1402 سلواغې 28
کابل-د«خامه پرس» خبري اژانس مسوول مدیر منصور نیکمل نن ورځ امر بالمعروف وزارت ته له ورغوښتلو وروسته نیول شوی دی. د افغانستان دخبریالانو مرکز د نېکمل د نیول کېدو په اړه د جدي اندېښنې په څرګندولو سره، له کوم قید او شرط پرته ژر تر ژره د دې خبریال د خوشې کولو غوښتنه کوي.
د خامه پرس د امتیاز څښتن خوشنود نبي زاده د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل د پنجشنې په ورځ(سلواغې 26) د یوې پېغلې مېرمنې د انځور خپرولو په تړاو د یوشخص له لورې چې ځان يې د امر بالمعروف وزارت ویاند معرفي کړی و؛ غوښتل شوی و. هغه وویل:«نېکمل نن سهار شاوخوا 11 بجې د څلورمې ناحیې اړوند تایمني سیمې څخه د خامه پرس له دفتر څخه امر بالمروف وزارت ته لاړ؛ مګر له هغې وروسته یې د برخلیک په اړه معلومات نه لرو او باورمن يو چې نیول شوی دی.»
نبي زاده زیاته کړه چې د امر بالمعروف وزارت ویاند ویلي دي، چې خامه پرس د طالبانو له خوا د حجاب په اړه د یو شمېر نجونو له نیول کېدو وروسته په کابل کې د ښځو د حضور د کمښت په اړه د راپور په خپرولو سره د وزارت کړنلارې له پامه غورځولي دي. په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) او د افغان مېرمنو لپاره د امریکا د استازې اندېښنو ته په اشارې سره، له یو شمېر پېغلو مېرمنو سره چې مخونه یې په ماسکونو پټ کړي دي، مرکې هم شوې دي.
منصور نېکمل له شاوخوا دوه کالونو راپدې خوا د خامه پرس خصوصي اژانس سره د مسوول مدیر په توګه دنده کوي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د منصور نېکمل د نیول کېدو په اړه د جدي اندېښنې په څرګندولو سره، د امر بالمعروف وزارت څخه غواړي چې له قید او شرط پرته يې ژر تر ژره خوشې کړي. په ورته وخت کې د افغانستان دخبریالانو مرکز د امر بالمعروف وزارت څخه غواړي چې قانون ته درناوی وکړي او اجازه ورکړي چې خبریالان د ټولیزو رسنیو د قانون سره سم، چې د طالبانو له لورې هم د تطبیق وړ ګڼل شوی، کار وکړي.
د هېواد د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې، خبریالان د خپل مسلکي کار پرمهال ازاد دي او مسوولین باید د هغوی د کار پر وړاندې خنډ نه شي او د ګواښلو پر ځای يې ملاتړ وکړي.د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې له خبریالانو او رسنیو څخه شکایتونو ته باید د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړلو کمېسیون له لارې رسیدګي وشي، مګر په عمل کې دا کمېسیون څنډې ته شوی دی او د طالبانو د حکومت بېلا بېلې ادارې، په ځانګړې توګه استخبارات او امر بالمعروف وزارت، د رسنیو په کار کې په مستقیم ډول مداخله کوي او یا له خبریالانو څخه د پوښتنو ګروېږنو ترڅنګ د هغوی د نیولو حکم ورکوي.
دا په تېره یوه میاشت کې په هیواد کې د خبریالانو د نیولو پينځمه پېښه ده، چې رسنیزه کېږي. په دې موده کې د ګردش اطلاعات خبري اژانس دوه خبریالان، کابل کې کیوډو خبري اژانس خبریال او په سمنګان ولایت کې د پژواک خبري اژانس سیمه ییز خبریال نیول شوي دي.

