د «ګردش اطلاعات» خبري اژانس د امتیاز څښتن او مسول مدیر ونیول شوو

ښي اړخ ته احمد جواد رسولي او چپ اړخ ته عبدالحق حمیدي د ۱۴۰۲ کال د مرغومي په ۲۸ مه د پنجشنبې په ورځ کابل کې د استخباراتو ریاست ته احضار او نیول شوي دي.

۱۴۰۲ مرغومي ۲۹

کابل- د «ګردش اطلاعات» خبري اژانس دوه خبریالان احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي، کابل کې د استخباراتو ریاست ته تر غوښتنې وروسته بندیان کړي دي. د افغانستان خبريالانو مرکز د یادو دوه خبريالانو پر نيول کېدو د خواشينۍ په څرګندولو سره د هغوى د ژر او بې شرطه خوشې کېدو غوښتنه کوي.

احمد جواد رسولي د ګردش اطلاعات خبري اژانس د امتیاز څښتن او عبدالحق حمیدي یې مسؤل مدیر دی او دغه دوه خبریالان په ګډه د دې ادارې د مدیریت چارې پر مخ وړي.

د احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي خپلوانو د افغانستان دخبریالانو مرکز ته ویلي، چې دغه دوه خبریالان پرون سهار په کابل کې د استخباراتو له خوا نیول شوي دي.د حمیدي د کورنۍ یو غړي وویل:«د جدي په ۲۷ د چهارشنبې په ورځ یوې ناپېژانده شمېرې عبدالحق سره اړیکه نیولې وه، چې د پنجشنبې په ورځ سهار ۹ بجې له جواد رسولي سره استخباراتو ته راشي او کله چې استخباراتو ریاست ته ورځي نیول کېږي او څېړنې ترې شروع کېږي.» هغې زیاته کړه:«تېره ورځ شاو خوا مازدیګر ۴ بجې د استخباراتو کار کوونکو هغه کورته را وړی و، په بېړه خپل شخصي موبایل اخلي او مېرمنې ته وایي، چې د خپلې دندې له امله نیول شوی او پلټنې ترې کېږي.»

په ټوله کې د طالبانو استخبارات د خبريالانو د نيولو او يا له هغوی څخه د تحقيق کولو په باب څه نه وايي او همدا رنګه د طالبانو حکومت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم تر اوسه پدې اړه څه ندي ويلي.

د ګردش اطلاعات خبري اژانس د روان کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې په کابل کې تائسیس او په رسمي ډول یې کار پېل کړ

د افغانستان دخبریالانو مرکز د احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي په نیول کېدو د ژورې اندېښنې په شریکولو سره د استخباراتو له رياست څخه غواړي، چې هغوی ژر تر ژره او پرته له کوم شرطه خوشي کړي.د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې خبریالان د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازاد دي او چارواکي باید د هغوی په کار کې محدودیت رامنځته نه کړي او یا یې وګواښي؛ بلکې له هغوی ملاتړ وکړي.

دا خبریالان په داسې حال کې نېول کېږي، چې د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې، باید د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې شوي شکایتونه د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړلو کمېسیون له لارې وڅېړل وشي؛ خو په عمل کې دا کمېسیون څنډې ته شوی دی او د استخباراتو ریاست د خبریالانو په خپلسرې نیونې سره د ډار او وحشت فضا رامنځته کړې ده.

په 2023 میلادي کال (1401 مرغومي 11- 1402 مرغومي 10)  د افغانستان دخبریالانو مرکز په هېواد کې د خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې ۱۶۸ پېښې ثبت کړي دي؛ چې له دې جملې څخه ۶۱ یې د خبریالانو نیول دي.