
ښي اړخ ته احمد جواد رسولي او چپ اړخ ته عبدالحق حمیدي د ۱۴۰۲ کال د مرغومي په ۲۸ مه د پنجشنبې په ورځ کابل کې د استخباراتو ریاست ته احضار او نیول شوي دي.
۱۴۰۲ مرغومي ۳۰
کابل- د «اطلاعات ګردش» اژانس خبریالان احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي، چې دوه ورځې وړاندې د استخباراتو له لورې په کابل کې نیول شوي وو خوشې شوو. د افغانستان خبریالانو مرکز د دې خبریالانو له خوشې کولو د هرکلي ترڅنګ وایي چې د دې دوه خبریالانو نیول غیري قانوني و او باید ازادي یې ترې نه وی اخیستل شوې.
احمد جواد رسولي دافغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل چې دی او عبدالحق حمیدي نن شپه شاوخوا ۸ بجې خوشې شوي دي.تر اوسه د دې خبریالانو د خوشې کېدو شرایط او د هغه څه په اړه چې په بند کې پر دوی تېر شوي جزیات نه دي په ډاګه؛ خو په ټوله کې د استخباراتو ریاست له لورې نیول شوي خبریالان تر پوښتنو ګروېږنو او د رسنیو په اړه د طالبانو پالیسۍ ته د ژمنتیا له لاسلیک وروسته خوشې کېږي.
احمد جواد رسولي د ګردش اطلاعات خبري اژانس د امتیاز څښتن او عبدالحق حمیدي یې مسؤل مدیر دی او دغه دوه خبریالان په ګډه د دې ادارې د مدیریت چارې پر مخ وړي.دا دوه خبریالان د مرغومي په ۲۷ د چهارشنبې په ورځ د استخباراتو ریاست له لورې احضار او د مرغومي په ۲۸ مه دې ادارې ته له ورتګ ورسته ونیول شوو.
د اطلاعات ګردش خبري اژانس د روان کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې په کابل کې جوړ او په رسمي ډول یې کار پېل کړ.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د دې خبریالانو له خوشې کولو د هرکلي ترڅنګ وایي، چې له پېله د دې دوه خبریالانو نیول غیرې قانوني و او باید ازادي یې نه وه صلب شوې.د افغانستان خبریالانو مرکز وایي، چې له خبریالانو هر ډول شکایت باید د ټولیزو رسنیو قانون او د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړلو کمېسیون له لارې تعقیب شي.
په 2023 میلادي کال (1401 مرغومي 11- 1402 مرغومي 10) د افغانستان دخبریالانو مرکز په هېواد کې د خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې ۱۶۸ پېښې ثبت کړي دي؛ چې له دې جملې څخه ۶۱ یې د خبریالانو د بندي کولو دي، چې له شمېر یې دوه تنه لا هم په بند کې دي.په فاریاب ولایت کې د امتیاز راډیو څښتن او مسوول مدیر مین الله عالمي د روان کار د زمري میاشتې په پای کې، د هغه څه په تړاو چې سیمه ییزو چارواکو «یوه غېرې رسنیزه او شخصي موضوع» بللې وه، په یو کال بند محکوم شو. په دایکندي ولایت کې د نسیم راډیو مسوول مدیر سلطان علي جوادي د روان کال لیندۍ میاشت کې په یو کلن بند محکوم شو او لا هم په بند کې دی

