سرچینې:AFP
۱۴۰۵ د وږي ۱۷مه
خوست: په خوست کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې یو شمېر خبریالان د کتابونو د یوه نندارتون د خبري پوښښ پر مهال په سپکوونکي ډول نیولي او د هغوی د انځور اخیستنې کمرې یې ضبط کړې دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز دا اقدام په کلکه غندي او له واکمنې ادارې غواړي چې د خبریالانو انساني کرامت او مسلکي حقونو ته په درناوي، د هغوی کاري وسایل ژر تر ژره بېرته ور وسپاري.
په خوست ولایت کې یوې سیمهییزې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل: دا پېښه نن سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې د خوست ښار په دوهمه ناحیه کې د کتابونو د درې ورځني نندارتون د خبري پوښښ پر مهال رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، خبریالان په نندارتون کې د تصویر اخیستنې او مرکې پر مهال وو چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې محتسبینو یې د کار مخه ونیوله او وروسته یې هغوی په سپکوونکي ډول ــ داسې چې یو شمېر محتسبین یې مخې ته او یو شمېر نور یې شاته روان وو ــ په ګڼه ګوڼه کې شاه خوا لس دقیقې پلي په یوه سړک کې په داسې حال کې چې خلکو ورته کتل، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې ته ولېږدول.
یوه سیمهییز خبریال وویل، چې خبریالان په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې په بلنه د یاد نندارتون د خبري پوښښ لپاره ورغلي وو، خو محتسبینو دغه بلنه له پامه غورځولې او ۱۲ خبریالان یې په سپکوونکي چلند نیولي دي. د هغه په وینا، په امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره کې د خبریالانو د تصویر اخیستنې کمرې یې ترې ضبط شوې او وروسته ورته وویل شول، چې خپلو کورونو ته ولاړ شي.
هغه زیاته کړې چې په خوست کې د طالبانو د والي دفتر او نور سیمهییز چارواکي هم له پېښې خبر شوي، خو له شاؤخوا څلورو ساعتونو تېرېدو سره سره، لا هم د خبریالانو کمرې بېرته نه دي ورسپارل شوې.
دا اقدام د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز د طرحې په چوکاټ کې ترسره شوی؛ یاد بندیز د ۱۴۰۳ کال له زمري میاشتې راهیسې عملي کېږي او تر اوسه د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ ولایتونو کې په رسمي ډول ابلاغ شوی دی. که څه هم په خوست کې دغه بندیز په رسمي ډول رسنیو ته نه دی ابلاغ شوی، خو سیمهییز خبریالان او رسنۍ څو ځله په غیررسمي ډول د دې بندیز د عملي کولو له فشار سره مخ شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست کې له خبریالانو سره د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې سپکوونکی او د انساني کرامت او مسلکي اصولو خلاف چلند په کلکه غندي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د خبریالانو کمرې سمدستي بېرته وسپاري، له دغه ډول ناوړه چلند او سپکاوي لاس واخلي او خبریالانو ته اجازه ورکړي چې خپل مسلکي کار په ازادانه توګه او له وېرې او د نیول کېدو له ګواښ څخه پاک چاپیریال کې ترسره کړي.

