د جاپان د «کیودو» خبري اژانس خبریال په کابل کې نیول شوی دی

د جاپان د «کیودو» خبري اژانس خبریال په کابل کې نیول شوی دی

۱۴۰۲ سلواغې ۱

کابل- د جاپان د «کیودو» خبري اژانس خبریال احسان اکبري په کابل کې د استخباراتو له لورې نیول شوی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغه خبریال پر نیول کېدو د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره، د هغه د ژر او بې قیده شرطه خوشې کېدو غوښتنه کوي او په ورته وخت کې د استخباراتو له ریاست څخه غواړي چې د هېواد د رسنیو قانون ته درناوی وکړي او د خبریالانو او ازادو رسنیو د ځپلو لړۍ دې پای ته ورسوي.

د احسان اکبري د کورنۍ یو غړي د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل، چې نوموړی د چهارشنبې په ورځ د مرغومي په ۲۷مه په کابل کې نیول شوی دی. د احسان اکبري ورور سیدامیر اکبري وویل:«د چهارشنبې په ورځ یې احسان د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز ته احضار او وروسته یې ونیوه. سبا سهار د استخباراتو مامورین احسان د کابل په نوي ښار کې د کیوډو خبري اژانس دفتر ته وړي او د هغه لپ ټاپ کمپیوټر او کامره یې له ځانه سره وړي او په هماغه ورځ یې یو ځل بیا مجبوروي چې خپل کور ته زنګ ووهي او خپل زیرک موبایل د استخباراتو کارکوونکو ته چې د کور دروازې ته یې ورځي ورکړي.»

سیدامیر اکبري زیاته کړه چې په تېرو څلورو ورځو کې دوی د احسان اکبري د وضعیت په اړه هېڅ خبر نه دی ترلاسه کړی او نه هم چارواکي په دې اړه څه وایي.دا په تېره یوه اونۍ کې د خبریالانو د بندي کولو درېیمه پېښه ده چې رسنیزه کېږي.د ګردش اطلاعات خبري ژانس دوه خبریالان جواد رسولي او عبدالحق حمیدي، چې د مرغومي په ۲۸ مه د استخباراتو له لورې په کابل کې نیول شوي وو، تېره ورځ د ضمانت په ورکولو سره خوشې شوو.

په ټوله کې د طالبانو استخبارات د خبريالانو د نيولو او يا له هغوی څخه د تحقيق کولو په باب څه نه وايي او همدا رنګه د طالبانو حکومت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم تر اوسه پدې اړه څه ندي ويلي.

احسان اکبري له شاوخوا يو کال راهيسې په کابل کې د کيودو خبري اژانس په دفتر کې د خبريال په توګه دنده ترسره کوله.

د افغانستان دخبريالانو مرکز د احسان اکبري پر نيول کېدو د ژورې خواشينۍ په څرګندولو سره د استخباراتو له رياسته غواړي، چې دغه خبريال ژر تر ژره او له کوم شرط پرته خوشې کړي.په ورته وخت کې د افغانستان خبریالانو مرکز د استخباراتو له عمومي ریاست څخه غواړي چې د خبریالانو پراخې نیونې ته ته، چې د خبریالانو او ازادو رسنیو پر وړاندې یې ویره او ځان سانسورونه زیاته کړې پای ته ورسوي او د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې چې د طالبانو د حکومت له لورې هم د پلې کیدا وړ ګڼل شوی خبریالانو ته د کار اجازه ورکړي.

د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې خبریالان د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازاد دي او چارواکي باید د هغوی په کار کې محدودیت رامنځته نه کړي او یا یې وګواښي؛ بلکې له هغوی ملاتړ وکړي.

احسان الله اکبري په داسې حال کې نېول کېږي، چې د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې، باید د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې شوي شکایتونه د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړلو کمېسیون له لارې وڅېړل وشي؛ خو په عمل کې دا کمېسیون څنډې ته شوی دی او د استخباراتو ریاست د خبریالانو په خپلسرې نیونې سره د خبریالانو او ازادو رسنیو ځپلو ته دوام ورکوي.

په 2023 میلادي کال (1401 مرغومي 11- 1402 مرغومي 10)  د افغانستان دخبریالانو مرکز په هېواد کې د خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې ۱۶۸ پېښې ثبت کړي دي؛ چې له دې جملې څخه ۶۱ یې د خبریالانو د بندي کولو دي، چې له شمېر یې دوه تنه لا هم په بند کې دي.په فاریاب ولایت کې د امتیاز راډیو څښتن او مسوول مدیر مین الله عالمي د روان کار د زمري میاشتې په پای کې، د هغه څه په تړاو چې سیمه ییزو چارواکو «یوه غېرې رسنیزه او شخصي موضوع» بللې وه، په یو کال بند محکوم شو. په دایکندي ولایت کې د نسیم راډیو مسوول مدیر سلطان علي جوادي د روان کال لیندۍ میاشت کې په یو کلن بند محکوم شو او لا هم په بند کې دی