د آرزو ټلویزیون نیول شوي کارکوونکي د «ضمانت» په وړاندې کولو سره آزاد شول

د آرزو ټلویزیون نیول شوي کارکوونکي د «ضمانت» په وړاندې کولو سره آزاد شول

(له پورته خوا ښي لوري ته) مدیر امان‌الله عظیمي، خالد بارکزی، امیرحسین عطریان، ظهیر فیضي. (له لاندې خوا ښي لوري ته) او سمیع احمد بیک، هارون عرفان، او بکتاش رؤفي د لیندۍ په ۳۰مه نېټه له پلچرخي زندان څخه آزاد شول

۱۴۰۳ د مرغومی ۱

کابل – د آرزو خصوصي ټلویزیون هغه اووه کارکوونکي چې دوه اونۍ وړاندې د استخباراتو له لوري نیول شوي وو، د «ضمانت» په وړاندې کولو سره آزاد شول، خو تر اوسه په کابل کې د دې ټلویزیون دفتر ته د فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې او ټاکل شوې ده چې د نیول شویو کارکوونکو محاکمه یوه اوونۍ وروسته ترسره شي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د آرزو ټلویزیون د کارکوونکو له خوشې کېدو هرکلی کوي او له چارواکو غواړي چې دا قضیه پای ته رسېدلې اعلان کړي او پرېږدي چې آرزو ټلویزیون پرته له قید او شرط څخه خپل فعالیت بیا پیل کړي.

په کابل کې یوې باوري سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې د کابل ښار د درېیم زون ښاري محکمې په حکم، د آرزو ټلویزیون ټول نیول شوي اووه کارکوونکي د لیندۍ په ۳۰مه نېټه له کابل څخه د نه وتلو او د محکمې په غونډه کې د حاضرېدلو په موخه د ضمانت لیک په وړاندې کولو سره له پلچرخي زندان څخه آزاد شول. د دې سرچینې په وینا، د دوی محاکمه به یوه اوونۍ وروسته ترسره شي.

د استخباراتو او امر بالمعروف کارکوونکو د لیندۍ په ۱۴مه د کابل ښار په «کارته ۳» سیمه کې د آرزو ټلویزیون پر دفتر یرغل وکړ او د دې رسنۍ له کارکوونکو سره د ناسم چلند ترڅنګ یې برېښنایي وسایل او کمپیوټرونه ضبط کړل، د دې رسنۍ اووه کارکوونکي یې ونیول او د دفتر دروازې یې ور وتړلې.

په نیول شویو کسانو کې د کابل دفتر مدیر امان‌الله عظیمي، د تلویزیون وياند، خالد بارکزی، اداري مدیر او د خپرونو جوړونکی امیرحسین عطریان، د تولید مدیر ظهیر فیضي او د تولید څانګې کارکوونکي سمیع احمد بیک، هارون عرفان، او بکتاش رؤفي شامل وو چې لومړی د استخباراتو یوې توقیف خونې او بیا پلچرخي زندان ته ولېږدول شول.

په همدې ورځ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یوه استازي د آرزو ټلویزیون پر دروازه په یوه لګول شوې پاڼه داسې لیکلي وو: «دا رسنۍ د غیراخلاقي او مبتذلو سریالونو د خپرولو له امله، تر امر ثاني پورې تړل شوې ده.»

په ورته وخت کې، د دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې آرزو ټلویزیون تورن شوی و چې د جلا وطنه رسنیو په مرسته د اسلامي او افغاني اصولو او دودونو خلاف مبتذل سریالونه ژباړي او خپروي.

د آرزو ټلویزیون یو کارکوونکي وویل، چې د دې دفتر له تړل کېدو سره، د دې ټلویزیون شاؤخوا ۶۰ سلنه خپرونې درېدلې دي، خو په مزارشریف کې د دې ټلویزیون د مرکزي دفتر او سټوډیو له لارې په محدود ډول خپرونې دوام لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د آرزو ټلویزیون د نیول شویو کارکوونکو له خوشې کېدو هرکلی کوي او وایي چې د استخباراتو او امر بالمعروف د کارکوونکو له لوري پر دې رسنۍ یرغل او د کارکوونکو نیول د دوی د اساسي حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده، چې باید نه و ترسره شوی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز همدارنګه د آرزو ټلویزیون د تړل کېدو دوام او د کارکوونکو مشروطه خوشې کېدل د سیستماتیک فشار او سانسور د دوام نښې بولي او له مسؤولو چارواکو غواړي چې د آزادو رسنیو بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي، یاده قضیه پای ته رسېدلې اعلان کړي او اجازه دې ورکړي چې آرزو ټلویزیون پرته له کوم قید او شرط څخه ژر تر ژره بیا پرانیستل شي.