په کابل کې د آرزو تلویزیون دفتر له نږدې درې میاشتو وروسته بېرته د فعالیت اجازه ترلاسه کړه او پرانستل شو

په کابل کې د آرزو تلویزیون دفتر له نږدې درې میاشتو وروسته بېرته د فعالیت اجازه ترلاسه کړه او پرانستل شو

۱۴۰۳ د کب ۱۱

کابل- په کابل کې د آرزو تلویزیون دفتر، چې ۸۶ ورځې مخکې د استخباراتو او امر بالمعروف ادارې د کارکوونکو له یرغل وروسته تړل شوی و، بېرته د فعالیت اجازه ترلاسه کړه او پرانستل شو. د افغانستان د خبریالانو مرکز، د آرزو تلویزیون د دفتر له بیا پرانیستل کېدو هرکلی کوي، خو په یاده موده کې یې تړل د ازادو رسنیو د حقونو څخه ښکاره سرغړونه بولي، چې باید نه وای ترسره شوی.

د آرزو تلویزیون رئیس، بصیر عابد، د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له موافقې وروسته، نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د یاد تلویزیون له دفتره رسماً مهر او لاک لرې شو او د کارکوونکو په شتون کې یې فعالیت بېرته پيل شو.

د استخباراتو او د امر بالمعروف ادارې کارکوونکو، د روان کال د لیندۍ پر ۱۴مه، د کابل په کارته۳ سیمه کې د آرزو تلویزیون پر دفتر یرغل وکړ، د دې رسنۍ له کارکوونکو سره یې د ناسم چلند ترڅنګ د برېښنایي اسنادو ذخیره کولو وسایل او کمپیوټرونه ضبط کړل، دفتر یې وتاړه او اووه تنه کارکوونکي یې ونیول.

په هماغه ورځ، د امر بالمعروف وزارت استازي، د آرزو تلویزیون د دفتر پر دروازه، مهرولاک پاڼه ولګوله چې پکې لیکل شوي وو، "دا رسنۍ د غیراخلاقي او مبتذلو سریالونو د خپرولو له امله، تر امر ثاني پورې مهرولاک شوې ده." همداراز، د دې وزارت له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې، آرزو تلویزیون تورن شوی و، چې له جلا وطنه رسنیو سره په همکارۍ، مبتذل سریالونه د اسلامي او افغاني اصولو خلاف دوبله او خپروي. نیول شوي کارکوونکي د لیندۍ پر ۳۰مه، له کابل څخه د بهر نه وتلو او د محکمې په غونډه کې حاضرېدو په شرط، د پلڅرخي زندان څخه خوشې شول او ټاکل شوې وه چې محکمه د هغوی په اړه پرېکړه وکړي.

نن د آرزو تلویزیون رئیس د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې محکمې د تلویزیون د کارکوونکو بې‌ګناهي تایید کړې او د فعالیت پر دوام یې کومه ستونزه نشته. نوموړي همداراز وویل، چې د تلویزیون د بیا پرانیستل کېدو لپاره کوم ځانګړي شرایط نه دي مطرح شوي.

د آرزو تلویزیون د ۱۳۸۵ کال د تلې میاشتې په پیل کې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې جوړ او پرانیستل شو. دغه تلویزیون بیا د ۱۳۸۸ کال د مرغومې میاشتې په پیل کې په کابل کې خپل دفتر پرانیست چې د خبرونو جوړولو او خپرونو، تولید او دوبلې لپاره د ځانګړې سټوډیو درلودونکی وه. په دې اسټیډیو کې د ژویو مستند راپورونه او د ترکیې هېواد له لوري جوړ شوي «اسلامي سریالونه» په فارسي ژبه دوبله او خپرېدل.

د یوې باخبرې سرچینې په وینا، د آرزو تلویزیون شاوخوا (۶۰٪)سلنه پروګرامونه په کابل کې تولیدېږي چې د ۸ خبریالانو په ګډون، (۷۰) کارکوونکي پکې کار کوي او پاتې (۴۰٪)سلنه پروګرامونه یې په مزار شریف کې تولیدېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز، د آرزو تلویزیون د دفتر بیا پرانیستل کېدل او د محکمې له لوري د کارکوونکو د بې‌ګناه اعلانولو هر کلی کوي، خو په یاده موده کې یې تړل د یادې رسنۍ د بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه بولي، په افغانستان کې د رسنیو پر فعالیت د محدودیتونو پر زیاتېدو ژوره اندیښنه څرګندوي او د واکمنې ادارې له پرېکړه کوونکو چارواکو څخه غواړي چې رسنۍ دې د ټولنیزو رسنیو د قانون سره سم خپل فعالیت ته پرېښودل شي.

د همدې قانون له مخې، چې د طالبانو حکومت هم د پلي کېدو وړ بللی راغلي، چې خبریالان او رسنۍ باید په خپل مسلکي فعالیتونو کې آزادې وي او مسؤولین نه یواځې دا چې د رسنیو په چارو کې محدودیتونه رامنځته نه کړي او ویې نه ګواښې، بلکې ملاتړ یې وکړي.