۱۴۰۳ کب ۵
کابل – سره له دې چې د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبرپاڼې له خپرېدو یوه ورځ تېره شوې، چې پکې د «بیگم» او «ځوانانو» راډیو د بیا پرانېستلو اجازه ورکړل شوې وه، خو د دې خصوصي راډیوګانو دفترونه، چې درې اوونۍ وړاندې تړل شوي وو، لا هم نه دي پرانیستل شوي او نیول شوي کارکوونکي یې هم تر اوسه نه دي خوشې شوي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د واکمنې ادارې د نوي حکم څخه، چې د یادو راډیوګانو د بیا پرانېستلو اجازه ورکوي، هرکلی کوي، خو د ټولنیزو رسنیو قانون خلاف کړنو ته د هغوی مجبورول او د یادو رسنیو کارکوونکو په بند ساتل، غندي.
د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت پرون په «ایکس» (پخواني ټوېټر) کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې د دې وزارت د خپرونو چارو معینیت «د بیگم او ځوانانو راډیو د مسؤولینو د پرله پسې غوښتنو وروسته، په دې شرط چې خپرونې به د افغانستان د اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] او د خبریالي اصولو سره سمې ترسه کوي او په راتلونکي کې به له هر ډول سرغړونو څخه ډډه کوي، د بیا پرانیستلو اجازه ورکړې ده.» سربېره پر دې، کابل کې باوري سرچینو د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې د بیګم او ځوانانو راډیو دفترونه لا هم نه دي پرانیستل شوي او نیول شوي دوه خبریالان په بند کې دي.
د بیگم راډیو دفتر د روان کال د سلواغې په ۱۶مه د استخباراتو ریاست د کارکوونکو له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ وتړل شو. د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ادعا کړې وه، چې بیگم راډیو، د «بیلابېلو سرغړونو» ترڅنګ، له هېواد څخه بهر یوې ټلویزیوني شبکې لپاره رسنیز مواد او پروګرامونه چمتو کول او د یادې رسنۍ دفتر یې د «پالیسۍ څخه د سرغړونې» او «د کاري جواز څخه د ناوړه ګټې اخیستنې» له امله تړلی دی.
په همدې ورځ، د ځوانانو راډیو دفتر، چې د بیگم راډیو سره یې په یوه ودانۍ کې د کابل په وزیر اکبرخان سیمه کې فعالیت درلود، هم وتړل شو. د واکمنې ادارې د استخباراتو ریاست کارکوونکو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ، د دغې راډیو د کارکوونکو له پلټنې وروسته، کمپیوټرونه، هارډ ډیسکونه، اسناد او نور شته توکي ضبط او د بېګم او ځوانانو راډیو دوه خبریالان یې ونیول.
بیگم او ځوانانو راډیو دوه خپلواکې خصوصي رسنۍ دي، چې څښتن یې یو کس دی. بیگم راډیو د ۱۳۹۹ د کب ۱۸مه (چې د ۲۰۲۱ کال د مارچ د میاشتې اتمه – د ښځو نړیوالې ورځې – سره برابره ده) یعنې د طالبانو له بیا واکمنېدو څخه پنځه میاشتې مخکې، په کابل کې پرانیستل شوې وه. ځوانانو راډیو بیا د ۱۳۹۰ کال راهیسې فعالیت کوي او خپله موخه د مدني پوهاوي لوړول او د خلکو او کلتورونو ترمنځ د خبرو اترو دودول اعلانوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز، د بیگم او ځوانانو راډیو د دفترونو د بیا پرانېستلو له حکم څخه د هرکلي ترڅنګ، د یادو رسنیو فعالیت د رسنیزو قوانینو څخه خلاف ژمنو ته مشروطول، چې د دوی د ازاد کار مخه نیسي، د قانون خلاف ګڼي او غندي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د استخباراتو ریاست مسؤولینو څخه غواړي، چې د بیگم او ځوانانو راډیو نیول شوي خبریالان ژر تر ژره او له کوم قید او شرط پرته، خوشې کړي.
د هېواد د ټولنیزو رسنیو د قانون له مخې، چې د طالبانو حکومت هم د پلي کېدو وړ بللی راغلي، چې رسنۍ د خپلو مسلکي چارو په ترسره کولو کې ازادې دي او مسؤولین باید د هغوی په کاري چارو کې محدودیتونه رامنځته نه کړي او نه هم هغوی وګواښي.

