راه فردا تلویزیون
۱۴۰۵ د وږي ۱۵مه
کابل — په کابل کې د راه فردا تلویزیون له بیا پرانیستل کېدو درې میاشتې وروسته، د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت د دې خصوصي رسنۍ دفتر تړلی او د رسنۍ د امتیاز څښتن یې هم نیولی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز دغه اقدام په کلکه غندي او له مسؤولو چارواکو غواړي چې ازادو رسنیو ته درناوی وکړي، د راه فردا تلویزیون د امتیاز څښتن ژر تر ژره او له کوم قید او شرط پرته خوشې کړي او دې رسنۍ ته د بیا پرانیستلو اجازه ورکړي.
په کابل کې یوې باخبره سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې د واکمنې ادارې امنیتي ځواکونو نن غرمه شاؤخوا یوه بجه، د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند سرکاريز سیمه کې د راه فردا تلویزیون دفتر تړلی او مهر و لاک کړی او د دې رسنۍ د امتیاز څښتن سلمان اخلاقي یې نیولی دی. نوموړي وویل: همدراز یادو ځواکونو د تلویزیون د ودانۍ ترڅنګ په یوه بله ودانۍ کې د یوه سیمهییز مخور او قومي مشر دفتر هم تړلی او یو شمېر هغه کسان یې نیولي چې په دغه ځای کې موجود وو.
یادې سرچینې د طالبانو د عدلیې وزارت د یوه چارواکي له قوله وویل، چې دغه اقدام ځکه ترسره شوی چې دواړه ودانۍ د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګونډ د مشر محقق، ملکیت دي. د تېر کال د کب مياشتې په ۹مه نېټه، د طالبانو حکومت اعلان کړی و، چې د راه فردا تلویزیون د څښتن محمد محقق له لوري د پاکستان له لوري پر افغانستان د بریدونو د روا ګڼلو له امله، د دې رسنۍ د خپرونو د درولو او د محقق د شتمنیو د مصادرې امر صادر شوی دی.
د راه فردا تلویزیون یوه کارکوونکي د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې یاد تلویزیون له شاؤخوا درې میاشتني ځنډ وروسته، د ۱۴۰۵ کال په غبرګولي میاشت کې له ځینو جوړښتي بدلونونو سره، چې په کې د سلمان اخلاقي د نوي امتیاز څښتن او رحمان میرزاد د نوي مسؤل مدیر په توګه وټاکل شول، د فعالیت نوی جواز ترلاسه کړ او بېرته پرانیستل شو. د هغه په وینا، ځکه چې د تلویزیون سټوډیوګانې او تخنیکي وسایل د محقق په کور کې موجود وو، نو نويو مسؤولینو له واکمنې ادارې څخه غوښتنه کړې وه چې اجازه ورکړي تر یوې مودې پورې په دغه ځای کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي او له دې غوښتنې سره موافقه شوې وه.
دغه کارکوونکي ویلي چې راه فردا تلویزیون له بیا پرانیستل کېدو وروسته له اقتصادي او تخنیکي ستونزو سره مخ و او شاؤخوا یوه اوونۍ کېږي چې کارکوونکي یې دفتر ته نه دي حاضر شوي؛ خو له مخکې ثبت شوي پروګرامونه یې د سپوږمکۍ له لارې خپرول.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د عدلیې وزارت له لوري د راه فردا تلویزیون د دفتر تړل کېدل او د دې رسنۍ د امتیاز څښتن نیول کېدل په کلکه غندي. دا ډول اقدامات نه یوازې د رسنیو د ازادۍ له حق څخه سرغړونه ده، بلکې د رسنیو امنیت او خپلواکي هم په جدي ډول ګواښي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له واکمنې ادارې غواړي چې د راه فردا تلویزیون د امتیاز څښتن ژر تر ژره او له کوم قید او شرط پرته خوشې کړي او د دې رسنۍ د بیا پرانیستل کېدو او کارکوونکو ته د ازاد فعالیت او په خوندي چاپېریال کې، د نیول کېدو او سانسور له وېرې پرته د کار کولو زمينه برابره کړي.

