د استخباراتو او امر بالمعروف ادارې له لوري په کابل ښار کې د آرزو تلویزیون دفتر وتړل شو او ځینې کارکوونکي یې ونیول شول

د استخباراتو او امر بالمعروف ادارې له لوري په کابل ښار کې د آرزو تلویزیون دفتر وتړل شو او ځینې کارکوونکي یې ونیول شول

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳

کابل – د استخباراتو او امر بالمعروف ادارې کارکوونکو په کابل ښار کې د آرزو تلویزیون دفتر ته په یرغل سره د دې رسنۍ له کارکوونکو سره د ناوړه چلند ترڅنګ، د دې دفتر کمپیوټرونه ضبط کړل، اووه تنه کارکوونکي یې ونیول او یاد دفتر یې وټړه. د افغانستان د خبریالانو مرکز دغه کړنه د آرزو تلویزیون او د کارکوونکو له قانوني حقوقو څخه د ښکاره سرغړونې په توګه غندي او د نیول شوي کسانو د ژر تر ژره او بې له کوم قید او شرطه خوشې کېدو او د یادې خصوصي رسنۍ بېرته پرانیستلو غوښتنه کوي.

په کابل کې یوې باخبره سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې نن چهارشنبې د سهار ۹:۳۰ بجو په شاوخوا کې د استخباراتو او امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارو کارکوونکو په کابل کې د آرزو ټلویزیون پر دفتر چې په کارته سه سیمه کې موقعیت لري، یرغل وکړ. نوموړي وویل: «د استخباراتو کارکوونکو د تلویزیون یو ساتونکی وواهه، له کارکوونکو سره یې ناوړه چلند وکړ، د هغوی موبایلونه یې ترې واخیستل ترڅو له دفتر څخه بهر ته اړیکه ونه نیسي او بیا یې د هر یوه‌ څخه د‌ کار په اړه پوښتنې وکړې.»

دغه کس چې پېښه یې له نزدې څارلې، زیاته کړه: «د استخباراتو کارکوونکو د آرزو تلویزیون د دفتر څېړنې او د کارکوونکو څخه پوښتنو ته د ماسپښین تر درې بجو دوام ورکړ، وروسته یې اووه تنه کارکوونکي چې پکې د کابل دفتر مدیر امان‌الله عظیمي، د یاد تلوزیون د‌ خپرونو مخته وړونکی خالد بارکزی، د پروګرامونو جوړوونکی او اداري مدیر امیر حسین عطریان، د تولید برخې مدیر ظهیر او د تولید برخې کارکوونکي سمیع، هارون او بکتاش شامل دي، ونیول او د دفتر له کمپیوټرونو سره یې یوځای د استخباراتو ریاست ته یوړل.»

تر اوسه پورې د استخباراتو ریاست او د امر بالمعروف وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې، په هغه بندیز پاڼه کې چې د امر بالمعروف ادارې له لوري د آرزو تلویزیون د دفتر پر دروازه لګول شوې لیکل شوي دي، چې د غیر اخلاقي او مبتذلو سریالونو د خپرولو له امله تر دویمې خبرتیا پورې تړل شوی دی.

یوې بلې سرچينې د دغې پېښې د تایید ترڅنګ، یادونه وکړه چې تر دې وړاندې د استخباراتو ریاست لږ تر لږه دوه ځله آرزو تلویزیون د ځینو جلا وطنه رسنیو سره د همکارۍ په تور تورن کړی و، خو د آرزو تلویزیون مسؤولینو دا تورونه رد کړي دي.

د آرزو تلویزیون د ۱۳۸۵ کال د تلې میاشتې په پیل کې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې جوړ او پرانیستل شو. دغه تلویزیون بیا د ۱۳۸۸ کال د مرغومې میاشتې په پیل کې په کابل کې خپل دفتر پرانیست چې د خبرونو جوړولو او خپرولو، تولید او دوبلې لپاره د ځانګړې سټوډیو درلودونکی وه. په دې اسټیډیو کې د وحشي ژویو مستندونه او د ترکیې هېواد له لوري جوړ شوي «اسلامي سریالونه» په فارسي ژبه دوبله او خپرېدل.

د یوې باخبرې سرچینې په وینا، د آرزو تلویزیون شاوخوا ۶۰ سلنه پروګرامونه په کابل کې تولیدېږي چې د ۸ خبریالانو په ګډون، ۷۰ کارکوونکي پکې کار کوي او پاتې ۴۰ سلنه پروګرامونه یې په مزار شریف کې تولیدېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د استخباراتو او امر بالمعروف ادارې له لوري په کابل ښار کې د آرزو تلویزیون د دفتر تړل د رسنیو پر بنسټیزو حقوقو د ښکاره تېري په توګه چې د دې رسنۍ د لا محدودولو په موخه ترسره شوی، غندي او د استخباراتو ریاست امر بالمعروف وزارت څخه غواړي چې د رسنیو پر وړاندې د غیر قانوني محدودیتونو د ژر تر ژره لیرې کولو ترڅنګ، نیول شوي کسان خوشې کړي او دې رسنۍ ته اجازه ورکړي ترڅو د هېواد د ټولنیزو رسنیو قانون له مخې خپل فعالیتونه ترسره کړي.

د هېواد د ټولنیزو رسنیو په قانون کې چې د طالبانو حکومت هم تایید کړی، راغلي دي چې رسنۍ په خپلو مسلکي چارو کې ازادې دي او چارواکي باید د رسنیو په چارو کې خنډ جوړ نه کړي او هغوی و نه ګواښي.