په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې هم رسنیو ته د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو بندیز اعلان شو

په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې هم رسنیو ته د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو بندیز اعلان شو

 ۱۴۰۴ د وري ۷

فیض‌آباد، پلخمري، زرنج – د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې رسنیو ته امر کړی چې له دې وروسته ساه لرونکي انځورونه خپاره نه کړي. په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې د دې بندیز له اعلان سره، د هغو ولایتونو شمېر چې په کې د ساه لرونکي انځورونو خپرول په رسمي ډول منع شوي، لسو ولایتونو ته ورسېد.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې د مسؤولینو هغه غږیز پیغامونه ترلاسه کړي دي چې نن د بدخشان او بغلان سیمه‌ییزو رسنیو ته اعلان شوي دي. دغه پیغامونه کې چې د خبریالانو او سیمه‌ییزو ادارو مسؤولینو په ګډو واتساپ ګروپونو کې استول شوي، له رسنیو غوښتل شوي، څو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د قانون سره سم، له دې وروسته دې د ژوندیو موجوداتو انځورونه خپاره نه کړي.

په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې سیمه‌ییزو سرچینو د افغانستان د خبریالانو مرکز ته تایید کړې چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې مسؤولینو د سیمه‌ییزو رسنیو مسؤولین احضار کړي او دغه بندیز یې په حضوري ډول هم هغوی ته اعلان کړی او د نه پلي کولو د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

په بدخشان، بغلان او نیمروز کې د ملي راډیو ټلویزیون د سیمه‌ییزې څانګې او د باختر خبري آژانس، چې د حاکمې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي، سربېره په بدخشان کې لس خصوصي راډیوګانې او دوه ټلویزیونونه، په بغلان کې یو ټلویزیون او پنځه خصوصي راډیوګانې او په نیمروز کې بیا دوه ټلویزیونونه او څلور خصوصي راډیوګانې فعالیت لري.

د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو د بندیز په بشپړ ډول پلي کېدو سره داسې اندېښنې شتون لري چی په یادو ولایتونو کې ټلویزیونونه له فغالیت پاتې شي او نورې رسنۍ به هم له خورا سختو محدودیتونو سره مخامخ شي. 

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اوولسمه ماده کې چې د تېر کال د زمري په میاشت کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله آخندزاده له لوري توشیح او نافذ شو، راغلي چې محتسبین ( د امر بالمعروف وزارت اجرایي ځواک) باید د هغه مطالبو له خپرولو مخنیوی وکړي چې ساه لرونکي ( د ژوندیو موجوداتو) انځورونه پکې وي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز موندنې ښيي چې د دې قانون له خپرېدو راهیسې، د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو بندیز په لږ تر لږه اووه نورو لکه کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان او فراه ولایتونو کې په رسمي ډول اعلان او پلي شوی دی.

که څه هم د افغانستان د خبریالانو د مرکز د موندنو له مخې په دې وروستیو کې په ځینو ولایتونو کې د انځورونو او ویډیويي مرکو پر خپرولو محدودیت یو څه کم شوی، خو په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې د دې بندیز غځېدل او په نورو ولایتونو کې ځینې شواهد دا اندېښنې زیاتوي چې کېدای شي دا محدودیتونه لا هم پراخ شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې رسنیو ته د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو د بندیز پر اعلان ژوره خواشیني څرګندوي او د رسنیو د ځپلو د تشدید د پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو بندیز ټلویزیونونه د خبر رسونې له بهیره وباسي او په نورو رسنیو، په ځانګړې توګه پر راډیوګانو، چې په ټولنیزو رسنیو کې د پام وړ فعالیت لري، خورا ډېر محدودیتونه لګوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندهار کې د طالبانو له پرېکړه کوونکو چارواکو او د حاکمې ادارې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت له مسؤولینو څخه غواړي چې د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو بندیز په اړه له سره غور وکړي او د هغو نورو رسنیزو کړنلارو په لغو کولو چې په تېرو درېیو کلونو کې د ټولنیزو رسنیو قانون خلاف صادرې او پلي شوې دي، اجازه ورکړي، څو رسنۍ د هېواد د ټولنیزو رسنیو قانون سره سم د ازاد فعالیت حق ولري او خبریالان وتوانېږي په ډاډه توګه پرته له وېرې کار وکړي.