۱۴۰۵ د تلې ۶مه – ۲۰۲۶ د سپټمبر ۲۸مه
کابل – نن اطلاعاتو ته لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغانستان د خبریالانو مرکز خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق له بېسارې ځپنې سره مخ دی او په عمل کې له منځه تللی دی.
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۱۷مه، د سپټمبر ۲۸مه اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په توګه په رسمیت وپېژندله، څو پر دوو اساسي اصولو ټینګار وکړي؛ د دې حق قانوني تضمین او خلکو ته د هغه د عملي لاسرسي تضمین. خو سربېره پر دې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې په بشپړه توګه په مخالف لوري روان دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښيي چې د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې تر دې دمه، د بیان د ازادۍ او د رسنیو د فعالیتونو د محدودولو په موخه، لږ تر لږه ۲۴ محدودوونکې کړنلارې او لارښوونې صادرې شوې دي. دغه کړنلارې د افغانستان د ټولیزو رسنیو او همداراز اطلاعاتو ته د لاسرسي له قانونونو سره په ښکاره ټکر کې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي: «د افغانستان خلک نن د جګړې له امله نه، بلکې د یوه رسمي او قصدي سیاست له امله په مطلقه اطلاعاتي تیاره کې ژوند کوي. د طالبانو حکومت د حق پېژندنې پر وړاندې د جګړې اعلان کړی؛ هغه جګړه چې خبریالان یې چوپ کړي، د اړتیا وړ اطلاعات یې په جدي توګه محدود کړي او د خلکو د پوهاوي اساسي حق یې سلب کړی دی.»
د رسنیو د ځپنې انځور؛ له سانسور څخه د خپلواکې خبریالۍ تر جرم ګڼلو
د افغانستان د خبریالانو مرکز مستندات ښيي چې په هېواد کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون له پلي کېدو سره، د خبریالانو او رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه په سیستماتیک ډول زیات شوي دي.
ثبت شوي مهم موارد:
د واقعیتونو پر خپرولو بندیز: د اعتراضونو، لاریونونو او هر ډول مخالف غږ پر رسنیز پوښښ د بشپړ بندیز دوام؛
له خپرېدو مخکې سانسور: پر منځپانګې د کنټرول تحمیل او د خبرونو له خپرولو مخکې د تایید اخیستلو مکلفیت؛
له پولو هاخوا سانسور: د نړیوالو ټلوېزیونونو د پروګرامونو پر خپرولو او بیا خپرولو بندیز؛
له رسنیو څخه د ښځو لرې کول: په دولتي رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر کار بندیز او په خصوصي او خپلواکو رسنیو کې د ښځو پر کاري فعالیتونو د محدودیتونو پراخول؛
د انځور پر وړاندې جګړه: ۲۵ ولایتونو ته د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز پراخېدل، چې د لسګونو ټلوېزیونونو د اجباري تړل کېدو لامل شوی؛
د اړیکو د محدودولو پراخول: د دولتي کارکوونکو له لوري د ځیرکو ټیلیفونونو پر کارولو د بندیز طرحه او په یو شمېر ولایتونو کې یې د دولتي رسنیو پر خبریالانو، په ځانګړي ډول ملي تلویزیون او باختر خبري اژانس کارکوونکو، پلي کول؛
د خبریالۍ جرم ګڼل: د پېښو د ازاد او خپلواک پوښښ یا له هېواده بهر فعالو رسنیو سره د اړیکو له امله د خبریالانو نیول، ګواښل او تعقیب لاندې راوستل.
د افغانستان د خبریالانو مرکز غوښتنه
د افغانستان د خبریالانو مرکز اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو له حکومت څخه غواړي:
۱. ټول هغه له ناقانونه فرمانونه او یا کړنلارې لغوه کړي چې د ټولیزو رسنیو او معلوماتو ته د لاسرسي له قانونونو سره په ټکر کې دي؛
۲. د سانسور سیستم، پر رسنیو امنیتي څارنې، او د خبریالانو د نیولو او ډارولو بهیر ته په بېړنۍ توګه د پای ټکی کېږدي؛
۳. له نړیوالې ټولنې او د بیان د ازادۍ له نړیوالو ملاتړو سازمانونو څخه غواړو، چې په افغانستان کې له خپلواکو رسنیو او له ګواښ سره مخ خبریالانو څخه خپل عملي او بېړنی ملاتړ زیات کړي.

