناسبت خپور شو، په کې ویل شوي، چې د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې، د طالبانو حکومت د ناروښانه رسنیز سیاست تر سیوري لاندې د رسنیو د ازادۍ د محدودولو پالیسۍ په لا ډېر شدت او پراخوالي دوام وموند او د محدودیتونو کچه لوړه شوه.
راپور زیاتوي، چې د حکومت دننه د رسنیو پر وړاندې د چلند په اړه اختلافات د تېر ۱۴۰۲ کال په پرتله ډېر څرګند وو، د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیزو چارو د اصلي بنسټ په توګه د پخواني حکومت د ټولنیزو رسنیو قانون، چې په یوه ځانګړي چوکات کې د رسنیو ازادي په رسميت پېژني، د پلي کېدو وړ بولي او د لږ څه بدلونو په راوستلو سره یاد قانون د تعدیل له نهايي کېدو خبر ورکوي، خو بل لور ته، چې محافظهکار، دودیز او مذهبي چارواکي دي، یاد قانون نه مني او د غیرقانوني لارښوونو او کړنلارو له لارې د رسنیو د کنټرول او لا محدودولو هڅه کوي.
د راپور په دوام کې راځي، چې په ۱۴۰۳ کال کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوي قانون له خپرېدو سره، محتسبینو (مذهبي پولیسو) ته پراخ واکونه ورکړل شوي، هغوی د یاد قانون پر بنسټ د خلکو په ځانګړې ډول د خبریالانو چارو کې لاسوهنه کوي، همداراز محتسبین د رسنیو له کړنو څخه د څارنې ترڅنګ هر کله چې وغواړي، په مستقيمه توګه یا د استخباراتو له ادارې سره په همغږۍ د رسنيو پر وړاندې اقدام کوي، په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کمیسیون څنډې ته پاتې شوی او یا د محافظهکار، دودیز او مذهبي لیدلوري سره همغږی شوی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز کلني راپور کې روښانه شوې، چې په ۱۴۰۳ کال کې د حکومت له خوا د رسنیزو کړنلارو دوام، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون، چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپلو د بندیز ترڅنګ ځیني نور محدوديتونه له ځانه سره لري، د رسنیو د ازادۍ د ځپلو بهیر نوي او پېچلي پړاو ته داخل شو.
د دې راپور موندنې ښيي، چې د حاکمې ادارې چارواکو د ۱۴۰۳ کال په بهیر کې لږ تر لږه پنځه نوې کړنلارې رسنیو ته اورولي دي، چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز، چې لږ تر لږه په شپږ ولایتونو کې پلي شوی، په ژوندۍ بڼه د سیاسي او اقتصادي خپرونو پر خپرولو بندیز، د حکومت د قوانینو او پالیسۍ په اړه د نیوکه کوونکو خپرونو پر جوړولو او خپرولو بندیز، په رسنیو کې د طالبانو له خوا نا تأیید شوي مېلمنو پر دعوتول بندیز او د طالبانو د چارواکو د وژل کېدو په راپورونو کې د "شهید" او "شهادت" د کلمو پر کارولو د رسنیو اړ اېستل د هغو کړنلارو له ډلې دي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې رسنیو ته اورول شوي دي.
له دې وړاندې، د طالبانو له واک ته رسېدو ( د ۱۴۰۰ د زمري له ۲۴مې) څخه د ۱۴۰۲ کال تر پایه، د حاکمې ادارې چارواکو لږ تر لږه ۱۷ داسې لارښوونې او کړنلارې، چې د هېواد د رسنیو د قانون خلاف وې او پر رسنیو یې سخت محدودیتونه وضع کول رسنیو ته اورولې وې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښيي، چې هغه خبریالان، چې دا کړنلارې یې نه دي مراعت کړي، ګواښل شوي او یا نیول شوي دي او یا هغه رسنۍ چې د یادو کړنلارو پر وړاندې یې بې پامي کړي د فعالیت موقتي یا دایمي بندیز سره مخ شوې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز راپور کې راغلي چې، د دې بنسټ د رسنیو د ازادۍ څارونکي، په ۱۴۰۳ کال کې د رسنیو د حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۱۷۲ پېښې ثبت کړي دي، چې ۱۲۲ خبریالان ګواښل او ۵۰ تنو نورو نیول پکې شامل دي. له نیول شویو خبریالانو څخه، ۱۰ تنه لا هم بندیان دي او ۴ خبریالانو ته د ۲ څخه تر ۳ کلونو د بند سزا ورکړل شوې ده.
د دې شمېرو له مخې، په ۱۴۰۳ کال کې د خبریالانو او رسنیو د حقونو څخه د سرغړونې ثبت شوې پېښې، د ۱۴۰۲ کال په پرتله شاؤخوا ۲۴ سلنه زیاتوالی ښيي. سره له دې، په ۱۴۰۳ کال کې یوه مثبت او هیله بښونکی بدلون دا وه، چې په یاد کال کې د رسنیو پر ضد هېڅ هدفمند برید یا د رسنیو د کارکوونکو د زیانمنېدو پېښه نه ده ثبت شوې. د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۱۴۰۲ کال کې لږ تر لږه ۱۳۹ د رسنیو د حقونو څخه د سرغړونی پېښې ثبت کړې وې، چې پکې د ۸۰ تنو خبریالان د ګواښلو او د ۵۹ تنو خبریالانو نیول شامل وو.
د راپور د بشپړ متن د ترلاسه کولو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ( بشپړ متن)

